Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1بيا ايُوب جواب ورکړو،
2”زما خبرې په غور سره واورئ، او دا دې تاسو له تسلى درکړى.
3ما پرېږدئ چې خبرې وکړم، او چې خبرې ختمې کړم نو بيا تاسو داړې چينګولے شئ.
4زما شکايت د خُدائ پاک نه دے د انسانانو نه نۀ دے. او د دې بېصبرۍ ما سره ښۀ سبب شته.
5ما ته وګورئ او حېران شئ، او ګوته په خولۀ کښې ونيسئ.
6کله چې زۀ په دې سوچ وکړم نو خفه شم، او زما په بدن لړزان راشى.
7بدعمله خلق ولې ژوندى وى، او پوخ عُمر ته ورسيږى او طاقتور شى؟
8د هغوئ بچى د هغوئ په وړاندې ودان شى، او د هغوئ نمسى د هغوئ په موجودګۍ کښې آباد شى.
9د هغوئ کورونه د يرې نه بچ وى، او خُدائ پاک هغوئ له سزا نۀ ورکوى.
10د هغوئ غوَيے په مال کولو کښې هيڅکله نۀ ناکامه کيږى، د هغوئ غوا بچى راوړى او يو هم نۀ ضائع کوى.
11د هغوئ ماشومان د رَمو په شان ګرځى، او د هغوئ بچى د خوشحالۍ نه ګډيږى.
12هغوئ د تمبل او د رڅپرکی سره سندرې وائى، او د شپېلۍ د آواز سره خوشحالى کوى.
13هغوئ په مالدارۍ کښې وخت تېروى، او په خېر سره قبر ته ځى.
14هغوئ خُدائ پاک ته وائى چې مونږ پرېږده. زمونږ زړۀ نۀ غواړى چې ستا تابعدارى وکړُو.
15قادر خُدائ څوک دے، چې مونږ د هغۀ خِدمت وکړُو؟ او مونږ ته به څۀ فائده راورسيږى چې مونږ هغۀ ته سوال وکړُو؟
16خو هغوئ په خپل محنت سره نۀ دى مالداره شوى، د بدعمله کسانو مشوره ما ته منظوره نۀ ده.
17د بدعمله خلقو ډيوه څو ځلې مړه کړے شوې وه؟ او څو ځلې په هغوئ باندې تباهى راغلې وه. خُدائ پاک څو ځلې په خپله غصه کښې سزا ورکوى؟
18هغوئ څو ځلې د هوا په مخکښې د خسڼى په شان شول، او څو ځلې د بوسو په شان طوفان يوړل؟
19تۀ وائې چې، خُدائ پاک د هغوئ په وجه د هغوئ بچو له سزا ورکوى. نو دا سزا دې هم هغوئ له ورکړے شى، چې پته ورته ولګى.
20هغوئ دې په خپلو سترګو خپله تباهى وګورى، او د قادر خُدائ غصه دې تېره کړى.
21دا ځکه چې کله هغوئ مړۀ شى نو دا فکر به ورسره نۀ وى چې په خاندان يې څۀ کيږى.
22څوک خُدائ پاک ته ښودنه کولے شى، هغه خُدائ پاک ته چې د غټو مرتبو لرونکو خلقو هم عدالت کوى؟
23څوک چې ښۀ په مالدارۍ کښې مړ شى، هغه په آرام او حِفاظت کښې وى،
24هغوئ ښۀ صحتمند وى، او ښۀ غټ او تکړه وى.
25بل کس په سخته غريبۍ کښې مړ شى، او هيڅکله يې ښۀ ورځ نۀ وى ليدلې.
26هغوئ ټول يو شان مرى او په خاورو کښې ښخيږى، او هغوئ ټول د چينجو خوراک شى.
27ګوره، ما ته ستا د سوچونو پته ده، او ما ته زما خِلاف ستا د منصوبو پته ده.
28تۀ به ما ته د مالدارو او بدعمله خلقو په حقله ووائى، د چا کورونه چې د هغوئ د ګناهونو په وجه تباه شوى دى.
29خو تاسو هلته د موجودو خل��و نه تپوس ونۀ کړو، او د هغوئ ګواهى مو ونۀ منله.
30چې بدعمله کسان د مصيبت په وخت کښې خلاص شى، او د قهر په ورځ بچ کيږى.
31څوک شته چې مخامخ ورباندې تنقيد وکړى، او چې د خپل عمل بدله ورکړى؟
32کله چې هغوئ قبرستان ته يوړلے شى، نو خلق به د هغوئ د قبر خيال ساتى.
33زرګونه کسان د هغوئ په جنازه کښې شريک شى، او د عزت سره خاورو ته وسپارلے شى.
34نو بيا به تۀ ما له په تشو خبرو باندې څنګه تسلى راکړې؟ ستا هر يو جواب د دروغو نه ډک دے.“