Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1نى آدم په دُنيا کښې سخت محنت نۀ کوى څۀ، او د هغوئ ژوند د مزدور په شان نۀ دے څۀ؟
2لکه چې غلامان د سورى په ارمان وى، او لکه مزدوران د خپلې تنخواه په طمع وى.
3په مياشتو مياشتو زما څۀ مقصد نشته، او د غم شپې ما له راکړے شوې دى.
4کله چې زۀ څملم نو وايم چې، زۀ به کله پاڅم؟ خو شپه اوږده وى، او تر سحر پورې په کټ کښې اوړم راوړم.
5زما بدن د دانو او چينجو نه ډک دے، زما څرمن سخا شى او بيا وشليږى.
6زما عُمر د سيلۍ په شان تېز روان دے، او په نااُميدۍ کښې ختميږى.
7ياد ساته چې زما ژوند صرف يوه ساه ده، او زما سترګې به بيا هيڅکله ښۀ ورځ ونۀ ګورى.
8تۀ ما اوس وينې خو بيا به مې ونۀ ګورې، تۀ به ما لټوې، خو زۀ به نۀ يم.
9لکه څنګه چې وريځ کمه شى او فنا شى، نو چې څوک لاندې قبر ته لاړ شى نو هغه ترې نه بيا هيڅکله نۀ شى راختلے،
10هغوئ بيا واپس خپلو کورونو ته نۀ شى راتلے، او هغوئ به هيڅکله نۀ ښکارى.
11نو په دې وجه زۀ به خپله خولۀ نۀ بندوم، زۀ به د خپل زړۀ د درد اظهار کوم، زما زړۀ د غصې نه تاو کړے دے.
12زۀ سمندرى بلا يم څۀ؟ چې ما د نظر لاندې ساتې؟
13زۀ د دې دپاره څملم چې آرام وکړم، د دې دپاره چې د درد نه خلاص شم.
14نو تۀ بيا ما په خوبونو کښې يروې او په تصور کښې مې يروې،
15نو زما دپاره د ساه بندېدل ښۀ دى، د داسې کړاؤ نه په مرګ خوشحال يم.
16زۀ د خپل ژوند نه نفرت کوم، زۀ به همېشه ژوندے نۀ يم. په دې لنډ تنګ ژوند کښې ما پرېږده.
17بنى آدم څۀ څيز دے، چې تۀ يې دومره خاص ګڼې، چې تۀ هغوئ ته دومره توجو ورکوې،
18هر سحر يې معائنه کوې، او هر وخت هغوئ معلوموې؟
19تۀ به ما له د يوې لحظې موقع رانۀ کړې چې ساه پکښې واخلم؟
20اے د بنيادمو ليدونکيه، کۀ زۀ ګناه کوم، نو په تا باندې څۀ اثر کوى؟ تا زۀ ولې په نښه کړے يم؟ زۀ په تا باندې بوج جوړ شوے يم څۀ؟
21تۀ زما غلطيانې ولې نۀ معاف کوې او زما ګناه ولې نۀ لرې کوې؟ زۀ به ډېر زر په لحد کښې پروت يم، تۀ به ما لټوې، خو زۀ به مړ يم.“