Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1زما زور ختم شوے دے او زما ورځې لنډې شوې دى، او قبر زما دپاره تيار دے.
2زما نه ګېرچاپېره مسخرې کوونکى راتاو دى، او زۀ ګورم چې هغوئ ما ته سپکې خبرې کوى.
3اے خُدايه پاکه، تۀ زما ضمانت وکړه، ځکه چې بل هيڅ څوک به زما ذمه وارى وانۀ خلى.
4ځکه چې تا د هغوئ په ذهنونو باندې پړدې لګولې دى، هغوئ مۀ پرېږده چې په ما غالب شى.
5څوک چې د خپلې فائدې دپاره دوستان دوکه کوى، نو د هغوئ د اولاد سترګې به ړندې شى.
6خُدائ پاک زۀ د خلقو دپاره د خندا کړے يم، هغوئ زما په مخ باندې توکاڼى توکى.
7د غم په وجه زما سترګې سرې شوې دى، او زما بدن اوچ کلک شوے دے.
8کله چې نېکان خلق ما وګورى نو په لړزان شى، او بېګناه خلق د خُدائ پاک نه د منکرو خلقو مخالفت کوى.
9خو صادقان د خپلې لارې نه نۀ اوړى، چې صادقان ورځ په ورځ نور هم تکړه کيږى.
10اوس تاسو ټول چرته ما ته څۀ سمه خبره وکړئ، خو بيا به هم په تاسو کښې يو هوښيار کس پېدا نۀ کړم.
11زما دوران تېر شو او زما منصوبې ناکامه شوې، زما نه زما اُميدونه ختم شول.
12هغوئ د شپې نه ورځ جوړوى، او رڼا ته تيارۀ وائى.
13زۀ د مرګ په طمع يم، او زۀ به تل په تيارۀ کښې پروت يم،
14کۀ زۀ قبر ته ووايم چې تۀ زما پلار يې، او چينجو ته ووايم چې تاسو زما مور يا خور يئ،
15نو بيا زما اُميد چرته دے؟ او دا چا ته ښکارى؟
16نو زما ټول اُميدونه به په قبر کښې فنا شى؟ او زما ټول ارمانونه به خاورې شى څۀ؟“