Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1بيا تيمانى اليفز په جواب کښې ووئيل،
2”کۀ څوک تا ته يوه خبره وکړى نو تۀ به خفه کېږې څۀ؟ خو د خبرو نه څوک ځان منع کولے شى؟
3ګوره، تا ډېرو خلقو ته ښودنه کړې ده، تا کمزورى لاسونه تکړه کړى دى.
4ستا ډاډګيرنې خلق په خپلو پښو ودرولى دى. کوم خلق چې په غورزېدو وُو هغوئ يې نېغ کړى دى.
5خو اوس مصيبت په تا باندې راغلے دے او تۀ وارخطا يې، چې دا تا له درنزدې شى نو تۀ پرېشانه شې.
6ستا اعتماد د خُدائ پاک يره نۀ ده څۀ، او ستا نېک عمل تا له اُميد نۀ درکوى؟
7اوس دا سوچ وکړه، داسې څوک شته چې بېګناه وى او تباه شى؟ او داسې څوک صادق شته چې تباه شوے وى؟
8چې څومره ما ته پته ده، چې چا دا بېاِنصافى کړې ده چې چا مصيبت کَرلے دے، نو هغۀ مصيبت رېبلے دے.
9د خُدائ پاک د ساه په ذريعه هغوئ سزا موندلې ده، او د هغۀ د غصې د زور په وجه هغوئ تباه شوى دى.
10بدعمله د ازمرى په شان غړمبيږى، خو خُدائ پاک هغوئ غلى کوى او غاښونه يې ماتوى.
11لکه چې تکړه ازمرے د ښکار د کمى په وجه هلاکيږى، او د دې واړۀ بچى خوارۀ وارۀ شى.
12اوس ما ته پټ پټ يو خبر راغلو، او زما غوږُونو ته د دې غلے شان آواز راغلو.
13په نيمه شپه ما يو يروونکے خوب وليدو، دا په هغه وخت وو چې خلق په دروند خوب اودۀ وُو،
14يره او لړزان په ما باندې راغلل، چې دې زما ټول بدن وخوځولو.
15يو روح زما په وړاندې تېر شو او زما په بدن وېښتۀ نېغ ودرېدل.
16هغه روح ولاړ وو، خو ما ته پته نشته چې دا څۀ وُو. زما د سترګو په وړاندې يو شکل وو، هر څۀ خاموش وُو، بيا ما يو آواز واورېدو،
17ولې انسان کولے شى چې د خُدائ پاک په وړاندې صادق شى څۀ؟ ولې انسان د خالِق نه زيات پاک کېدے شى څۀ؟
18تر دې پورې چې هغه په خپلو خِدمتګارانو باندې هم اعتماد نۀ کوى، او هغه د خپلو فرښتو کار ته هم غلط وائى،
19نو هغه به په انسان باندې څومره کم اعتماد وکړى څوک چې د خاورې نه جوړ وى. نو څوک چې د خاورى نه جوړ وى هغه به د پتنګ په شان په آسانۍ ذرې ذرې شى.
20سحر روغ وى او ماښام مړ شى. او څوک هم پرې خبر نۀ شى او د تل دپاره تباه شى.
21د هغوئ نه خپل ټول مال اخستے شوے دے، هغوئ په جاهليت مړۀ شى.