Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
37 verses
1انو اليهُو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل،
2”اے عقلمندو سړو، زما خبره واورئ، اے هوښيارانو ما ته غوږ ونيسئ،
3ځکه چې غوږونه خبرې داسې معلوموى لکه څنګه چې ژبه د خوراک په خوند پوهيږى.
4راځئ چې د دې پته ولګوو چې څۀ صحيح دى، راځئ چې ښۀ څيزونه زده کړُو.
5ځکه چې ايُوب وئيلى دى چې زۀ بېګناه يم، او خُدائ پاک زما سره اِنصاف نۀ کوى،
6زۀ بېګناه يم خو دروغژن ګڼلے شم، په ما کښې څۀ غلطى نشته، خو زما د زخم علاج نشته.
7د ايُوب په شان څوک شته، چې په چا کښې زره غوندې ادب هم نۀ وى؟
8چې هغه د بدعملو سره ملګرتيا کوى او د بدمعاشانو سره ګرځى.
9نو هغۀ دا هم وئيلى دى چې، ”د خُدائ پاک د راضى کولو څۀ فائده ده.“
10نو چې څوک عقل لرئ نو زما خبره واورئ، هر چا ته پته ده چې خُدائ پاک بدى نۀ کوى، او د قادر خُدائ دپاره ممکن نۀ دى چې هغه غلطى وکړى.
11ځکه چې هغه د عملونو په مطابق خلقو له بدله ورکوى، او هغه شان سلوک ورسره کوى چې څنګه يې حقدار وى.
12بېشکه، خُدائ پاک به بد عمل نۀ کوى، او قادر خُدائ د هيچا سره بېاِنصافى نۀ کوى.
13هغۀ له د زمکې اختيار چا ورکړے دے، او دا ټوله دُنيا په خپل ځائ چا لګولې ده؟
14کۀ خُدائ پاک د خلقو نه روح واخلى، او د ژوند ساه ترې نه واخلى،
15ټول انسانان به ختم شى، او ټول بنى آدم به خاورو ته واپس کيږى.
16کۀ تاسو پوهه لرئ، نو دا خبره واورئ، زۀ چې څۀ وايم نو هغې ته غوږ کېږدئ.
17چې خُدائ پاک پخپله اِنصاف نۀ کوى نو بيا هغه څنګه دُنيا چلولے شى؟ تاسو به هغه لويه هستى رد کوئ څوک چې صادق دے؟
18څوک چې بادشاه ته وائى چې تۀ بېکاره يې، او مشر ته وائى چې تۀ بدعمله يې،
19څوک چې د حکمرانانو طرفدارى نۀ کوى، او د مالدارو خلقو طرفدارى د غريبانانو نه زياته نۀ کوى، ځکه چې ټول هغۀ پېدا کړى دى.
20يو کس د شپې اچانک مړ کېدے شى، خُدائ پاک خلق ووهى او هغوئ هلاک شى، خُدائ پاک طاقتور خلق هم په آسانۍ سره وژلے شى.
21ځکه چې د هغۀ نظر د بنى آدم په عمل باندې دے، او هغه د هغوئ هر قدم ته ګورى.
22داسې تکه توره تيارۀ نشته چرته چې بدعمله خلق خپل ځانونه د هغۀ نه پټ کړى.
23مونږ وخت نۀ مقرروو چې کله به د خُدائ پاک په وړاندې د عدالت دپاره راځو.
24هغه د تپوس نه بغېر طاقتور راګزار کړى، او د هغوئ په ځائ کښې نور مقرر کړى.
25هغه د هغوئ په کارونو خبر دے، هغه يې په شپه کښې لرې کړى او هغوئ تباه شى.
26د هغوئ د بدعملۍ په وجه يې تباه کړى چې د نورو دپاره د عبرت سبب جوړ شى،
27ځکه چې هغوئ د هغۀ د تابعدارۍ نه اوړى، او د هغۀ په حُکمونو باندې عمل نۀ کوى.
28نو هغوئ غريبانان فرياد کولو ته جوړ کړل، چې دا فرياد خُدائ پاک ته ورسيږى. او هغۀ د ضرورتمندو خلقو فرياد واورېدو،
29کۀ خُدائ پاک خاموش وى، نو څوک ورباندې اِعتراض کولے شى څۀ؟ کله چې هغه پناه شى، نو څوک يې ليدلے شى، کۀ هغه يو کس وى او کۀ قوم وى.
30نو چې داسې د خُدائ پاک نه منکر خلق حکومت ونۀ کړى، او چې هغوئ خلق دوکه نۀ کړى.
31خلق خُدائ پاک ته ولې نۀ وائى چې، ”مونږ ګناه کړې ده، خو مونږ به نوره ګناه نۀ کوُو“؟
32يا، ”ما چې کومه بدعملى کړې وى نو هغه ما ته وښايه، کۀ ما غلطى کړې وى، نو فوراً به يې پرېږدم“؟
33خُدائ پاک به ستا د خوښې دپاره خپل اِنصاف پرېږدى؟ خو تا هغه رد کړے دے. دا زما نه بلکې ستا فېصله ده، مونږ ته اوس ووايه چې ستا خيال څۀ دے؟
34چې څوک پوهه لرى نو هغوئ به ما ته ووائى، او هغه عقلمند چې ما ته غوږ ږدى نو هغوئ به ووائى،
35”ايُوب د جهالت خبرې کوى، د هغۀ خبرې د کم عقلتوب نه ډکې دى.“
36ايُوب دې عدالت ته راوستلے شى او غټى نه غټه سزا دې ورکړے شى، ځکه چې هغه د بدعمله سړى په شان خبرې کوى.
37ځکه چې هغه د سرکشۍ سره ګناه کوى، هغه ګستاخ دے، او هغه د خُدائ پاک خِلاف ډېرې خبرې کوى.“