Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1تنو ايُوب جواب ورکړو،
2”په دې کښې هيڅ شک نشته چې تاسو په هر څۀ پوهېږئ، او چې کله تاسو مرئ نو ستاسو پوهه به تاسو سره ختمه شى.
3خو زۀ هم ستاسو په شان پوهه لرم، زۀ ستاسو نه کم نۀ يم، چې تاسو څۀ وايئ نو په دې باندې هر څوک پوهيږى.
4زۀ د خپلو دوستانو دپاره يوه مسخره يم، زۀ چې خُدائ پاک ته آواز کوم نو هغه زما آواز اورى، زۀ يو داسې سړے يم چې صادق او بېداغه يم، خو زۀ مسخره جوړ شوے يم.
5کوم خلق چې په آرام وى نو هغوئ په هغه چا پورې خندا کوى چې څوک په تکليف کښې دى، او هغه خلقو له ديکه ورکوى د چا چې پښې ښوئيږى.
6د ډاکوانو کورونه په امن کښې وى، او چې څوک خُدائ پاک راپاروى نو هغه محفوظ وى، اګر چې هغوئ د خُدائ پاک په ځائ په خپل طاقت باندې بهروسه کوى.
7خو د ځناورو نه تپوس وکړئ او هغوئ به ستاسو رهنمائى وکړى، او په هوا کښې د مارغانو نه تپوس وکړئ، نو هغوئ به تاسو ته ښودنه وکړى،
8او د زمکې د بوټو نه تپوس وکړئ، نو دا به تاسو ته ښودنه وکړى، او د سمندر کبانو نه تپوس وکړئ نو هغه به تاسو ته دا بيان وکړى.
9ځکه چې هغوئ ټولو ته پته ده چې زما تکليف د مالِک خُدائ د طرف نه دے.
10د هغۀ په لاس کښې د هر ژوندى څيز ژوند دے او د هغۀ په لاس کښې د هر بشر ساه ده.
11ولې غوږونه د خبرو معائنه نۀ کوى لکه څنګه چې ژبه د خوراک خوند معلوموى؟
12ولې حِکمت د سپينږيرو سره نۀ وى څۀ؟ ولې زيات عُمر سره پوهه نۀ راځى څۀ؟
13حِکمت او طاقت د خُدائ پاک سره دى، د هغۀ سره رهنمائى او پوهه شته دے.
14چې هغه څۀ وران کړى نو هيڅ څوک يې بيا نۀ شى جوړولے، او چې هغه کوم سړے قېدى کړى نو هغه خلاصېدلے نۀ شى.
15کۀ هغه باران ايسار کړى، نو زمکه به اوچه شى، کۀ هغه اوبۀ راپرېږدى، نو اوبۀ به زمکه تباه کړى.
16طاقت او حِکمت د هغۀ سره دے، دوکه خوړونکے او دوکه ورکوونکے د هغۀ د اختيار لاندې دى.
17هغه د مشرانو نه پوهه اخلى، او د قاضيانو نه کم عقلان جوړوى.
18هغه د بادشاهانو نه اختيار واخلى، او د هغوئ نه غلامان جوړ کړى.
19هغه اِمامان شړى او اختيار ترې اخلى، او هغه طاقتور لرې کوى چې ډېر وخت يې حکومت کړے وى.
20هغه اعتبارى مشيران غلى کړى، د مشرانو نه حِکمت يوسى.
21هغه شهزادګان سپک کړى، او هغه د زورَورو زور اوبۀ کوى.
22هغه د قبر تيارۀ لرې کوى، او هغه تکه توره تيارۀ په رڼا بدلوى.
23هغه قومونه تکړه کړى او بيا يې تباه کړى، هغه قومونه لوئ کړى او بيا يې پرېږدى.
24هغه د دُنيا د مشرانو نه پوهه ختموى، او پرې يې ږدى چې سرګردانه او پرېشانه ګرځى.
25هغه مشران په تيارۀ کښې د ړندو په شان سرګردانه ګرځى، او د شرابى په شان يې ځنګېدلے کړى.