Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1د هغې نه پس ايُوب خبرې شروع کړې او چې په کومه ورځ باندې هغه پېدا شوے وو په هغې يې لعنت ووئيلو.
2ايُوب وفرمائيل،
3”هغه ورځ دې تباه شى چې په کومه ورځ باندې زۀ پېدا شوے وم او چې په کومه شپه زۀ د مور په ګېډه شوے وم نو هغه شپه دې لعنتى شى.
4هغه ورځ دې تکه توره شى. لوئ خُدائ پاک دې پرې نظر نۀ اچوى، او رڼا دې پرې نۀ راولى.
5توره دې شى او تکه توره تيارۀ دې پرې راشى. وريځې دې ورباندې پاتې شى، د هغه ورځې تيارۀ دې دا ويروى.
6تکه توره تيارۀ دې هغه شپه قابو کړى. هغه دې بيا هيڅکله د کال په ورځو کښې نۀ شى شمېرلے او په يوه مياشت کښې دې هم حِساب نۀ کړے شى.
7او هغه شپه دې شنډه شى، په هغه شپه کښې دې هيڅ خوشحالى نۀ وى.
8لعنت ويونکى دې هم په هغه ورځ لعنت ووائى، هغه څوک چې په سمندرى بلاګانو راويښولو کښې ماهِر وى.
9د دې د سحر ستورى دې تور شى، هغه دې د رڼا په طمع وى، خو مِلاو دې ورته نۀ شى، دا دې په سحر کښې د نمر شُغلې ونۀ وينى،
10لعنت دې وى په هغه شپه چې زما د مور حمل يې کېدو ته پرېښودو، او زۀ يې د دې ټولو مصيبتونو دپاره پېدا کړم.
11زۀ د پېدا کېدو په وخت ولې مړ نۀ شوم، او د زيږېدنې په وخت مردار ولې نۀ شوم؟
12زۀ ولې د مور په غېږ کښې وم، هغې ولې ما له سينه راکړې ده؟
13کۀ زۀ مړ وے نو خاموش به وے، زۀ به اودۀ وے، او زۀ به په آرام وے
14د دُنيا د بادشاهانو او وزيرانو سره چې هغوئ د خپل ځان دپاره محلونه جوړ کړى وُو او اوس ترې نه کنډرات جوړ دى،
15يا د شهزادګانو سره چې د هغوئ سره سرۀ زر وى، چې هغوئ خپل کورونه د سپينو زرو نه ډک کړى وُو.
16يا زۀ د مړ پېدا شوى ماشوم په شان ولې ښخ نۀ شوم، د هغه ماشوم په شان چې رڼا يې هيڅکله نۀ وى ليدلې؟
17چرته چې بدعمله خلق تکليف نۀ شى جوړولے، او ستړى خلق په آخر کښې آرام مومى.
18چرته چې قېديان هم په آرام وى، او هغوئ د ظالمانو آواز نۀ اورى.
19غټ او واړۀ هلته دى، او غلامان د خپلو نېکانو نه آزاد دى.
20چې څوک په مصيبت کښې وى هغه ولې ژوندى پرېږدى، او چې د چا ژوند د غمونو نه ډک وى نو هغۀ له ژوند ولې ورکوى؟
21چې څوک مرګ غواړى، هغۀ له نۀ راځى، هغوئ دا د پټې خزانې نه زيات لټوى،
22کله چې هغوئ مړۀ شى نو ډېر خوشحاله شى، او چې کله قبر له لاړ شى نو هغوئ خوشحاله شى.
23چې څوک لار نۀ شى ليدلے نو هغۀ له رڼا ولې ورکولے شى، څوک چې خُدائ پاک راګېر کړے وى.
24ځکه چې د روټۍ په ځائ ما ته اسويلى راځى، او زما فريادونه د اوبو په شان تويَولے شى.
25چې زۀ د څۀ نه يرېږم نو هغه په ما راځى، او چې د څۀ نه يرېږم نو هغه په ما راغورزيږى.
26زۀ په آرام نۀ يم او نۀ زۀ خاموش يم، زۀ پرېشانه يم، خو زما مصيبت نۀ ختميږى.“