Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
7 verses
1دا د مالِک خُدائ هغه کلام دے چې د فِرعون د لښکرو په غزه د حملې کولو نه مخکښې، په يرمياه نبى د فلستيانو په حقله نازل شو.
2”مالِک خُدائ وفرمائيل چې، وګوره، د شمال نه اوبۀ څنګه راوچتيږى، او د سېلاب په شان په زور شور راروانې دى، دا به ټوله زمکه او هر څۀ چې په کښې دى رالاندې کړى، ښارونه او د هغې اوسېدونکى به ډوب کړى، ټول خلق به د مدد دپاره چغې وهى او څومره خلق چې په کښې اوسيږى هغوئ به ژړا کوى.
3هغوئ به د آسونو د سومونو او پښو ټکار واورى، او د دشمن د جنګى ګاډو غرار او د هغوئ د پايو شور به واورى. پلاران به د يرې نه جام شى او د خپلو بېوسه ماشومانو د بچ کولو دپاره به شاته نۀ ګورى.
4د ټولو فلستيانو د تباهۍ ورځ رارسېدلې ده او ورسره د هغوئ هم څوک چې به د صور او صيدا خلقو سره مدد کوى. مالِک خُدائ په خپله هغه فلستيان تباه کوى، هغوئ څوک چې ژوندى پاتې شوى دى او د کريت د ساحل نه راغلى دى.
5غزه لور به د غم نه خپل سر ګنجے کړى او د اسقلون ښار به وران او خاموشه شى. اے د مېدانى علاقې پاتې شوو خلقو ترڅو پورې به خپل ځان وهئ او ماتم به کوئ؟
6تاسو چغې وهئ، اے د مالِک خُدائ تُورې، ترڅو پورې به تۀ زخمى کول کوې؟ خپل کاش ته واپس لاړه شه، او هلته په آرام پرته اوسه.
7خو دا به څنګه په آرام شى چې ورته مالِک خُدائ حکم کړے دے، کله چې هغۀ ورته په اسقلون او په ساحل د حملې کولو حکم کړے دے؟“