Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1ايُوب خپله خبره جارى وساتله،
2”زۀ په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم، چا چې زما حقُونه اخستى دى، او هغه قادر خُدائ چا چې زما ژوند تريخ کړے دے،
3چې ترڅو پورې زۀ ژوندے يم او چې د خُدائ پاک روح په ما کښې وى،
4نو زما ژبه به غلطې خبرې ونۀ کړى، او زما ژبه به دروغ ونۀ وائى.
5زۀ به هيڅکله دا ونۀ وايم چې تۀ په حقه يې، ترڅو پورې چې مړ شوے نۀ يم نو صداقت به ما کښې وى.
6زۀ به دا دعوىٰ هيڅکله پرې نۀ ږدم چې زۀ بېګناه يم، ځکه چې ټول عُمر زما ضمير صفا دے.
7څوک چې زما مخالفت کوى يا ما سره جګړې کوى نو هغوئ ته دې د ګناهګارو او بدعملو په شان سزا مِلاو شى.
8ځکه چې د خُدائ نه د منکرو خلقو اُميد به څۀ وى چې کله هغوئ د ژوند نه لاس ووينځى، کله چې خُدائ پاک د هغوئ نه ژوند واخلى؟
9چې کله مصيبت په هغوئ باندې راشى نو خُدائ پاک به د هغوئ ژړا اورى څۀ؟
10هغوئ به د قادر خُدائ سره خوشحاله شى څۀ؟ هغوئ به هر وخت خُدائ پاک ته آواز کولے شى څۀ؟
11زۀ به تا ته د خُدائ پاک د طاقت په حقله ښودنه وکړم، څۀ چې د قادر خُدائ سره وى نو زۀ به هغه نۀ پټوم.
12تاسو دا هر څۀ په خپله ليدلى دى، خو بيا هم تاسو ما ته دا فضول خبرې کوئ؟“
13”دا د خُدائ پاک سره د بدعمله کسانو برخه ده، او دا هغه ميراث دے چې ظالمانو ته د قادر خُدائ د طرف نه ملاويږى،
14کۀ د هغوئ اولاد ډېر هم وى، خو د هغوئ بچى به په جنګ کښې او د لوږې نه مړۀ شى.
15څوک چې پاتې وى نو هغوئ به په وبا مړۀ شى، او د هغوئ کونډې به هم په هغوئ باندې ژړا ونۀ کړى.
16هغوئ سره سپين زر د خاورو نه زيات دى، او بېحسابه جامې ورسره دى،
17هغوئ به دا رايوځائ کړى، خو نېکان به دا واغوندى، او بېګناه کسان به سپين زر په خپلو کښې تقسيم کړى.
18بدعمله کسان خپل کورونه د جالو په شان داسې کمزورى جوړوى، لکه چې څوکيداران څپر جوړوى.
19هغوئ به د دولت سره څملى، خو چې سترګې وغړوى، نو مال به يې ختم وى.
20يره د سېلاب په شان په هغوئ باندې غالبه شى، او د شپې طوفان يې يوسى.
21د نمرخاتۀ طرف هوا هغوئ اوچت کړى او هغوئ ختم شى، او دا هوا يې په مخه يوسى.
22دا په بېرحمۍ سره په هغوئ باندې راوغورزيږى، اګر چې هغوئ د تښتېدو پوره کوشش کوى.
23هوا په هغوئ پسې داسې شور جوړوى لکه چې سړے په چا پورې خندا کوى.“