Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
6 verses
1بيا شوحى بِلداد جواب ورکړو،
2”اختيار او يره د خُدائ پاک سره دى، هغه په آسمانى بادشاهۍ کښې امن قائموى.
3د هغۀ آسمانى لښکر څوک شمارلے شى؟ د هغۀ رڼا په چا باندې نۀ ځليږى؟
4نو بنى آدم د خُدائ پاک په مخکښې څنګه صادق کېدے شى؟ څوک چې د مور نه پېدا شوے وى نو هغه کس څنګه صفا کېدے شى؟
5ګوره، د هغۀ په وړاندې ځلېدونکى سپوږمۍ او ستورى هيڅ هم نۀ دى.
6نو بيا انسان څۀ څيز دے يو مېږے کۀ يا يو چينجے؟ د خُدائ پاک په نظر کښې د يو انسان څۀ اهميت دے؟“