Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1نو دې درېو کسانو ايُوب له نور جواب ورنۀ کړو، ځکه چې ايُوب پخپله په خپل خيال کښې بېګناه وو.
2نو بيا د رام د خاندان د بوزى براکيل زوئ اليهُو غصه شو. هغه ايُوب ته ځکه غصه شو چې ايُوب خپل ځان صحيح ګڼلو او په خُدائ پاک يې اِلزام لګولو.
3هغه د ايُوب درېو ملګرو ته هم غصه وو ځکه چې هغوئ ايُوب له جواب نۀ شو ورکولے او داسې ښکارېده چې خُدائ پاک په غلطه دے.
4نو اليهُو د ايُوب سره د خبرو کولو دپاره د نورو کسانو انتظار کولو، ځکه چې هغوئ د هغۀ نه مشران وُو.
5خو چې کله اليهُو ته پته ولګېده چې د هغه درېو کسانو سره څۀ جواب نۀ وو، نو هغه غصه شو.
6د بوزى براکيل زوئ اليهُو ووئيل، ”زۀ زلمے يم، او تۀ بوډا يې، نو په دې وجه زۀ يرېدم چې تا د خپلې رايې نه خبر کړم.
7ما وئيل چې مشران دې خبره وکړى، ځکه چې عقل د عُمر سره راځى.
8دا د قادر خُدائ روح دے چې بنيادم له پوهه ورکوى.
9صِرف مشران هوښيار نۀ وى، کله کله مشران هم په اِنصاف باندې نۀ پوهيږى.
10نو ځکه زۀ وايم چې ما ته غوږ ونيسئ، ما پرېږدئ چې د خپلې رايې اظهار هم وکړم.
11ګوره، کله چې تا خبرې کولې نو ما څۀ نۀ وئيل، او ما ستا دليل ته غوږ نيولو، کله به چې تا سوچ کولو چې څۀ ووايم.
12ما تا ته توجو کوله، خو داسې هيڅ څوک نۀ وُو چې ايُوب يې غلط ثابت کړے وے، او په تاسو کښې داسې هيڅ څوک نۀ وُو چې د هغۀ د خبرې جواب يې ورکړے وے.
13نو بيا دا مۀ وايئ چې مونږ ته عقل مِلاو شوے دے، پرېږده چې د انسان په ځائ خُدائ پاک هغۀ له جواب ورکړى.
14ايُوب ما سره نۀ تاسو سره بحث کولو، خو زۀ به هغۀ له ستاسو په شان جواب نۀ ورکوم.
15تاسو غلى ناست يئ، تاسو سره بل جواب نشته، تاسو يوه خبره هم نۀ شئ کولے.
16کله چې تاسو خاموش يئ نو زۀ به هم خاموش يم؟ ځکه چې تاسو هلته ولاړ يئ او بله يوه خبره هم نۀ شئ کولے؟
17زۀ به هم خپل جواب ورکړم، زۀ به هم د خپلې رايې اظهار وکړم.
18ځکه چې ما سره خبرې ډېرې دى، په ما کښې چې کوم روح دے هغه ما مجبوروى.
19کۀ ما ته د خبرو کولو موقع مِلاو نۀ شى، نو زما برداشت ختم دے او زۀ به پړق وچوم.
20زۀ به خبرې کوم، چې ما ته آرام مِلاو شى، او زۀ به جواب درکړم.
21زۀ به د هيچا طرفدارى نۀ کوم او زۀ به د چا چاپلوسى نۀ کوم.
22ځکه چې زۀ په چاپلوسۍ نۀ پوهېږم، ګنې زما پېدا کوونکى به زر ختم کړے وم.