Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1ايُوب جواب ورکړو، ”کاش چې زما غم تللے شوے وے، او زما ټول مصيبتونه په تله کښې اچولے شوى وے.
3ځکه چې دا به د سمندر د شګو نه درانۀ وى، نو په دې وجه زما خبرې ګډې وډې وې.
4ځکه چې زۀ د قادر خُدائ په غشو باندې لګېدلے يم، د دې زهر زما په بدن کښې خوريږى، د خُدائ پاک افتونه په ما باندې راروان دى.
5ولې زۀ د شکايت کولو حق نۀ لرم؟ ولې ځنګلى خرونه او غوَيى آواز نۀ کوى څۀ چې کله هغوئ خوراک نۀ لرى؟
6چې څۀ څيز بېخونده وى نو هغه د مالګې نه بغېر خوړلے شى څۀ، يا د هګۍ په سپينو کښې څۀ مزه شته؟
7کله چې زۀ دې ته وګورم نو زما لوږه ختمه شى، په داسې خوراک زۀ بيمارېږم.
8کاش چې زما خواست منظور شى، او خُدائ پاک زما خواهش پوره کړى،
9زړۀ مې غواړى چې تباه مې کړى، او چې هغه خپل لاس راوږد کړى او ما ووژنى.
10دا به زما دپاره تسلى وى، زۀ به په بېرحمه درد کښې هم خوشحاله يم، ځکه چې ما به بيا هم د مقدسې هستۍ د خبرو نه اِنکار نۀ وى کړے.
11زما دومره طاقت نشته چې زۀ دا برداشت کړم، او چې زما څۀ اُميد نشته نو بيا زۀ ولې ژوندے يم؟
12زما طاقت لکه د کاڼو دے څۀ؟ زما بدن د اوسپنې نه جوړ دے څۀ؟
13په حقيقت کښې زۀ د خپل ځان سره د مدد کولو وس نۀ لرم، او خلاصون زما نه تلے دے.
14يو کس له په کار وى چې په خپل کمزورى دوست باندې رحم وکړى، خو تاسو سره د قادر خُدائ يره نۀ وى او په ما اِلزام لګوئ.
15زما وروڼو، تاسو ما سره د خوړ په شان دوکه بازى کوئ، چې کله باران نۀ وى نو دا اوچ شى.
16چې د ويلې شوې واورې د اوبو نه ډک وى،
17خو د ګرمۍ په وخت کښې دا اوبۀ اوچې شى، کله چې ګرمى شى، نو دا فنا شى.
18د اوبو لټولو دپاره قافلې خپلې لارې بدلې کړى، خو د څښلو دپاره اوبۀ نۀ وى، نو هغوئ مړۀ شى.
19د تيما قافلې دا اوبۀ لټوى، او د شيبا مسافر دا اُميد لرى چې اوبۀ به پېدا کړى.
20د قافلې يقين وى چې هغوئ به اوبۀ پېدا کړى، خو چې کله هلته ورسيږى نو هغوئ مايُوسه شى او اُميد يې ختم شى.
21اوس تاسو هم د دې اوچ خوړ په شان يئ چې بېکاره دے، تاسو زما مصيبت وليدلو او ويرېدئ.
22ولې ما وئيلى دى څۀ، چې ما له تُحفه راکړئ؟ يا مې د پېسو دپاره تا ته کله مِنت کړے دے څۀ؟
23يا دا چې د دشمن د لاس نه مې بچ کړئ؟ يا د ظالمانو نه مې خلاص کړئ؟
24ما ته وښايئ او زۀ به خاموش شم، ما پوهه کړئ چې زۀ څنګه په غلطه يم.
25رښتيا خبرې څومره د درد نه ډکې وى. خو ستاسو د دې بحث نه مطلب څۀ دے؟
26ستاسو خيال دا دے څۀ چې زما خبرې به صحيح کړئ، او د نا اُميده سړى خبرې بېمطلبه ګڼئ؟
27تاسو به يتيمان هم خرڅ کړئ، او تاسو به د خپل دوست په سر هم پېسې واخلئ.
28خو اوس ما ته وګورئ، ولې زۀ به تاسو ته دروغ وايم څۀ؟
29خپل سوچ بدل کړئ او بېاِنصافه مۀ جوړېږئ، داسې وګڼئ چې زۀ په حقه يم.
30ستاسو څۀ خيال دے زۀ دروغ وايم څۀ؟ ستاسو په خيال کښې زۀ په رښتيا او دروغو کښې فرق نۀ شم کولے؟