Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1تبيا ايُوب جواب ورکړو،
2”زما شکايت په دې وخت کښې هم سخت دے، زۀ سلګۍ وهم او خُدائ پاک بيا هم ما له سزا راکوى.
3کاش چې ما هغه موندلے شوے، نو زۀ به د هغۀ دربار ته تلے وم.
4زۀ به خپله مسئله هغۀ ته وړاندې کړم، او د هغۀ په حضور کښې به ټول عرضونه پېش کړم.
5چې هغه ما له څۀ جواب راکوى نو زۀ به ورته غوږ ونيسم، او چې څۀ راته وائى په هغې باندې به ځان پوهه کړم.
6د دومره لوئ طاقت سره به هغه زما مخالفت کوى څۀ؟ خو نه داسې نۀ ده، هغه به زما خبره په توجو سره واورى.
7يو نېک سړے د هغۀ سره د خبرو کولو حق لرى، او زما قاضى خُدائ پاک به مې د تل دپاره بېګناه وګرځوى.
8ګوره چې زۀ مخکښې ورشم نو هلته هم نۀ وى او کۀ شاته لاړ شم نو هلته هم نۀ وى،
9نۀ يې په ښى طرف موندے شم او نۀ يې په ګس طرف موندے شم.
10خو هغۀ ته د هغې لارې پته ده چې کومه ما اختيار کړې ده، او کله چې هغه ما وآزمائى نو زۀ به د سرو زرو په شان صفا يم.
11زۀ د هغۀ په نقشِ قدم روان وم، او زۀ هيڅکله د هغۀ د لارې نه نۀ يم اوړېدلے.
12زۀ تل د هغۀ په حُکمونو عمل کوم، ما د هغۀ کلام د خپل ضرورى خوراک نه هم زيات قيمتى ګڼلے دے.
13خو هغه بدلېدونکے نۀ دے، نو د هغۀ فېصله څوک بدلولے شى؟ چې د هغۀ څۀ رضا وى نو هم هغه کوى.
14هغه چې زما دپاره کومه منصوبه لرى نو هغه به پوره کوى، او هغه زما دپاره ډيرې منصوبې لرى.
15نو په دې وجه زۀ د هغۀ په حضور کښې يرېږم، کله چې زۀ په دې سوچ کوم نو په يره کښې راګېر شم.
16خُدائ پاک زۀ بېزړۀ کړے يم، او قادر خُدائ زۀ يرولے يم،
17خو زۀ په تيارۀ کښې راګېر يم، او تکه توره تيارۀ زما نه راتاو ده.