Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1قادر خُدائ د عدالت دپاره وخت ولې نۀ مقرروى؟ او د خُدائ پاک منونکى دا ولې نۀ ګورى چې هغه د ګناهګارانو عدالت کوى؟
2بدعمله کسان د حد د پولې کاڼى لرې کوى، هغوئ څاروى پټ کړى او د خپلو رَمو سره يې څروى.
3هغوئ د يتيم خر بوځى، او هغوئ د کونډې غوَيے په ضمانت کښې بوځى.
4هغوئ ضرورتمند د سړک نه ديکه کوى، او غريبانان دې ته مجبوروى چې ځان پټ کړى.
5غريبانان لکه د ځنګلى خرونو په شان په صحرا کښې خوراک لټوى، هغوئ د خپلو بچو دپاره په بل ځائ کښې خوراک نۀ شى پېدا کولے.
6هغوئ پردے پټے رېبى او هغوئ د بدعمله خلقو د انګورو په باغونو کښې پاتې شوى انګور راټولوى.
7په يخنۍ کښې هغوئ ټوله شپه بربنډ پراتۀ وى، او په ځان اچولو دپاره ورسره هيڅ هم نۀ وى.
8هغوئ په غرونو کښې په بارانونو سره لامدۀ وى، او په کاڼو کښې پناه اخلى.
9بدعمله خلق د کونډې ماشوم د تى نه په زور لرې کوى، او د غريب ماشوم په ضمانت کښې يوسى.
10غريبانان د جامو نه بغېر بربنډ ګرځى، او په نهَرو کولمو د خلقو رېبلے شوى ګېډى اوړى،
11د زيتُونو د ونو نه تېل وباسى خو د څَکلو اجازت ورته نۀ وى، هغوئ انګور نچوړوى خو په خپله تږى وى.
12چې څوک مرى د هغوئ فريادونه په ښار کښې اورېدے شى، او مالدار خلق چې غريبانانو سره کوم ظلم زياتے کوى نو خُدائ پاک ورته هيڅ توجو نۀ ورکوى.
13هلته هغه څوک دى کوم چې د رڼا خِلاف بغاوت کوى، او هغوئ د دې روښانه لارې نه خبر نۀ دى نو ځکه هغوئ بېلارې شى.
14قاتِل سحر وختى راپاڅى چې غريب او ضرورتمند ووژنى، او په تيارۀ کښې غلا کوى.
15زناکار هم د تيارې په اِنتظار کښې وى، خيال يې دا وى چې د هيچا به په ما باندې نظر نۀ وى، او هغه مخ پټوى چې څوک مې ونۀ پېژنى.
16د شپې په وخت کښې غلۀ د کورونو کنډرې کوى، او د ورځې خوبونه کوى، او رڼا ته نۀ راوځى.
17ځکه چې توره شپه د هغوئ دپاره سحر دے، او هغوئ د تورې تيارې د يرې سره عادت دى.
18هغوئ د اوبو په سر د زګ په شان فانى وى، د هغوئ په زمکه لعنت وئيلے شوے دے نو په دې وجه خلق د انګورو باغونو ته نۀ ځى.
19قبر ګناه ګار داسې غېبوى لکه چې اوچ کالى او ګرمى واوره غېبوى.
20د هغوئ خپله مور به هغوئ هېر کړى، او چينجو ته به هغوئ خواږۀ ښکاره شى، او نور به څوک هغوئ نۀ يادوى، نو بدعمله خلق داسې راپرېوځى لکه چې په طوفان کښې ونه راپرېوځى.
21هغوئ د بېاولاده مور سره ټګى کوى، او د کونډې سره ښۀ نۀ کوى.
22خو خُدائ پاک طاقتور خلق د خپل قوت سره برباد کړى، کېدے شى چې هغوئ د لږ وخت دپاره کامياب شى خو د هغوئ ژوند څۀ اعتبارى نۀ وى.
23کېدے شى چې هغه ورله امن ورکړى چې په حِفاظت سره ژوند تېروى، خو هغوئ د خُدائ پاک د نظر لاندې وى.
24د لږ وخت دپاره بدعمله مالداره وى، خو هغوئ بيا د واښو په شان اوچ شى، هغوئ د فصل د سرونو په شان پرې کړے شى.
25کۀ داسې نۀ وى نو څوک به ما دروغژن ثابت کړى، او چې ښکاره کړى چې زۀ څۀ وايم نو هغه تشې خبرې دى؟“