Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1بيا ايُوب جواب ورکړو،
2”تۀ به تر کومې پورې ما له تکليف راکوې، او په خپلو خبرو به زما زړۀ غوڅوې؟
3تا لس ځلې زما بېعزتى کړې ده، تۀ چې ما له کوم تکليف راکوې په هغې تۀ شرمېږې نۀ څۀ؟
4او کۀ دا رښتيا هم وى چې ما غلطى کړې ده، نو ستا په کښې څۀ کار دے؟
5تۀ په خپل نظر کښې زما نه لوئ يې، زما تکليف د ګناه د ثبوت دپاره استعمالوې.
6نو بيا پوهه شه چې خُدائ پاک زۀ په غلطه کړے يم، او زما نه ګېرچاپېره يې جال خور کړے دے.
7ګوره، زۀ د فرياد چغې هم وهم، خو څوک ما له جواب نۀ شى راکولے، زۀ په زوره زوره چغې وهم، خو اِنصاف نشته.
8خُدائ پاک زما لارې بندې کړې دى او زۀ خوځېدے نۀ شم، او هغۀ زما په لار کښې تيارې جوړې کړې دى.
9هغۀ زما نه عزت اخستے دے، او زما د سر نه يې تاج اخوا کړے دے.
10هغه د هر طرف نه ما راغورزوى او زۀ ختم يم، هغۀ د ونې په شان زما د اُميد جرړې راويستلې دى.
11هغه زما خِلاف سخت غصه شوے دے، او هغه مې خپل دشمن ګڼى.
12د هغۀ فوجيان راغونډ شوى دى، هغوئ په ما باندې حملې دپاره لارې تيارې کړې دى. او زما د خېمې نه ګېرچاپېره يې خېمې لګولې دى.
13زما خپلوان ما نه ځان لرې ساتى، او زما دوستان زما خلاف شوى دى.
14زما خپلوانو او زما نزدې دوستانو زۀ پرېښے او هېر کړے يم،
15زما په کور کښې مېلمنو زۀ هېر کړے يم، زما وينځې ما پردے سړے ګڼى، زۀ د هغوئ په نظر کښې يو مسافر يم.
16زۀ چې خپل نوکر راوغواړم نو هغه ما له نۀ راځى، زۀ هغۀ ته سوال زارى کوم.
17زما د خولې بوئ هم زما په ښځه باندې بد لګى، زما خپل خاندان زما نه نفرت کوى.
18واړۀ ماشومان هم ما ته سپک ګورى، کله چې زۀ هغوئ سره خبرې کول غواړم نو هغوئ ما ته شا کړى.
19زما نزدې ملګرى زما نه نفرت کوى، او چې د چا سره ما مينه کوله نو هغوئ زما نه مخ اړولے دے.
20په ما کښې صرف هډوکى او څرمن پاتې دى او ډېر په مشکله د مرګ نه تښتېدلے يم.
21اے زما دوستانو، په ما باندې رحم وکړئ، په ما باندې رحم وکړئ، ځکه چې د خُدائ پاک ګزار زۀ وهلے يم.
22تاسو د خُدائ پاک په شان ولې ما پسې يئ، تاسو زۀ ښۀ نۀ يم کړولے څۀ؟
23کاش چې زما خبرې ليکلے شوے وے، کاش چې زما خبرې په يو کِتاب کښې بيان شوے وے.
24کاش چې د اوسپنې او د پيتلو د قلم سره دا خبرې په يو ګټ باندې د تل دپاره نقش شوے وے.
25زما يقين دے چې زما خلاصونکے ژوندے دے، او چې په آخر کښې به هغه د زمکې دپاسه ودريږى،
26او چې کله زما څرمن بلکل ختمه شى، نو بيا به زۀ په خپلو سترګو خُدائ پاک ووينم،
27زۀ به هغه په خپله وګورم، او زۀ به هغه په خپلو سترګو ووينم. ما سره صرف هم دغه فکر دے.
28ستا حق نۀ جوړيږى چې ما له تکليف راکوې، او وائې چې دا ستا خپله غلطى ده.
29د سزا نه پخپله يرېږه ځکه چې ستا رويه د سزا لائقه ده، او بيا به تا ته پته ولګى چې حساب کِتاب شته.“