Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1بيا ضوفر نعماتى جواب ورکړو،
2”د ډېرو خبرو جواب په کار نۀ دے څۀ؟ ولې يو سړے په ډېرو خبرو خپل ځان بېګناه ثابتولے شى څۀ؟
3ستا فالتو خبرې دې نور خلق غلى کړى څۀ؟ کله چې تۀ د چا سپکاوے کوې، نو څوک به تا ته ګوته نۀ نيسى څۀ؟
4ځکه چې تۀ وائې چې زما عقيده ټيک ده، او زۀ د خُدائ پاک په نظر کښې صفا يم،
5کاش چې خُدائ پاک کلام کړے وے، او هغۀ تا ته صفا وېنا کړے وے،
6او هغه به تا ته د حِکمت رازُونه وښائى. ځکه چې رښتينے حِکمت په ډېرو طريقو سره حاصليږى. نو بيا پوهه شه چې خُدائ پاک تا له د هغې نه کمه سزا درکوى چې څومره تۀ د ګناه په وجه حقدار يې.
7ولې تۀ د خُدائ پاک هغه پټې خبرې معلومولے شې؟ او يا تۀ د قادر خُدائ حد معلومولے شې څۀ؟
8دا حد د آسمان نه اوچت دے، تۀ څۀ کولے شې؟ او د مرګ د کندې نه ډُوب دے، تا ته څۀ پته ده؟
9د دې پېمانه د زمکې نه اوږده ده، او د سمندر نه پلنه ده.
10کۀ خُدائ پاک راشى او تا په قېدخانه کښې واچوى، او هغه د اِنصاف دپاره عدالت جوړ کړى، نو هغه څوک ايسارولے شى؟
11ځکه چې هغۀ ته پته ده چې څوک دوکه باز دے، او هغه يې د هرې ګناه نه خبر وى.
12خو يو کم عقل کس به په هغه وخت هوښيار شى، چې کله د يوې کوچاڼې نه يو انسان پېدا شى.
13کله چې ستا خپل زړۀ تيار شې، او لاسونه هغۀ ته اوچت کړې
14د ګناهونو نه ځان خلاص کړې، او بدعملى د خپل کور نه ختمه کړې،
15نو يقيناً به بيا تۀ خپل سر بغېر د څۀ شرم نه اوچت کړې، تۀ به په امن کښې يې او نور به نۀ يرېږې.
16تۀ به خپل غم هېر کړې، او داسې به دې هېر شى لکه چې بيا به دې هيڅ خيال کښې نۀ راځى.
17او ستا ژوند به د غرمې د نمر نه زيات روښانه وى، او تيارۀ به دې هم د سحر د رڼا په شان وى.
18او ستا به اعتماد پېدا شى، ځکه چې اُميد شته، او تۀ به بچ شې او په حِفاظت کښې به آرام کوې.
19تۀ به څملې او هيڅ څوک به تا نۀ يروى، ډېر خلق به ستا نه د مدد اُميد ساتى.
20خو د بد کاره خلقو سترګې به ړندې شى، او هغوئ به د تېښتې ټولې لارې خطا کړى، او هغوئ به صرف د مرګ په انتظار وى.“