Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1مالِک خُدائ د غېريهوديانو په حقله يرمياه نبى ته پېغام ورولېږلو.
2کوم پېغام چې د مِصر په حقله وو هغه دا وو چې، د يهوداه بادشاه يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال، د کرکميس د جنګ په موقع کله چې فِرعون نِکوه د مِصر بادشاه او د هغۀ فوجيانو د فرات د سيند سره نزدې د څپرکیل بادشاه نبوکدنضر نه شکست وخوړو.
3”خپل غټ او واړۀ ډالونه تيار کړئ او د جنګ دپاره راوځئ.
4خپل آسونه زين کړئ او ورباندې سوارۀ شئ. صفونه جوړ کړئ او د جنګ ټوپۍ په سر کړئ. خپلې نېزې تېرې کړئ، او زغره واچوئ.
5خو زۀ څۀ ګورم؟ چې په مِصرى فوجيانو باندې د يرې نه دهشت راغلے دے او هغوئ د يرې نه لګيا دى په شا کيږى، د هغوئ فوجيانو شکست وخوړلو. او په وارخطايۍ سره په مخه تښتى او هغوئ وروستو نۀ ګورى، او د هرې خوا نه په هغوئ باندې يره خوره شوې ده، مالِک خُدائ داسې فرمائيلى دى.
6تېزه منډه وهونکے هم نۀ شى تښتېدلے، او نه تکړه فوجى تښتېدلے شى. او هغوئ په شمال کښې د فرات د سيند سره، تيندک خورى او راغورزيږى.
7څوک دے دا چې لکه د نيل درياب په شان موجونه وهى، لکه د هغه سيند په شان چې اوبۀ يې په بره موجونه وهى او ټوله زمکه لاندې کوى؟
8دا د مِصر فوج دے چې د نيل درياب په شان راوچت شوے دے او لافې وهى چې زۀ به راوچت شم او د سېلاب په شان به ټوله زمکه پټه کړم، زۀ به ټول ښارونه تباه کړم او په هغې کښې ټول خلق به هلاک کړم.
9اے آسونو او جنګى ګاډو روان شئ، اے د مِصر تکړه سپاهيانو په دشمن حمله وکړئ، اے د ايتهوپيا، ليبيا، خلقو ډال راواخلئ او د لِديه خلقو څوک چې په غشو ليندو کښې تکړه يې.
10ځکه چې دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج ورځ ده، د انتقام ورځ، ځکه چې هغه به د خپلو دشمنانو نه انتقام واخلى. د هغۀ تُوره به تر هغې خوړل کوى ترڅو پورې چې مړه شوى نۀ وى، او ترڅو چې د هغوئ په وينو تنده ماته نۀ کړى. په نن ورځ به هغوئ مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ پاک ته په شمال کښې د فرات د سيند سره د قربانۍ په شان پېش کړے شى.
11اے د مِصر پېغلې لورې، جِلعاد ته لاړه شه او هلته دارو ولټوه. خو ستاسو رنګارنګ دوائى به تاسو ته شفا درنۀ کړى.
12قومونه به ستاسو د شرم په حقله خبر شى. زمکه به ستاسو دردناکه ژړا ډکه کړى. ستا تکړه فوجيان به په يو بل تيندک وخورى، او په يو ځائ به راپرېوځى.“
13دا هغه خبر دے چې مالِک خُدائ د يرمياه نبى په وسيله د نبوکدنضر يعنې د څپرکیل د بادشاه د راتلو او د هغۀ په مِصر باندې د حملې په حقله ورکړو،
14”د مِصر په ښارونو په مجدال، ميمفِس او تحفنحيس کښې به دا اعلان وکړئ چې، د جنګ دپاره تيار شئ، ځکه چې تُوره به ستاسو خوا او شا کښې هر څۀ وخورى.
15ستاسو جنګيالى ولې راغورزېدلى دى؟ هغوئ د مالِک خُدائ مخې ته نۀ شى ټينګېدلے ځکه چې هغه به هغوئ راوغورزوى.
16هغوئ به ټول تيندکونه خورى، او هغوئ به په يو بل راغورزيږى. هغوئ به يو بل ته وائى، پاڅه، راځئ چې خپلو خلقو او خپل مُلکونو ته واپس لاړ شُو، چرته به چې مونږ د ظالم د تُورې نه بچ شُو.
17نو هغوئ به وائى چې د مِصر بادشاه فِرعون خو تش په خولۀ لوئيږى، هغۀ نه اوس خپله موقع خطا شوې ده.
18د دُنيا بادشاه د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى چې، يو کس څوک چې د مِصر خلاف راروان دے هغه لکه څنګه چې د تبور غر لوړ دے، او لکه څنګه چې د کرمل غر د سمندر په غاړه لوړ دے.
19اے د مِصر اوسېدونکو، خپل مال حال راواخلئ او د جلاوطنۍ دپاره تيار شئ، ځکه د ميمفِس ښار به تباه او کنډرې شى، او يو کس به هم په کښې نۀ اوسيږى.
20مِصر لکه د يوې ځوانې سخۍ په شان ښائسته دے، خو د شمال د خوا نه د هغۀ خلاف د غوباړى په شان مچ راروان دے.
21د مِصر د کرايه فوجيان لکه د کمزورو سخو په شان دى. هغوئ به هم په يو ځائ راوګرځى او په شريکه به وتښتى، هغوئ به په خپل ځائ باندې ونۀ دريږى. ځکه چې په هغوئ د تباهۍ او افت ورځ راروانه ده، دا د هغوئ دپاره د سزا ورکولو ورځ ده.
22مِصر به لکه د مار په شان کشار وکړى او په وروستو به وتښتى کله چې د دشمن فوج ورباندې حمله وکړى، هغوئ به د دوئ خلاف تبر په لاس راشى او په دوئ به داسې حمله وکړى لکه څنګه چې يو سړے ونې وهى.
23مالِک خُدائ فرمائى چې، هغوئ به د مِصر خلق د ځنګلى ونو په شان ووهى، ځکه چې د هغوئ شمېر د مُولخانو نه هم ډېر بېشمېره دے.
24د مِصر خلق به وشرميږى، او د شمال خلقو ته به حواله کړے شى.“
25مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ”زۀ به امون د مِصر د تيبس معبود او د مِصر نورو معبودانو ته سزا ورکړم. زۀ به د مِصر بادشاهانو او فِرعون ته او هغوئ ټولو ته سزا ورکړم څوک چې په هغۀ يقين کوى.
26مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به هغوئ هغه خلقو ته حواله کړم څوک چې دوئ وژل غواړى، نبوکدنضر د څپرکیل بادشاه او د هغۀ آفسرانو ته. خو وروستو به مِصر کښې د وړاندې په شان خلق بيا آباد شى. دا مالِک خُدائ فرمائى.“
27”اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، اے اِسرائيله مۀ يرېږه. زۀ به تاسو د هغه لرې مُلک نه دوباره خپلو کورونو ته راولم، چرته چې تاسو جلاوطن شوى يئ. ستا اولاد به زۀ خپلو کورونو ته د جلاوطنۍ نه واپس راولم. يعقوب به دوباره خپل مُلک ته راشى او په امن او سکون سره به ژوند کوى، او تاسو به څوک هم نۀ يروى.
28مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، ځکه زۀ تا سره يم. زۀ به په پوره توګه هغه قومونه تباه کړم کومو ته چې تاسو ما جلا وطن کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به ستاسو په اِنصاف سره تنبيه وکړم، زۀ به تاسو بېسزا نۀ پرېږدم.“