Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
14 verses
1بيا ايُوب جواب ورکړو،
2”تا د هغه چا مدد څنګه وکړو چې هيڅ طاقت يې نۀ وو. تا هغه کس څنګه بچ کړو چې هيڅ زور يې نۀ وو.
3تا يو کم عقل کس له څنګه مشوره ورکړه، او نصيحت دې ورته وکړو.
4ستا څۀ خيال دے چې څوک به ستا خبرې اورى، او تا ته دا خبرې چا ښودلى دى؟“
5”د زمکې لاندې په اوبو کښې د مړو روحونه لړزيږى.
6د مړو دُنيا خُدائ پاک ته ښکاره ده، او د تباهۍ ځائ پټ نۀ دے.
7خُدائ پاک آسمان خور کړے دے، او زمکه يې بغېر د څۀ څيز نه راځوړنده کړې ده.
8هغه اوبۀ په خپله ټينګه وريځ کښې راغونډوى، او وريځ د دروند والى په وجه نۀ شليږى.
9هغه د سپوږمۍ مخ پټوى، او په دې باندې د هغۀ وريځې خوَرې شى.
10هغۀ د اوبو دپاسه د آسمان لمن جوړه کړه، هغۀ د رڼا او تيارې په مينځ کښې حد مقرر کړو.
11د آسمان بنيادونه ولړزيږى، او دا د هغۀ په رټنه باندې ودرزيږى.
12د خپل طاقت په ذريعه هغۀ سمندر قلار کړو، او د خپلې پوهې په ذريعه يې سمندرى بلا تباه کړه.
13د هغۀ د ساه په ذريعه آسمان ښائسته شو، او د هغۀ لاس تښتېدونکې بلا وشلوله.
14دا د هغۀ د طاقت معمولى کارنامې دى، دا د يو معمولى آواز په شان دے چې مونږ اورېدلے وى. خو داسې څوک شته چې ورته د هغۀ د دروند آواز د زور پته لګى؟“