Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1اايُوب خپله خبره بيا شروع کړه او وې فرمائيل،
2”کاش چې تېر عُمر زما بيا راغلے وے، چې په کوم وخت کښې د خُدائ پاک په ما باندې نظر وو،
3هغۀ ما ته رڼا کړه کله چې زۀ په تيارۀ کښې ګرځېدم.
4کله چې زۀ په ځوانۍ کښې وم، او د خُدائ پاک د دوستۍ نظر زما په کور باندې وو،
5کله چې قادر خُدائ زما مل وو، او زما بچى زما نه ګېرچاپېره تاو وُو،
6کله چې ما کره پئ ډېر تېر وُو، او ما کره تېل د نِهرونو په شان بهېدل.
7کله چې زۀ د ښار دروازې ته تلم، او د جرګې په ځائ کښې به د عزتمندو مشرانو سره کښېناستم،
8نو ځوانان به پاڅېدل او لا به ړل، او بوډاګان به اوچت شول او وبه درېدل،
9مشران خلق به چپ شول، او په خپلو خُلو به يې لاسونه کېښودل.
10د خانانو آوازونه به غلى شول، او د هغوئ د خولې نه به يوه خبره هم نۀ وتله.
11هر چا به چې زما په حقله اورېدل نو هغوئ به زما صِفت کولو. چې هر چا به زۀ ليدلم نو هغوئ به زما ښۀ وئيل.
12کله به چې غريبانانو څۀ غوښتل نو ما به يې مدد کولو، او د حاجتمندو يتيمانانو مرسته به مې کوله.
13چې څوک به سخت غمژن وُو نو هغوئ به زما ښۀ وئيل، او زما په وجه به کونډو د خوشحالۍ سندرې وئيلې.
14ما د صداقت هر يو کار کولو، اِنصاف او صداقت د يوې چُوغې او د پټکى په شان وو.
15زۀ د ړندو دپاره سترګې وم، او د ګوډيانو دپاره پښې وم.
16زۀ د ضرورتمندو د پلار په شان وم، او د مسافرو مرسته به مې کوله.
17ما د ظالمانو ژامنې ماتې کړې، او د هغوئ نه مې مظلومان خلاص کړل.
18زما خيال دا وو چې ډېر عُمر به ژوندے يم او په آرام سره به په کور کښې مړ شم.
19زۀ د داسې ونې په شان وم چې جرړې يې اوبو ته رسېدلې وى او څانګې يې ټوله شپه په پرخه لامدې وى.
20خلقو به هر وخت زما صِفت کولو او زما په مټو به لا هم زور زياتېدو.
21هر چا به زما نصيحت اورېدو، او په خاموشۍ سره به زما د خبرې په انتظار کښې ناست وُو.
22کله چې ما خبرې وکړې نو هغوئ بيا څۀ ونۀ وئيل، او زما خبرې په هغوئ لکه د شاتو لګېدې.
23هغوئ زما د خبرو داسې اِنتظار کولو لکه چې د باران اِنتظار کوى، په هغوئ باندې زما خبرې د سپرلى د باران په شان لګېدې.
24کله چې هغوئ بېحوصلې وُو نو ما د هغوئ ډاډګيرنه کوله، او زما په وجه د هغوئ حوصله مضبوطه شوه.
25ما د مشر په شان هغوئ ته وښودل چې څۀ به کوى، زۀ د لښکر د بادشاه په شان د هغوئ سره اوسېدم، او غمژنو له مې تسلى ورکوله.