Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1پنو ايُوب ورته په جواب کښې وفرمائيل،
2”په حقيقت کښې ما ته پته ده چې دا هم داسې ده، خو بنى آدم د خُدائ پاک په مخکښې څنګه صادق کېدے شى؟
3کۀ يو کس د هغۀ سره لانجه کول وغواړى، نو هيڅ څوک به د هغۀ د زرګونو سوالونو نه د يو جواب هم ورنۀ کړى.
4ځکه چې هغه زورَور او د حِکمت خاوند دے او څوک هم چې د هغۀ مخالفت کوى نو نقصان به اوچتوى.
5هغه ناڅاپه غرونه خوځوى، او په غصه کښې يې تباه کوى،
6څوک چې په زمکه زلزله راولى، او د دې بنيادونه خوځوى،
7کۀ هغه حُکم وکړى نو نمر به راونۀ خېژى، او ستورى به ونۀ ځليږى،
8چا چې يواځې آسمانونه خوارۀ کړى دى چا چې د سمندر چپې ايسارې کړې دى،
9چا چې ټول ستورى جوړ کړى دى، په دې کښې دب اکبر، جبار او ثريا او جنوبى ستورى هم شامل دى.
10څوک چې د عقل نه بهر لوئ لوئ کارونه کوى، او بېشمېره عجيبه عجيبه کارونه کوى.
11ګوره، هغه زما نه تېر شو، خو زۀ هغه نۀ وينم، هغه تېريږى، خو زۀ د هغۀ په تلو نۀ پوهېږم.
12چې هغه روح وباسى نو څوک يې منع کولے شى؟ څوک دا جرأت کولے شى چې ورته ووائى چې تۀ څۀ کوې؟
13خُدائ پاک به د خپلې غصې نه نۀ اوړى، هغۀ سمندرى بلاګانې هم د پښې لاندې چخڼى کړى دى.
14نو زۀ څوک يم چې هغۀ له جواب ورکړم، او زۀ څوک يم چې د هغۀ سره بحث وکړم؟
15اګر چې زۀ بېګناه يم او زۀ هغۀ له جواب نۀ شم ورکولے، زۀ خپل قاضى ته صِرف د رحم درخواست کولے شم.
16کۀ ما هغۀ ته آواز وکړو او هغۀ جواب راکړو، نو زما يقين نۀ دے چې هغه به زما فرياد واورى.
17ځکه چې هغۀ زۀ په طوفان وهلے يم، او هغه بار بار ما زخمى کوى،
18هغه به ما ساه اخستو ته پرې نۀ ږدى، خو زما ژوند به د غمونو نه ډک کړى.
19کۀ دا د زور خبره وى، نو هغه طاقتور دے. کۀ دا د اِنصاف خبره وى، نو هغه عدالت ته څوک راغوښتے شى؟
20اګر چې زۀ بېګناه يم، خو زما خپله خولۀ به ما مجرم کړى، اګر چې زۀ بېداغه يم، خو خپله خولۀ به ما ګناهګار ثابِتوى.
21زۀ بېداغه يم، زۀ خپل ځان هم نۀ پېژنم، زۀ خپل ژوند ته سپک ګورم.
22ګناهګار او بېګناه ټول د خُدائ پاک په نظر کښې يو شان دى نو ځکه زۀ وايم، هغه بېداغه او بدکاره دواړه تباه کوى.
23کله چې افت ناڅاپه مرګ راولى، نو هغه د بېګناه په غم پورې ټوقې کوى.
24ټوله دُنيا د بدکاره په لاس کښې ورکړے شوې ده، خُدائ پاک د قاضيانو سترګې پټوى، کۀ هغه دا نۀ کوى نو بيا يې څوک کوى، او دا څوک دے؟
25زما ژوند د منډه وهونکى نه تېز دے، دا په منډه روان دے او هيڅ خوشحالى ورته نۀ ملاويږى.
26زما ژوند د تېزې کشتۍ په شان روان دے، داسې لکه چې باز په ښکار باندې غوټه شى.
27کۀ اراده وکړم چې خپل شکايت پرېږدم، نو زۀ به خپل خفګان په خوشحالۍ بدل کړم،
28زۀ د خپلو ټولو تکليفونو نه يرېږم، ځکه چې زۀ په دې پوهيږم چې تاسو به ما بې ګناه ونۀ ګڼئ.
29چې زۀ مجرم ګڼلے شم، نو زۀ بيا بېفائدې خوارى ولې کوم؟
30کۀ زۀ خپل ځان په واوره ووينځم او خپل لاسونه په صابون پاک کړم،
31خو تۀ به ما يوې ګنده کندې ته وروغورزوې، او زما خپلې جامې به زما نه نفرت کوى.
32هغه زما په شان فانى انسان نۀ دے، نو ځکه نۀ ورسره بحث کولے شم او نۀ يې د جرګې ځائ ته بوتلے شم.
33زمونږ په مينځ کښې روغه کوونکے نشته، چې هغه زمونږ دواړو روغه جوړه وکړى.
34کۀ مينځګړے ما د خُدائ پاک د سزا نه بچ کړى نو زۀ به بيا په يره کښې ژوند نۀ تېروم.
35بيا به زۀ ډاډه خبرې کوم چې د هغۀ يره زما په زړۀ کښې نۀ وى خو چې ترڅو پورې دا يره وى نو زۀ نۀ شم کولے.