Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1اوس زما نه کشران هم په ما پورې خندا کوى، او دا هغه کشران دى چې د چا پلاران هم زما د رَمو د سپو برابر نۀ وو.
2د هغوئ طاقت به ما له څۀ فائده راکړى؟ د هغوئ ټول زور ختم شوے دے.
3هغوئ دومره غريبانان او اوږى وُو چې د شپې به يې په صحرا کښې د بوټو جرړې خوړلې.
4هغوئ د صحرا نه بوټى راويستى دى او خوړلى يې دى، د هغوئ خوراک د جاړو بوټو جرړې دى.
5هغوئ د معاشرې نه شړلے شوى دى، او خلق په هغوئ پسې داسې چغې وهى لکه چې دوئ غلۀ وى.
6هغوئ د اوچو شوو دريابونو په مېدانونو کښې ژوند تېروى، او د زمکې په غارونو او ګټو کښې اوسيږى.
7هغوئ د غنو بوټو لاندې غوريږى، او د جاړو بوټو لاندې به راغونډيږى.
8هغوئ بېغېرته او بېاصله دى، او د مُلک نه شړلے شوى دى.
9او اوس هغوئ په ما پورې په سندرو کښې خندا کوى، زۀ د هغوئ په سندرو کښې سپک يادېږم.
10هغوئ زما نه نفرت کوى او هغوئ ما سره هيڅ تعلق نۀ لرى، او ښۀ په زړۀ ورتيا زما په مخ توکاڼى تُوکى.
11ځکه چې خُدائ پاک زۀ کمزورے او عاجز کړے يم، نو ځکه هغوئ زما ادب نۀ کوى.
12زما په مخکښې خلق راپاڅى او ومې غورزوى او زما په لار کښې دامونه اچوى.
13هغوئ زما لار بندوى، او هغوئ زما د تباه کولو دپاره هر څۀ کوى، هغوئ ته پته ده چې زما د تپوس کولو والا څوک نشته.
14هغوئ په ما باندې د هر طرف نه راشى، کله چې زۀ لاندې يم نو هغوئ په ما باندې راټوپ کړى.
15اوس زۀ په يره کښې اوسېږم، او زما عزت هوا اوړے دے، او زما مال دولت د وريځو په شان فنا شوے دے.
16او اوس زما روح زما نه وتلے دے، او د مصيبت په وخت کښې راګېر يم.
17شپه زما د هډُوکو دپاره د دردونو سبب ګرځى، او چې کوم درد ما خورى په هغې کښې هيڅ کمے نۀ راځى.
18خپل زورَور لاس سره خُدائ پاک زما جامې نيولې دى، هغۀ زۀ زما د چُوغې د غاړې نه نيولے يم.
19هغۀ زۀ خټو ته غورزولے يم، او زۀ د خاورو او ايرو په شان شوے يم.
20زۀ تا ته فرياد کوم او تۀ زما فرياد نۀ اورې، زۀ ستا په وړاندې ودرېږم خو تۀ ما ته ګورې قدرې هم نه.
21تا ما سره زياتے شروع کړے دے، او د خپل طاقت سره ما له تکليف راکوې.
22تا زۀ په هوا باندې اوچت کړے يم، او په طوفان کښې دې تباه کړے يم.
23ما ته پته ده چې تۀ به ما مرګ له بوځې، هغه کور ته کوم چې د ټولو ژوندو دپاره تيار شوے دے.
24څوک د ضرورتمندو خِلاف کار نۀ کوى، کله چې په يو مصيبت کښې هغوئ د مدد دپاره چغې وهى.
25څوک چې په تکليف کښې وُو ولې ما د هغوئ دپاره ژړا ونۀ کړه څۀ؟ او زما زړۀ په غريبانانو باندې خفه نۀ وو څۀ؟
26خو کله چې ما د ښۀوالى لټون وکړو، نو بدوالے راغلو، او کله چې ما د رڼا اِنتظار وکړو، نو تيارۀ راغله.
27زما زړۀ بېقراره او په تکليف دے، او سخت و��ت په ما باندې راغلے دے.
28زۀ په داسې تيارۀ کښې ګرځم چې رڼا نۀ وى، زۀ د خلقو په مخکښې ودرېږم او د مدد دپاره چغې وهم.
29زۀ د ګيدړانو ورور يم، او د ګونګا ملګرے يم.
30زما څرمن توره شى او وغورزيږى، او زما بدن د تبې په وجه سور وى.
31زما د رڅپرکی ساز په ژړا بدل شوے دے، او زما د شپېلۍ آواز د ژړا نه ډک دے.