Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1نو اے ايُوبه، زما خبرې واوره، او زۀ چې څۀ وايم نو هغې ته متوجو شه.
2نو اوس چې ما خبرې شروع کړې، نو پرېږده چې زړۀ تش کړم.
3زما ټولې خبرې سپينې دى، او زۀ رښتيا رښتيا وايم.
4د خُدائ پاک روح زۀ جوړ کړے يم، او د قادر خُدائ ساه ما له ژوند راکړے دے.
5کۀ تا سره څۀ جواب وى نو ما له يې راکړه، د خبرې دپاره ځان تيار کړه او په هغې ټينګ ودرېږه.
6ګوره، زۀ هم د خُدائ پاک په نظر کښې ستا په شان يم، زۀ هم د خټې نه جوړ شوے وم.
7نو زما نه مۀ يرېږه، او زۀ به تا سره زياتے نۀ کوم.
8تا زما په مخکښې خبرې کړې دى، او ما ستا ټولې خبرې اورېدلې دى.
9تۀ وائې چې، ”زۀ صفا او بېګناه يم، زۀ معصُوم يم او په ما کښې هيڅ غلطى نشته.
10خو خُدائ پاک په ما کښې غلطى لټوى، هغه ما خپل دشمن ګڼى،
11هغه زما په پښو کښې زولنۍ اچوى، او زما په هر حرکت يې نظر دے.“
12خو په دې خبره کښې تۀ غلط يې. زۀ به تا ته ووايم چې ولې ځکه چې خُدائ پاک د انسان نه لوئ دے.
13تۀ په خُدائ پاک باندې اِلزام ولې لګوې، وائې چې هغه به زما د يوې خبرې جواب هم ونۀ کړى؟
14ځکه چې خُدائ پاک بار بار کلام کوى، خو خلق دې ته غوږ نۀ ږدى.
15کله چې بنى آدم په خوب اودۀ وى او هغه خوب وينى يا رويا وينى،
16نو خُدائ پاک به د هغوئ غوږونه کولاو کړى، او د خبردارى په ذريعه به هغوئ يروى،
17هغه يې د بدو عملونو نه راوګرځوى، او د غرور نه يې وساتى.
18هغه يې د مرګ نه بچ کوى، او د مرګ درياب د تېرېدو نه يې بچ کوى.
19خُدائ پاک د بيمارۍ په ذريعه د خلقو اصلاح کوى، او د هغوئ په بدنونو باندې درد راولى،
20نو د هغوئ لوږه ختمه شى، او مزېدار خوراک ته يې هم زړۀ نۀ کيږى.
21د هغوئ بدنونه ويلى شى، او دوه ګوتې مخ يې راوځى.
22هغوئ د مرګ په خولۀ ولاړ وى، او د مرګ فرښته د هغوئ انتظار کوى.
23خو کۀ د زرګونو فرښتو نه يوه فرښته راشى او چا ته صحيح لار وښائى نو دا بس دى،
24او هغه په هغه کس باندې مِهربانه شى او ووائى چې، هغه بچ کړه چې قبر ته لاړ نۀ شى، ځکه چې ما ته د هغۀ د ژوند قيمت مِلاو شوے دے.
25د هغۀ بدن دې د ځوانۍ په وجه تازه شى، په هغۀ دې د ځوانۍ ورځې بيا راشى.
26بيا هغه خُدائ پاک ته سوال وکړى او سوال يې قبول شى، هغه په خوشحالۍ سره د خُدائ پاک حضور ته راشى، او هغه يې بيا يو نېک سړے جوړ کړى.
27هغه به نورو کسانو ته وائى چې، ما ګناه کړې ده، او د نېکۍ په ځائ مې بدى کړې ده. او خُدائ پاک ما له د هغې سزا نۀ ده راکړې د څۀ چې زۀ لائق وم.
28خُدائ پاک زۀ د قبر نه بچ کړم، او زما ژوند به په رڼا کښې وى.
29بېشکه چې دا د خُدائ پاک کارونه دى، او د انسان دپاره يې بار بار کوى.
30هغه يې د قبر نه بچ کوى، او د ژوند په خوند يې پوهوى.
31ايُوبه، ما ته توجو شه او ما ته غوږ ونيسه، تۀ خاموش اوسه او زۀ به خبرې کوم.
32کۀ تۀ څۀ وائې، نو ووايه، زۀ غواړم چې تا بېګناه ثابت کړم.
33کۀ داسې نۀ وى، نو ما ته غوږ ونيسه، خاموش شه او زۀ به تا ته د عقل ښودنه وکړم.“