Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1بيا ضوفر نعماتى ورته ووئيل،
2”زما زړۀ وائى چې جواب درکړم، ځکه چې ستا خبرو زۀ خفه کړے يم.
3تا چې څۀ وفرمائيل هغه زما بېعزتى ده، او زما زړۀ ما ته وائى چې جواب درکړم.
4تا ته د ډېر وخت نه د دې پته ده، د هغه وخت نه چې کله بنى آدم په زمکه پېدا شوے وو،
5د بدعمله کس کاميابى لنډه وى، او د خُدائ پاک نه منکرو خلقو خوشحالى د لږ وخت دپاره وى.
6کۀ هغوئ د آسمانونو پورې هم اوچت شوى وى، او د هغوئ سرونه وريځو ته رسېدلى وى،
7هغوئ به د خپلو متيازو په شان د تل دپاره ختم شى، چا چې هغوئ ليدلى وى نو هغوئ به ووائى چې څۀ شول؟
8هغوئ به د يو خوب په شان تېر شى او ورک به شى، هغوئ به د شپې د خوب په شان فنا شى.
9کومو خلقو چې هغوئ ليدلى وى نو هغه به يې نور ونۀ ګورى، او چې چرته اوسېدل نو د هغه ځائ خلق به يې ياد نۀ کړى.
10د هغوئ د اولاد نه به هغه مال دولت واپس لاړ شى، چې کوم يې د غريبانانو نه اخستے وى.
11هغوئ به په ځوانۍ کښې مړۀ شى او په خاورو کښې به ښخ شى.
12په بدعملۍ کښې خوند وى، او د دې خوند تر ډېر وخته پورې وى.
13او د خوږ څيز په شان يې په خولۀ کښې د ډېر وخت پورې ساتى،
14خو ناګهانه د هغوئ خوراک په خېټه کښې تريخ شى، او د دې نه دننه زهر جوړ شى.
15هغوئ مال دولت تېر کړى خو بيا يې اولټۍ کړى، خُدائ پاک د هغوئ دولت د هغوئ د خېټې نه واپس راوغورزوى.
16هغوئ به د مارانو زهر وخورى، او زهرژن مار به هغوئ ووژنى.
17هغوئ به سيندونه ونۀ ګورى، هغه نِهرونه چې شات او پئ په کښې بهيږى.
18د هغوئ ناجائزه ګټه به د هغوئ نه واپس وځى، او په مال دولت باندې به خوشحالى ونۀ کړى،
19ځکه چې هغوئ غريبانان وهلى دى او نهر يې پرېښى دى، او د هغوئ کورونه يې قبضه کړى دى کوم چې هغوئ نۀ دى جوړ کړى.
20د هغوئ د حرص ختمېدل نشته، چې په څۀ خوشحاليږى نو د هغې نه به ورسره هيڅ پاتې نۀ شى.
21هغوئ چې څۀ خورى نو د هغې نه هيڅ نۀ پاتې کيږى، نو په دې وجه د هغوئ مالدارى ختميږى.
22کله چې هغوئ ښۀ کامياب وى، نو د غم چپې به په هغوئ باندې راشى.
23چې کله هغوئ خپلې خېټې ډکې کړى نو خُدائ پاک دې په هغوئ باندې سخت قهر راولى، او دا قهر دې په هغوئ لکه د ږلۍ راوريږى.
24هغوئ به د اوسپنې د وسلې نه تښتى، خو د زېړو په غشى به هغوئ ولګى.
25هغه غشے د هغوئ د ملا نه وويستلے شى، او دا غشے په وينه سور وى، يره به په هغوئ باندې راشى.
26د هغوئ خزانه به په تکه توره تيارۀ کښې پټه شى، يو داسې اور به هغوئ تباه کړى چې هيچا بل کړے نۀ وى، او د هغوئ په کور کښې پاتې هر څۀ به تباه شى.
27آسمانونه به د هغوئ ګناه ښکاره کړى، او زمکه به د هغوئ خِلاف ګواهى ورکوى.
28يو سېلاب به د هغۀ کور يوسى، د خُدائ پاک قهر به په هغوئ سېلاب راولى.
29دا د خُدائ پاک د طرف نه د بدعمله کسانو اَنجام دے، دا د هغوئ هغه ميراث دے چې د خُدائ پاک د طرف نه يې فېصله شوې ده.“