Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1بېشکه چې د سپينو زرو يو کان وى، او د سرو زرو د صفا کولو دپاره يو ځائ وى.
2اوسپنه د زمکې نه راويستلے شى، او د کاڼو نه ويلې شوې تانبه راوځى.
3انسان په تيارۀ کښې رڼا ځلوى، او د دُنيا آخرى حد معلوموى، او د زمکې لاندې په تيارۀ کښې قيمتى کاڼى لټوى.
4هغوئ د انسان د اوسېدو نه لرې په زمکه کښې سورنګونه جوړوى، هغوئ په کان کښې په پړو باندې کوزيږى او خېژى.
5په دې زمکه پاس خوراک لوئيږى خو دا زمکه لاندې داسې ده لکه د اور.
6د دې زمکې په کاڼو کښې نيلم شته، او د دې په خاوره کښې سرۀ زر پراتۀ دى.
7د هغه خزانې لار يو ښکارى مارغۀ ته هم نۀ ده معلومه، او نۀ باز هغه ليدلې ده.
8ځنګلى ځناورو په هغې باندې قدم نۀ دے اېښے، او زمرے په هغې باندې تېر شوے نۀ دے.
9بنى آدم په سختو کاڼو کښې کار کوى، او د غرونو بېخونه اړَوى.
10هغوئ په کاڼو کښې سورنګونه جوړوى، او هغوئ قيمتى کاڼى پېدا کوى.
11هغوئ د دريابونو بېخونه لټوى، او هغوئ پټ څيزونه رڼا ته راوباسى.
12خو هغوئ ته پته نشته چې حِکمت به چرته ملاويږى؟ او د پوهې ځائ چرته دے؟
13بنى آدم د دې د قيمت نه خبر نۀ دے، او دا په دې دُنيا کښې نۀ ملاويږى.
14سمندر وائى چې دا په ما کښې نشته، او درياب وائى چې دا په ما کښې نشته.
15نۀ دا په سپينو زرو اخستلے شى، او نۀ دا په سرو زرو اخستلے شى.
16د اوفير سرۀ زر د دې قيمت نۀ شى پوره کولے، نۀ يې اونيکس کاڼى او نۀ يې نيلم کاڼى پوره کولے شى.
17سرۀ زر او قيمتى کاڼى د حِکمت برابر نۀ شى کېدے، او نۀ دا د سوچه سرو زرو په کالو باندې بدلولے شى.
18مرجان او بلور غمى هيڅ هم نۀ دى، د حِکمت قيمت د ملغلرو نه اوچت دے.
19د ايتهوپيا طوپاز د دې برابر نۀ دے، او نۀ سوچه سرۀ زر د دې قيمت پوره کولے شى.
20نو بيا حِکمت د کوم ځائ نه راځى؟ او د پوهې مقام چرته دے؟
21دا د ټول مخلوق د سترګو نه پناه دے، او د هوا د مارغانو نه پټ دے.
22په عالمِ ارواح کښې صرف د دې افواه اورېدلے شوې ده.
23صرف خُدائ پاک د حِکمت په طريقه پوهه دے، او هغۀ ته د دې د مقام پته ده.
24ځکه چې هغه ټولې دُنيا ته ګورى، او هغه د آسمانونو لاندې هر يو څيز وينى.
25کله چې هغۀ هوا ته طاقت ورکړو، او په وريځو کښې يې باران کېښودو،
26کله چې هغۀ د باران دپاره اصُول مقرر کړل، او د تندر دپاره يې يوه لاره مقرره کړه،
27بيا هغۀ حِکمت وليدو او د دې اندازه يې واخستله، هغۀ دا تيار کړو او ښۀ يې وکتلو.
28او هغۀ بنيادمو ته وفرمائيل، چې د مالِک خُدائ نه يره کښې حِکمت دے، او بدعملى پرېښودل عقلمندى ده.“