Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1يو فانى انسان، د مور د خېټې نه پېدا، د يو څو ورځو مېلمه او د تکليفونو نه ډک،
2د يو ګل په شان راوټوکيږى او مړاوے شى، هغه د سورى په شان منډه وهى زر زر ختميږى.
3تۀ په يو کمزورى مخلوق باندې نظر ساتې؟ او تۀ ما سره عدالت کوې؟
4د يو ناپاک څيز نه څوک پاک څيز راويستلے شى؟ دا کار هيڅ څوک هم نۀ شى کولے.
5ځکه چې د هغوئ د عُمر حد مقرر دے، او د هغوئ د مياشتو شمېر تا ته معلوم دے، او دا تا مقررې کړې دى او دا نۀ شى بدلېدلے،
6نو مونږ پرېږده چې آرام وکړُو. مونږ د مزدورانو په شان يُو او مونږ پرېږده چې خپل کار په خېر ختم کړُو.
7کۀ يوه ونه هم راوغورزولے شى، نو امکان شته دا به بيا راوشى، او د دې شنۀ کېدل به نۀ ختميږى.
8اګر چې د دې جرړې په زمکه کښې زړيږى، او د دې مونډ په زمکه کښې ورَستيږى،
9خو يو څاڅکى اوبو سره به دا بيا را شنه شى، او د يوې نوې ونې په شان به دا بيا څانګې ونيسى.
10خو چې انسان مړ شى نو طاقت يې ختم شى، چې انسان ساه ورکړى نو بيا چرته وى؟
11لکه څنګه چې د يو ډنډ اوبۀ کميږى، او په سيند کښې اوبۀ اوچيږى،
12نو انسان په قبر کښې څملى او بيا نۀ راپاڅى، چې ترڅو پورې آسمانونه ختم شوى نۀ وى، نو هغوئ به د خپل خوب نه نۀ راپاڅى.
13کاش، چې تا زۀ په قبر کښې پټ کړے وے، او چې تر هغې پورې دې زۀ فنا کړے وے چې ستا غصه تېره شوے وے، او يا دې يو وخت مقرر کړے وے چې زۀ دې راپه ياد شوے وے.
14چې انسان ختم شى، نو هغه بيا ژوندے کېدے شى څۀ؟ زۀ به زما د سخت محنت په دې ټولو ورځو کښې اِنتظار کوم تر هغې پورې چې زما تکليف ختم شى.
15تۀ به ما ته آواز وکړې او زۀ به جواب درکړم، تۀ به د هغه مخلوق ارمان وکړې چې تا پېدا کړى دى.
16بيا به تۀ زما په هر قدم باندې نظر ساتې، خو زما د ګناهونو حساب به نۀ کوې.
17زما ګناهونه به په يوه بوجۍ کښې بند شوې وى، او تۀ به زما ټولې غلطيانې پټې کړې.
18خو غر راوغورزيږى او ټوټې ټوټې شى، او غټ غټ کاڼى د خپل ځائ نه وخوځيږى،
19اوبۀ کاڼى مږى، او سېلاب د زمکې خاوره اوړى، نو داسې تۀ د انسان اُميد تباه کوې.
20تۀ په هغوئ باندې تل غالب يې او هغوئ ختميږى، تۀ د هغوئ شکلونه بدلوې او د مرګ په طرف يې بوځې.
21کۀ د هغۀ بچو ته عزت مِلاو شى، نو هغۀ ته پته نۀ لګى، او کۀ د هغۀ د بچو سپکاوے وشى نو هم هغۀ ته پته نۀ لګى.
22هغۀ ته صِرف د خپل بدن درد محسوسيږى، او هغه صرف په خپل غم کښې آخته وى.“