Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
40 verses
1ما د خپل ځان سره يو لوظ کړے دے چې يوې پېغلې ته به هم په غلط نظر باندې نۀ ګورم.
2پاس په آسمان کښې خُدائ پاک به زما دپاره څۀ کوى، او په قادر خُدائ کښې به زما ميراث څۀ وى؟
3افت په ګناهګارو خلقو نۀ راغورزيږى څۀ، او مصيبت په هغه خلقو چې څوک بدعمله وى؟
4زۀ چې څۀ هم کوم نو هغۀ ته پته ده، او زما په هر قدم باندې يې نظر دے.
5ما کله چا ته دروغ وئيلى دى څۀ، او يا مې چا له دوکه ورکړې ده څۀ؟
6نو زۀ دې د اِنصاف په تله کښې وتللے شم، چې خُدائ پاک ته زما د صداقت پته ولګى.
7کۀ زما قدم د هغۀ د لارې نه اوړېدلے وى، او زما زړۀ زما د سترګو په خواهش پسې تلے وى، يا کۀ د څۀ بل څۀ ګناه شوى وى،
8نو ما پرېږده چې څۀ وکَرم او نور يې وخورى، او زما کَرلے فصل دې تباه شى.
9کۀ زۀ د ګاونډى په ښځه باندې مئين شم، او د هغې په دروازه کښې په طمع کښېنم،
10نو بيا دې زما ښځه د نورو دپاره مېچن وکړى، او پرېږده چې نور سړى د هغې سره څملى.
11ځکه چې دا به د شرم نه ډک کار وى، او دا به د سزا حقدار جرم وى،
12ځکه چې دا به د دوزخ په شان تباه کوونکے اور وى، او زما به هر څۀ تباه کړى.
13کۀ زما وينځې يا غلام ما ته شکايت کړے وى، او ما هغوئ سره اِنصاف نۀ وى کړے،
14نو بيا زۀ خُدائ پاک ته څنګه مخامخ کېدے شم؟ کله چې هغه حِساب کِتاب کوى نو زۀ څۀ جواب ورکړم؟
15هغه خُدائ پاک چې زۀ يې پېدا کړے يم، زما نوکران يې هم پېدا کړى دى.
16ما کله هم د غريبانانو مدد نۀ دے پرېښے، او نۀ مې کونډې مايُوسه کړې دى،
17يا مې په روټۍ کښې د شومتوب نه کار اخستے وى، او دا مې يتيمانانو له نۀ وى ورکړې
18ځکه چې د ځوانۍ نه ما د يتيمانانو خيال لکه د يو پلار په شان ساتلے دے، او ټول عُمر مې په کونډو پام کړے دے.
19کۀ ما څوک په تکليف کښې ليدلے وى چې جامې يې نۀ وى، يا دومره غريب وى چې جامې نۀ شى اخستے،
20نو ما ورله د کپړو دپاره د خپلو ګډو وړئ ورکړې ده چې ځان په کښې ګرم کړى، او هغوئ زما شکريه ادا کړې ده.
21کۀ ما د يتيمانانو خِلاف خپل لاس اوچت کړے وى، ځکه چې ما ته پته وه چې په عدالت کښې زما ملګرى شته دے،
22نو زما لاسونه دې مات شى، او زما د تن نه دې پرې کړے شى.
23ځکه چې زۀ د خُدائ پاک د مصيبت نه په يره کښې وم، او زۀ د هغۀ د شان او شوکت په وړاندې نۀ شوم ودرېدلے.
24کۀ ما په سرو زرو يقين کړے وے، يا مې په سوچه سرو زرو باندې اعتبار کړے وے،
25کۀ ما د خپل مال دولت په وجه خوشحالى کړے وے، يا چې ما سره ډېر څۀ دى،
26کۀ ما په هغه وخت کښې نمر ته کتلے په کوم وخت کښې چې دا ځلېدو، يا مې سپوږمۍ ته کتلے چې د شان او شوکت سره روانه وى،
27او کۀ زما زړۀ په پټه د دې عبادت شروع کړے وے، او د دُعا دپاره مې ورته لاسونه اوچت کړے وے،
28دا به يو غلطى وے او قاضيانو به د دې په وجه سزا راکړے وے، ځکه چې زۀ به د خُدائ تعالىٰ مجرم وے.
29کۀ زۀ د هغه خلقو په تباهۍ باندې خوشحاله وے چا چې زما نه نفرت کولو، يا مې په هغه وخت کښې خوشحالى کولے چې بدعملى په هغوئ باندې غالِبه شوې وه،
30ما په خپله خولۀ باندې داسې ګناه نۀ ده کړې چې هغوئ ته مې د مرګ ښېرې کړے وے.
31زما په خاندان کښې هر يو کس ته پته ده، چې زما کور ته څوک هم راغلى دى نو د هغوئ ښۀ مېلمستيا شوې ده.
32ما په پردو خلقو هيڅکله بېغورى نۀ ده کړې چې هغوئ په کوڅه کښې شپه تېره کړى، او ما مسافرو ته خپلې دروازې کولاو ساتلې دى.
33کۀ ما خپله ګناه د نورو خلقو په شان پټه کړې وې، او غلطى مې په خپل زړۀ کښې پټه ساتلې وې،
34ځکه چې زۀ د ګڼې نه يا د خلقو د بېعزتۍ نه يرېدلے يم، چې غلے پاتې يم او د کور نه نۀ يم وتلے،
35نو اے کاش چې ما ته چا غوږ نيولے وے. زۀ ليکلى درکوم چې هره يوه خبره رښتيا ده. او قادر خُدائ دې زما فرياد واورى، او زما مخالفين دې ليکلے اِلزام راوړى چې زۀ يې وګورم.
36بېشکه زۀ به په فخر سره د اِلزام مقابله وکړم او زۀ به دا د تاج په شان په سر کړم.
37زۀ به هغۀ له د خپل عمل حِساب کِتاب ورکړم، او د هغۀ په حضور کښې به زړَور ولاړ يم.
38کۀ ما هغه زمکه قبضه کړې وى چې کومه زۀ کرَم او دا مې د خپل اصلى مالِک نه اخستې وى،
39کۀ د دې پېداوار ما بغېر د پېسو نه خوړلے وى، او کۀ ما د دې مالِکان وژلى وى،
40نو پرېږده چې د غنمو په ځائ ازغى وشى، او د اوربشو په ځائ دې ګنده واښۀ وشى.“ د ايُوب خبرې ختمې شوې.