Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1مګوره، زما سترګو دا هر څۀ ليدلى دى، او زما غوږُونو دا اورېدلى دى او پوهه شوے يم.
2چې تا ته د څۀ پته ده نو ما ته هم د هغې پته ده، زۀ تا نه څۀ کم نۀ يم.
3خو زۀ به د قادر خُدائ سره خبره وکړم، او زۀ غواړم چې هغۀ ته خپل ځان بېګناه ثابت کړم.
4د حقيقت پټولو دپاره تاسو دروغ وايئ، او تاسو د بېکاره طبيبانو په شان يئ.
5مړه کۀ تاسو خولې بندې کړئ، نو دا به ستاسو عقلمندى وى.
6اوس تاسو زما بحث واورئ، او زما زارۍ واورئ.
7تاسو هغه څۀ وايئ څۀ چې خُدائ پاک نۀ دى وئيلى، او تاسو د هغۀ د خاطره د دوکې خبرې کوئ څۀ؟
8تاسو به د هغۀ طرفدارى کوئ څۀ، تاسو به د خُدائ پاک صفائى کوئ څۀ؟
9دا به ستاسو دپاره ښۀ وى څۀ چې هغه ستاسو آزمېښت وکړى؟ يا تاسو هغه داسې دوکه کولے شئ، لکه چې تاسو نور کسان دوکه کوئ؟
10هغه به بېشکه تاسو ورَټى کۀ تاسو په پټه طرفدارى وکړئ.
11د هغۀ د شان نه به تاسو يرېږئ نه څۀ، او د هغۀ يره به په تاسو باندې غالبه نۀ شى؟
12ستاسو قيصې او متلونه د ايرو په شان بېکاره دى، او ستاسو خبرې د خټې د لوښو په شان کچه دى.
13تاسو غلى شئ او ما له د خبرو کولو موقع راکړئ، نو چې څۀ کيږى هغه دې په ما وشى.
14زۀ به خپل ژوند په خطره کښې واچوم، او د خپل زړۀ خبره به وکړم.
15کۀ هغه ما وژنى هم خو زۀ به په هغۀ توکل کوم، او زۀ به د هغۀ په مخکښې خپله دفاع کوم.
16او داسې به زۀ بچ شم ځکه چې زۀ څۀ کافر خو نۀ يم کۀ زۀ وم نو بيا به زۀ د هغۀ په مخکښې نۀ شوم ودرېدے.
17زما خبره په غور سره واورئ، او تاسو ما ته غوږ ونيسئ.
18ګورئ، ما د خپلې خبرې تيارے کړے دے، ما ته پته ده چې زۀ به بېګناه ثابت شم.
19څوک ما سره په دې باندې بحث کولے شى؟ کۀ څوک ما غلط ثابت کړى نو زۀ به خاموش شم او مړ به شم.
20اے خُدايه، ما له صِرف دوه څيزونه راکړه، نو بيا به زۀ خپل ځان ستا نه نۀ پټوم.
21خپله سزا زما نه لرې کړه، او په خپله يره باندې ما مۀ يروه.
22بيا ما ته آواز وکړه او زۀ به جواب درکړم، يا ما له اجازت راکړه چې خبرې وکړم او تۀ ما له د هغې جواب راکړه.
23زما غلطيانې او زما ګناهونه څومره دى؟ ما ته زما بغاوت او زما ګناه وښايه.
24تۀ خپل مخ ولې پټوې، او تۀ ما خپل دشمن ولې ګڼې؟
25زۀ خو هيڅ هم نۀ يم، نو تۀ ما ولې يروې؟ زۀ خو داسې يم لکه چې په هوا کښې پاڼې خوَزى دوړې الوځى.
26ځکه چې تۀ زما خِلاف ترخې خبرې ليکې، او تۀ ما له د ځوانۍ د ګناه سزا راکوې.
27تۀ زما پښې په زولنو کښې تړې، او تۀ زما په ټول چال چلن نظر ساتې، او زما د پښو چاپونه هم معلوموې.
28زۀ د سخا څيزونو په شان خراب شوے يم، د هغه جامو په شان چې چينجو خوړلې وى.