Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1بيا بِلداد شوحى ووئيل،
2”ترڅو پورې به تۀ دا خبرې کوې، او دا بک بک به جارى ساتې؟
3خُدائ پاک د اِنصاف نه نۀ اوړى. او د قادر خُدائ کارونه همېشه په حقه وى.
4کۀ ستاسو بچو د هغۀ خِلاف ګناه کړې وى، نو هغوئ ته به د هغې بدله مِلاو شوې وى.
5کۀ تۀ خُدائ پاک ولټوې او قادر خُدائ ته په دُعا کښې سوال وکړې،
6کۀ تۀ صفا او صادق يې، نو هغه به په خپله راپاڅى او هغه به تا له خپل صحيح مقام واپس درکړى.
7اګر چې ستا شروع معمولى شان وه، خو په مستقبل کښې به مالدار شې.
8معلوماتو دپاره مخکښېنو نسلونو نه تپوس وکړه، او د هغوئ چې کومې تجربې دى په هغې غور وکړه.
9ځکه چې مونږ پرون پېدا شوى يُو او مونږ ته هيڅ پته نۀ لګى، ځکه چې په زمکه باندې زمونږ وخت د سورى په شان روان دے.
10خو پرېږده چې هوښيار مشران درته ښودنه وکړى، او د هغوئ وېنا ته غوږ نيسه.
11چرته چې اوبۀ نۀ وى نو هلته لوخه نۀ را شنه کيږى، دا د اوبو نه بغېر نۀ کيږى.
12او دا لا شنه وى او رېبلے شوې نۀ وى، خو د نورو واښو نه زر وچيږى.
13نو چې څوک خُدائ پاک هېروى نو د هغوئ هم دغه لار ده، چې څوک د خُدائ نه منکر وى نو د هغوئ اُميد به ختم شى.
14د هغوئ ايمان نازک وى، د هغوئ يقين د جولا د جالې په شان وى.
15چې څوک په دې جاله يقين کوى نو هغوئ ته به دا جاله ټينګه نۀ شى، کۀ څوک ورپورې ځان وتړى، نو دا به يې برداشت نۀ کړى.
16منکر کسان داسې ښکارى چې په نمر کښې رازرغون وى، او د دې څانګې په باغ کښې خورې ورې وى.
17د هغوئ جرړې د کاڼو د ډېرى نه تاويږى، او دا کاڼى کلک نيسى.
18خو کۀ هغوئ د خپل ځائ نه لرې کړے شى، نو بيا به هغوئ اِنکار وکړى او وائى به چې ما تاسو کله هم نۀ يې ليدلے.
19ګوره، د هغوئ خوشحالى به د لږ وخت دپاره وى، خو نور بوټى راشنۀ شى او د دې ځائ ونيسى.
20ګوره، خُدائ پاک به يو بېداغه کس نۀ رد کوى، او نۀ به د بدعمله خلقو مدد وکړى.
21هغه به بيا هم تاسو له خوشحالى درکړى، او ستاسو خولې به د خندا نۀ ډکې کړى.
22چې څوک ستا نه نفرت کوى نو هغوئ به په شرمونو وشرميږى، او د بدکارانو کور به تباه شى.“۔