Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1آواز وکړه، داسې څوک شته چې تا له جواب درکړى؟ داسې يوه فرښته شته څۀ چې د هغې نه مدد وغواړې؟
2په حقيقت کښې نفرت کم عقل خلق وژنى، او حسد ساده خلق وژنى.
3ما دا ليدلى دى چې څۀ کم عقل خلق د لږ وخت دپاره کامياب وى، خو بيا ناڅاپه تباهى ورباندې راشى.
4د هغوئ د بچو دپاره به د پناه هيڅ امکان نۀ وى، او داسې به څوک نۀ وى چې په عدالت کښې يې خلاص کړى.
5اوږى خلق د کم عقلو فصلونه خورى، کۀ د هغۀ د پټو نه د حِفاظت دپاره ازغى هم تاو وى، لالچى خلق د هغوئ دولت ختم کړى.
6ځکه چې خفګان د زمکې نه نۀ راځى، او نۀ مصيبت د زمکې نه پېدا کيږى،
7خو انسانان د مصيبت دپاره داسې پېدا شوى دى لکه چې د اور بڅرکى بره الوځى.
8کۀ زۀ ستا په ځائ وے نو ما به خُدائ پاک لټولے، او خُدائ پاک ته به مې فرياد اورولے.
9هغه داسې لوئ لوئ کارونه کوى چې څوک ورباندې نۀ پوهيږى، هغه بېشمېره عجيبه کارونه کوى.
10هغه په زمکه باندې باران ورَوى او هغه پټو ته اوبۀ رالېږى،
11چې څوک غريب وى نو خُدائ پاک يې مالداره کړى، او چې څوک غمژن وى نو خوشحالى ورکړى.
12هغه د چالاکو منصوبې ګډې وډې کړى، نو داسې د هغوئ په لاس کښې هيڅ کاميابى نۀ راځى.
13هغه هوښيار د خپلې چالاکۍ په جال کښې راګېروى، او چالاک خلق زر فنا شى.
14د ورځې په وخت په هغوئ تيارۀ راشى او د غرمې په وخت داسې تيندکونه خورى لکه چې شپه وى.
15خو هغه ضرورتمند خلق د مرګ نه بچ کوى، او د زورَور د زور نه يې بچ کوى.
16نو چې غريبانان اُميد ولرى، او د بېاِنصافه خلقو خولې بندې کړے شى.
17چې خُدائ پاک څوک ټيک کړى نو هغوئ څومره خوشحاله وى، نو په دې وجه د قادر خُدائ تربيت ته سپک مۀ ګورئ.
18کۀ هغه زخمى کول کوى، نو هغه يې مرهم پټۍ هم کوى، کۀ هغه وهل کوى، نو د هغۀ لاسونه يې علاج هم کوى.
19هغه به تاسو د شپږو افتونو نه بچ کوى، او په اوؤم کښې به تاسو ته هيڅ نقصان نۀ رسيږى.
20په قحط کښې به هغه تاسو د مرګ نه په بيعه واخلى، او په جنګ کښې به مو د مرګ نه بچ کړى.
21تاسو به د سپکو خبرو نه بچ شئ، او چې کله تباهى راځى نو تاسو به نۀ يرېږئ.
22په تباهۍ او قحط پورې به تاسو خندا کوئ، او د زمکې د ځنګلى ځناورو نه به نۀ يرېږئ.
23تاسو چې کوم پټى کَرئ نو په هغې کښې به کاڼى نۀ وى، او ځنګلى ځناور به په تاسو حمله نۀ کوى.
24تاسو ته به پته ولګى چې ستاسو کور محفوظ دے، تاسو به وګورئ چې ستاسو د رَمو نه به هيڅ ورک نۀ وى.
25تاسو ته به پته ولګى چې ستاسو اولاد به ډېر وى، داسې بېشمېره لکه په زمکه چې واښۀ وى.
26تاسو به خپل قبر ته په بوډاتوب کښې ځئ، لکه چې د فصل ګېډۍ درمند ته په خپل موسم کښې راځى.
27ګوره، زمونږه چې د عمر په حقله کومه تجربه ده، دا حقيقت د��. دا نصيحت واوره او په دې باندې عمل وکړه.“