Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
47 verses
1مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د موآب په حقله فرمائى، ”په نبو ښار باندې افسوس، ځکه چې دا ښار به تباه شى. د قِريَتائم بېحرمتى به وشى او قبضه به کړے شى. او د مضبوطې قلعه بېحرمتى به وشى او ټوټه ټوټه به شى.
2د نن نه پس به څوک هم د موآب تعريف ونۀ کړى، په حسبون کښې به خلق د هغې د راغورزولو منصوبې جوړوى، هغوئ وائى راځئ چې د موآب نوم او نشان ختم کړُو. اے د مدمين ښاريې، تۀ به هم خاموشه شې، او تاسو به په تُوره مړۀ شئ.
3د حورونايم نه د چغو آوازونو ته غوږ شئ، د لوئې تباهۍ درزار او آوازونه اورېدلے کيږى.
4موآب به ټول تباه شى، د هغې واړۀ ماشومان به په تېزه چغې وهى.
5هغوئ لوحيت ته په بره تلو سخته ژړا کوى، او حورونايم ته په ورکوزېدو سره د تباهۍ د درزار او شور په اورېدو هغوئ په چغو چغو ژړا کوى.
6هغوئ وائى چې، منډه کړئ او ځان بچ کړئ او په صحرا کښې د ځنګلى بوټو په شان شئ.
7دا چې تا اے موآبه په خپلو اعمالو او دولت باندې باور کولو، نو تاسو به هم ګرفتار شئ، او ستا بُت کموس به هم د خپلو اِمامانو او نورو خادِمانو سره جلاوطن کړے شى.
8تباه کوونکے دشمن به د هر يو ښار خلاف حمله وکړى، او يو ښار به هم ترې بچ نۀ شى. هره وادى به تباه شى او هر هوار مېدان به تباه شى. ځکه چې مالِک خُدائ دا حکم کړے دے.
9په موآب باندې مالګه ودوړوه، ځکه چې هغه به په ښوره او صحرا بدل شى، د هغې ښارونه به وران شى، او هيڅ څوک به په کښې نۀ اوسيږى.
10لعنت دې په هغه کسانو وى څوک چې د مالِک خُدائ په کار کښې غفلت کوى، او خپله تُوره د وينو توېدو نه بچ ساتى.
11موآب د ځوانۍ نه واخله تر اوسه پورې په امن او سکون سره وخت تېر کړے دے، هغه جلاوطن شوے نۀ دے. لکه څنګه چې مے په خپل لوښى کښې ځائ په ځائ پراتۀ وى، او د يو لوښى نه بل لوښى ته نۀ وى اړولے شوى. نو د هغې ذائقه هم هغه شان ده لکه څنګه چې يې د اول نه وه، او د هغې خوشبو بدله شوې نۀ ده.
12خو هغه ورځې راروانې دى، مالِک خُدائ فرمائى چې، کله به زۀ خلق ورولېږم چې موآب د لوښى نه رابهر کړى. او هغوئ به هغه د لوښى نه لکه د ميو په شان توئ کړى او لوښى به زره زره کړى.
13نو په آخر کښې به بيا د موآب خلق د کموس بُت نه شرميږى، لکه څنګه چې بنى اِسرائيل په بيتايل کښې په بُت باندې په يقين کولو شرمېدل.
14نو بيا تاسو څنګه لافې وهلې چې، مونږ په جنګ کښې ډېر تکړه او باتور فوجيان يُو؟
15موآب به تباه شى او د هغۀ ښارونه به قبضه کړے شى. د هغۀ ښائسته زلمى به حلالېدو دپاره بوتلے شى، دا د هغه بادشاه فرمان دے چې د چا نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
16د موآب د ختمېدو اَنجام رانزدې شوے دے، او د هغۀ بربادى زر راتلونکى ده.
17اے د موآب دوستانو او ګاونډيانو په دۀ باندې ماتم وکړئ، تاسو څومره چې د هغۀ د شُهرت او نوم نه واقف يئ، نو ووايئ چې، افسوس د موآب د شان او شوکت امسا ماته شوه او د هغې ټول طاقت تس نس شو.
18اے د ديبون اوسېدونکو د خپل شاندار تخت نه راکوز شئ او په خشکه زمکه او خاورو کښېنئ، ځکه هغه چا چې موآب تباه کړو هغه به ديبون هم ټوټه ټوټه کړى. او هغه به ستاسو ټولې قلعه ګانې راوغورزوى.
19اے د عروعير اوسېدونکو د سړک په غاړه ودرېږئ او خلقو ته وګورئ. د هغه نارينه او زناناؤ نه څوک چې تښتى تپوس وکړئ چې څۀ چل وشو؟
20هغوئ به په جواب کښې ووائى چې، د ارنون د سيند په غاړه موآب تباه شو او په شرمونو وشرمېدو، په چغو او سورو په هغۀ ماتم او ژړا وکړئ.
21د مالِک خُدائ عدالت په دې غريزه مُلکونو لکه حولون، يهض، مفعت،
22ديبون، نبو، بيتدبلاتايم،
23قِريَتائم، بيتجمول، بيتمعون،
24قريوت او بُصره او د موآب په ټولو لرې او نزدې ښارونو نازل شوے دے.
25مالِک خُدائ دا اعلان وکړو چې، د موآب ښکر مات شو، او د هغۀ طاقت ختم شو.“
26مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په موآب باندې مے وڅښئ او نشه يې کړئ، ځکه چې هغۀ خپل ځان په ما اوچت ګڼلو، پرېږده چې اوس هغه په خپلو اولټو کښې ورغړى، او پرېږده چې هغه د خلقو د خندا شى.
27اے موآبه، آيا تا به بنى اِسرائيلو پورې خندا نۀ کوله څۀ؟ آيا ستاسو په خيال هغوئ غلۀ وُو، چې کله به تاسو د هغوئ په حقله خبرې کولې نو په مسخره آميزه توګه به مو خپل سرونه خوځول؟
28اے د موآب اوسېدونکو، تاسو خپل ښارونه پرېږدئ او په ګټانو کښې اوسېږئ. لکه د ګوګوشتکو په شان شئ، چې د غارونو په خولۀ کښې خپل ځان له جاله جوړوى.
29مونږ د موآب د کبر په حقله واورېدل، ځکه چې د هغۀ بېحده کبر او سوچ، د هغۀ کبر او غرور او د هغۀ د زړۀ د خود غرضۍ نه خبر يُو.
30مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ د هغوئ د غرور نه خبر يم خو دا بېمطلبه دے، او د هغوئ عملونه عبث دى.
31نو په دې وجه زۀ په موآب ماتم کوم، زۀ د ټولو موآبيانو دپاره ژړا کوم، او زۀ د قيرحراست د خلقو دپاره ژړا کوم.
32سبماه، زۀ به په تا وير وکړم د دې نه هم زيات چې مې په يعزير کړى وُو، سبماه ستا د انګورو څانګې تر سمندر پورې رسېدلى دى، خو تباه کوونکے ستا په مېوو او انګورو راپرېوتلے دے.
33د موآب د زرخېزه پټو او مُلک نه د خندا او خوشحالۍ آوازونه تلى دى، ما د انګورو د لنګرو نه مے جوړول بند کړى دى، هيڅ څوک هم انګور په خوشحالۍ سره نۀ نچوړوى. تر دې چې هلته شور او چغې اورېدلے شى، خو د خوشحالۍ نه بلکې د جنګ.
34د هغوئ د ژړا آوازونه د حسبون نه تر اِلىعالى او يهض پورې، او د ضُعر نه تر حورونايم پورې او عجلتشليشياه پورې اورېدلے شى. او تر دې چې اوس د نِمريم اوبۀ هم اوچې شوې دى.
35مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به په موآب کښې هغه کسان ختم کړم څوک چې په اوچتو ځايونو کښې خپلو معبودانو ته نذرانې پېش کوى او هغوئ ته خوشبوئى سوزوى.
36نو زما زړۀ د موآب دپاره لکه د شپيلۍ فريادونه کوى، او دا هم په قيرحراست کښې د هغه خلقو دپاره لکه د شپيلۍ فريادونه کوى. کوم مال دولت چې هغوئ حاصل کړے وو لاړو.
37ټولو خلقو خپل سرونه او ږيرې د غم په وجه ګنجى کړى وُو، او خپل لاسونه يې زخمى کړى وُو او د خپلو ملاګانو نه يې ټاټ تاو کړے وو.
38مالِک خُدائ فرمائى چې، د موآب د هر يو کور په سر او په هره لاره او کوڅه کښې ماتم او ژړا اورېدلے کيږى. ځکه چې ما موآب لکه د هغه لوښى په شان چې څوک يې هم نۀ غواړى ټوټه ټوټه کړو.
39هاے هاے، دا څنګه ټوټه ټوټه شو. او د هغوئ چغې او سورى واورئ. د موآب شرمېدل وګورئ، دا خو ټولو خلقو او ګاونډيانو دپاره د خندا او د تباهۍ يو مثال جوړ شو.“
40مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ګورئ، يو قوم د باز په شان خپلې وزرې خورې کړې او په موآب باندې راغوټه کيږى.
41قريوت به قبضه شى او د هغۀ مضبوطې قلعه ګانې به واخستلے شى. او په هغه ورځ به د موآب د فوجيانو زړونه داسې ګبراويږى لکه چې د يوې ښځې زړۀ چې د لنګون په وخت کښې ګبراويږى.
42موآب به نور يو قوم پاتې نۀ شى ځکه چې هغوئ خپل ځان د مالِک خُدائ نه لوئ تصور کړو.
43مالِک خُدائ فرمائى چې، دهشت، کنده او دامونه د موآب د خلقو په انتظار کښې دى.
44هر څوک چې د دهشت نه وتښتى نو په کنده کښې به وغورزيږى. څوک چې د کندې نه راوچت شى نو په دام کښې به ګرفتار شى، ځکه چې زۀ په موآب باندې د سزا وخت راولم، مالِک خُدائ فرمائى.
45کوم خلق چې حسبون ته د پناه دپاره وتښتى نو هلته به بېوسه ودريږى، ځکه چې د حسبون نه د اور شُغلې راوچتيږى، د بادشاه سيحون د زوړ کور نه به د اور لمبې راوچتيږى. دا اور د موآب تندے سوزوى، او د شور اچوونکو لافوانو کوپړۍ سوزوى.
46په تا دې افسوس وى اے موآبه. د کموس بُت عبادت کوونکى تباه شول، ستاسو زامن مُلک بدر شول او ستاسو لوڼه ونيولے شوې او جلاوطن کړے شوې.
47خو زۀ به بيا موآب په راتلونکى وخت کښې دوباره بحال کړم، مالِک خُدائ فرمائى.“ نو دلته د موآب په حقله د يرمياه نبى پېشګوئې ختمه شوه.