Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1مزۀ د خپل ژوند نه نفرت کوم، زۀ به ډېر شکايتونه کوم، زۀ به په مايوسۍ کښې خبرې کوم.
2زۀ به خُدائ پاک ته ووايم چې ما مۀ رد کوه، او تۀ چې په ما کوم اِلزام لګوې نو د هغې نه ما خبر کړه.
3دا تا ته ښۀ ښکارى، چې ما په عذاب کړې، چې ما يعنې د خپلو لاسونو کار رد کړې او د بدکارو خلقو منصوبو ته ښۀ ووائې؟
4ولې ستا نظر د انسانانو په شان دے؟ تۀ د انسان په شان کتل کوې څۀ؟
5ستا عُمر زمونږ په شان لنډ دے څۀ؟ يا ستا کالونه د انسانانو د کالونو په شان دى څۀ؟
6چې تۀ زما غلطى معلوموې او زما ګناه لټوې،
7اګر چې تا ته پته ده چې زۀ بېګناه يم، او ستا د لاسونو نه مې هيڅ څوک نۀ شى بچ کولے.
8ستا لاسونو ما له صورت راکړو او جوړ يې کړم، او اوس مې بېخى تباه کوې.
9هغه راپه ياد کړه چې تا زۀ د خټو نه جوړ کړم، او اوس به تۀ ما بيا خاورې کوې؟
10تا زۀ د مور په خېټه کړم او زما وجود دې جوړ کړو.
11تا زۀ د غوښې او څرمنې نه جوړ کړم، او د هډُوکو او پټو په ذريعه دې يو ځائ وتړلم.
12تا ما له ژوند او نۀ ختمېدونکې مينه راکړې ده، او تا زما د ژوند ښۀ حِفاظت کړے دے.
13خو اوس ما ته پته ولګېده چې تا د ډېر وخت نه ما ته د نقصان دپاره پټه منصوبه جوړه کړې وه.
14کۀ زۀ ګناه وکړم نو تۀ ما وينې، او زما ګناه تۀ نۀ معاف کوې.
15کۀ زۀ بدکاره يم، نو ما غمژن کړه. او کۀ زۀ صادق يم، نو خپل سر نۀ شم اوچتولے، ځکه چې زۀ د شرم سره مخ شوے يم او په غمونو کښې ډوب يم.
16او کۀ زۀ خپل سر اوچتوم، نو تۀ د ازمرى په شان زما ښکار کوې، او خپل لوئ طاقت زما خِلاف استعمالوې.
17تۀ خپل ګواهان زما خِلاف بيا راتازه کړې، او خپله غصه زما خِلاف زياتوې، تۀ زما خِلاف تازه دم فوجيان رالېږې.
18تا زۀ د مور د خېټې نه ولې راوويستلم؟ کاش چې زۀ د خلقو د سترګو د ليدو نه مخکښې مړ شوے وے.
19ښۀ به دا وے چې د سره پېدا شوے نۀ وے او د مور د خېټې نه سيدها قبر ته تلے وے.
20زما ژوند لنډ نۀ دے څۀ؟ ما پرېږده نو چې داسې يو ساعت په آرام شم،
21خو چې زۀ لاړ شم او بيا هيڅکله راواپس نۀ شم، چې تور او د تکې تورې تيارې مُلک ته لاړ شم،
22د نيمې شپې په شان تيارۀ، د لانجو مُلک ته، چرته چې رڼا هم د تيارې په شان وى.“