Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1بيا تيمانى اليفز جواب ورکړو،
2”بنى آدم خُدائ پاک له څۀ فائده ورکولے شى؟ د ټولو نه هوښيار کس هم د هغۀ مدد کولے شى څۀ؟
3د قادر خُدائ دپاره به څۀ خوشحالى وى کۀ تۀ صادق شې، کۀ ته خپل عملونه صفا کړې نو هغۀ له به څۀ فائده ورکړى؟
4چې تۀ پرهيزګار يې نو ځکه هغه په تا اِلزام لګوى او ولې ستا خِلاف د عدالت نه کار اخلى څۀ؟
5نه، هغه وجه ده چې ستا بدعملى زياته ده او ستا د ګناهونو ختمېدل نشته.
6لکه چې تا د خپلو وروڼو نه د قرض پېسې په زور اخستې دى، او تا د هغوئ نه جامې ويستې دى او بربنډ دې پرېښى دى.
7تا تږو کسانو له اوبۀ نۀ دى ورکړې، او تا د نهَرو کسانو نه روټۍ ايساره کړې ده.
8تا د خپل طاقت او حيثيت نه کار واخستلو او په ټول مُلک دې قبضه وکړه.
9تا کونډې تش لاس لېږلې دى، او يتيمان دې نااُميده کړى دى.
10نو په دې وجه ستا نه ګېرچاپېره دامونه دى، او يوه ناڅاپه يره به په تا باندې غالبه شى،
11يا يوه داسې تيارۀ چې تۀ نور هيڅ نۀ شې ليدلے، د اوبو يو سېلاب به تا پټ کړى.
12پاس په آسمانونو کښې خُدائ پاک نشته څۀ؟ پاس ستورى وګوره چې څومره اوچت دى.
13نو دا ځکه تۀ وائې چې تۀ څۀ کوې نو خُدائ پاک ته پته نۀ لګى، هغه په توره وريځ کښې پټ دے نو هغه څنګه عدالت کولے شى؟
14تکه توره وريځ د هغۀ نه تاو شى نو هغه کتل نۀ شى کولے، او هغه په عرش باندې مزل کوى.
15تۀ به په هغه زړو لارو ځې څۀ، چې په کومو باندې بدعمله کسان تلل؟
16د هغوئ دوران راتلو نه مخکښې سېلاب هغوئ لاهو کړل.
17هغوئ خُدائ پاک ته وئيلى وُو چې زمونږ نه قلار شه، او داسې يقين يې لرلو چې قادر خُدائ د هغوئ هيڅ هم نۀ شى کولے.
18خو بيا هم هغه خُدائ پاک وو چې دوئ يې مالداره کړل، نو ځکه زۀ د بدعمله خلقو په خيالونو هيڅ غرض نۀ ساتم.
19صادقان د بدعمله تباهى ګورى او خوشحاليږى، خو بېګناه کسان دوئ پورې خندا کوى.
20وائى چې زمونږ دشمنان څنګه تباه شوى دى، او چې د هغوئ څۀ پاتې وُو هغه اور تباه کړى دى.
21خُدائ پاک ته خپل ځان حواله کړئ، او د هغۀ سره روغه وکړئ، او ستاسو هر کار به سم وى.
22د هغۀ په تعليماتو عمل کوئ، او د هغۀ خبرې زړۀ ته کوزې کړئ.
23کۀ تاسو قادر خُدائ ته راواپس شئ، نو تاسو به په خپل ځائ باندې بيا ولګئ، کۀ تاسو د خپل ژوند نه بدى وباسئ،
24کۀ تاسو سرۀ زر خاورې وګڼئ، او د اوفير سوچه سرۀ زر د سيند د کاڼو په شان وګڼئ،
25نو بيا قادر خُدائ په خپله ستاسو د سرو زرو په شان دے او هغه ستاسو قيمتى سپين زر دے.
26نو بيا به تاسو د قادر خُدائ سره خوشحاله اوسئ، او د زړۀ نه به هغۀ سره ملاقات کولے شئ.
27نو تاسو به هغۀ ته سوال وکړئ او هغه به ستاسو سوال قبول کړى، او تاسو به خپل قسمونه پوره ک��ئ.
28تاسو به په هر کار کښې کامياب يئ، او ستاسو لار به روښانه وى.
29کله چې خُدائ پاک خلق کمزورى کړى نو تۀ وائې دا ځکه چې هغوئ مغروره وُو، خو په اصل کښې خُدائ پاک خلق په دې طريقې سره بچ کوى.
30ځکه چې خُدائ پاک بېګناه خلق بچ کوى، کۀ چرې تۀ بېګناه يې نو هغه به تا هم بچ کړى.“