Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1بيا ايُوب جواب ورکړو،
2”زۀ د دې څيزونو نه پخوا خبر يم، او ستاسو خبرې ما له تسلى نۀ راکوى.
3ستاسو د هوائى خبرو څۀ حد نشته څۀ؟ يا په څۀ وجه باندې تاسو خبرې نۀ بندوئ؟
4کۀ تاسو زما په ځائ وئ نو هم ما ستاسو خِلاف لوئې لوئې خبرې جوړولے شوې، او ستاسو سپکاوے به مې کړے وے.
5خو کۀ دا زۀ وے، نو ما به ستاسو حوصله افزائى کړے وے. او ما به دا کوشش کړے وے چې ستاسو غم لرې کړم.
6خو کۀ زۀ د خپل ځان صفائى پېش کوم نو زۀ به په تکليف کښې کېږم، خو کۀ زۀ خبرې نۀ کوم نو ما ته بيا هم ډېر تکليف رارسيږى.
7اے خُدايه پاکه، زۀ اوس تا ډېر ستومانه کړے يم، تا زما مکمل خاندان تباه کړے دے.
8تا زۀ ګېر کړے يم، او دا زما خِلاف يو ثبوت دے، چې زۀ اوچ کلک او کمزورے شوے يم، او دا زما خِلاف ګواهى ورکوى.
9هغۀ د خپلې غصې په وجه زۀ خراب کړے يم او زما نه نفرت کوى، هغۀ ما ته خپل غاښونه چيچلى دى، زما دشمن د هغۀ سترګې زما خِلاف برندوى.
10خلق ما پورې خندا کوى، هغوئ په مسخرو کښې ما په مخ باندې وهى او زما خِلاف يې اتفاق کړے دے.
11خُدائ پاک ما د خُدائ نه منکرو خلقو له ورکوى، او د بدعمله خلقو لاسونو ته مې حواله کوى.
12زۀ صحيح سلامت وم او هغۀ زۀ دوه ټوټې کړم، هغۀ زۀ د څټ نه ونيولم او ټوټې ټوټې يې کړم، هغۀ زۀ د خپلې نښې په توګه ودرولم.
13د هغۀ غشى ويشتونکى زما نه تاو شول. هغۀ زما ګردې راوويستلې او په ما يې هيڅ رحم ونۀ کړو، هغۀ زما تريخے په زمکه بهر وغورزولو.
14هغۀ زۀ بيا مات رامات کړم، هغۀ د يو جنګيالى په شان په ما باندې رامنډه کړه.
15ما د ځان دپاره د ټاټ جامې ګنډلې دى، او هغۀ زۀ د خاورې په شان مېده کړے يم.
16زما سترګې د ژړا نه سرې دى، او زما د سترګو ليمۀ تور شول.
17اګر چې ما هيڅ ظلم زياتے نۀ دے کړے، او زما په دُعا کښې خلوص دے.
18اے زمکې، زما وينه مۀ پټوه، او زما د اِنصاف فرياد دې څوک نۀ ختموى.
19خو بيا هم په آسمان کښې داسې ذات شته چې هغه زما مل دے او هغه به بېشکه ووائى چې زۀ په حقه يم.
20زما مينځګړے زما دوست دے او زما سترګې خُدائ پاک ته اوښکې تويوى.
21او زما دوست زما دپاره خُدائ پاک سره بحث کوى لکه څنګه چې يو سړے د خپل دوست دپاره مِنت زارى کوى.
22صِرف يو څو کاله به پاتې وى چې زۀ به په هغه سفر باندې روان شم چې د هغې نه واپس کېدل نشته.