Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1نو تيمانى اليفز جواب ورکړو،
2”يو هوښيار کس دې تشې خبرې وکړى څۀ، او هغه دې هسې بېمطلبه خبرې وکړى څۀ؟
3هغوئ دې په بېفائدې خبرو باندې بحث کوى څۀ، يا په داسې خبرو باندې چې د هغې هيڅ مقصد نۀ وى؟
4خو تۀ د خُدائ پاک نه هيڅ يره نۀ لرې، او د خُدائ پاک د عبادت لاره نيسې.
5ځکه چې ستا ګناه ستا ژبې ته ښودنه کوى، او تا د دوکه باز ژبه خوښه کړې ده.
6دا زۀ نۀ يم، خپله ژبه تا ته بد وائى، ستا خپله خولۀ ستا خِلاف ګواهى ورکوى.
7تۀ د بنى آدم د نسل وړومبے پېدا شوے کس يې څۀ؟ تۀ د غرونو نه مخکښې پېدا شوے يې څۀ؟
8تا د خُدائ پاک د راز منصوبې واورېدې څۀ؟ او ستا څۀ خيال دے ولې تۀ يواځې هوښيار يې څۀ؟
9تا سره داسې څۀ عِلم دے چې مونږ سره نشته؟ تۀ داسې په څۀ پوهېږې چې مونږ پرې نۀ پوهيږو؟
10سپينږيرى او بوډاګان زمونږ په طرف باندې دى، کوم چې ستا د پلار نه ډېر مشران دى.
11د خُدائ پاک تسلى ستا دپاره کمه ده څۀ؟ د هغۀ نرمې خبرې ستا دپاره کافى نۀ دى څۀ؟
12تۀ د خپلو جذباتو نه کار ولې اخلې؟ او ستا رنګ ولې دومره سور دے
13چې خُدائ پاک ته غصه يې؟ او ستا د خولې نه داسې ګډې وډې خبرې وځى؟
14بنى آدم څۀ وى، چې هغه صفا شى؟ او چې د ښځې نه پېدا شى، نو هغه صادق کېدے شى؟
15ګوره، خُدائ پاک په خپلو فرښتو باندې هم اعتبار نۀ کوى، او د هغۀ په نظر کښې آسمانونه هم صفا نۀ دى،
16نو بيا به بنى آدم نور هم ګنده او ګناه ګار وى، څوک چې هر وخت په ګناه کښې آخته وى.
17کۀ تۀ زما خبرې ته غوږ کېږدې، نو زۀ به تا ته وښايم، او چې ما څۀ ليدلى وى نو زۀ به درته د هغې بيان وکړم.
18څۀ چې هوښيارانو وئيلى دى، نو د هغوئ پلار نيکۀ دا خبرې د هغوئ نه پټى نۀ دې ساتلې،
19کومو مشرانو له چې ډېره موده مخکښې دا مُلک ورکړے شو او چې په هغه وخت کښې لا غېر قومونه نۀ وو راغلى.
20بدعمله خلق ټول عمر په خپل درد کړيږى، د تکليف کالونه په ظالمانو باندې راجمع شوى دى.
21د هغوئ په غوږُونو کښې يروونکى آوازونه دى، د امن په وخت کښې به په هغوئ باندې تباهى راشى.
22هغوئ تيارۀ ته د تلو همت نۀ شى کولے، د هغوئ ژوند هر وخت په خطره کښې وى.
23ټپوسان انتظار کوى چې د هغوئ غوښې وخورى، او تباهى د هغوئ سر له راغلې ده،
24پرېشانى او تکليف هغوئ ويروى، او دا څيزونه په هغوئ باندې غالِب شى، داسې لکه چې يو بادشاه د جنګ دپاره تيار شى.
25ځکه چې هغوئ خپل لاسونه د خُدائ پاک خِلاف اوچت کړل، او هغوئ د قادر خُدائ نه بغاوت وکړو.
26هغوئ د هغۀ خِلاف د سرکشۍ سره حمله کوى، او يو غټ ډال ورسره وى.
27دا بدعمله خلق درانۀ او مالدار دى، د هغوئ څټونه په وازګه باندې غټ شوى دى.
28هغوئ به په تباه شوى ښارونو کښې ژوند تېروى، او په داسې کورَنو کښې چې په هغې کښې هيڅ څوک هم نۀ اوسيږى، داسې کورونه چې په راغورزېدو بدل وى،
29هغوئ به نۀ مالداره کيږى او د هغوئ مال دولت به نۀ پاتې کيږى، او هغوئ به د زمکې د مخ نه ورک شى.
30هغوئ به د تيارې نه ونۀ تښتى، لمبې به د هغوئ څانګې وسوزوى، او د هغوئ ژوند به داسې ختم شى لکه چې هوا د ګلونو غوټۍ ختموى.
31هغوئ دې نور خپل ځان په فانى مالدارۍ باندې نۀ دوکه کوى، ځکه چې هغوئ به تش لاس پاتې شى.
32د ونو په شان، چې کله دا ښې شنې وى نو ووهلے شى، او د دې څانګې بيا هيڅکله شنې نۀ شى.
33او د هغوئ انګور چې لا کچه وى نو وبه غورزيږى، او د زيتُونو د ونو په شان به خپلې د ګلونو غوټۍ ضائع کړى.
34ځکه چې د خُدائ پاک نه د منکرو خلقو اولاد به نۀ وى، او څوک چې د رشوت سره مينه کوى نو اور به د هغوئ کورونه سوزوى.
35داسې خلق نورو ته د نقصان رسولو په سوچ کښې وى، هغوئ شېطانى کوى او د هغوئ زړونه د دوکې نه ډک وى.“