Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1اليهُو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل،
2”ستا په خيال دا دعوىٰ به صحيح وى، چې تۀ وائى چې د خُدائ پاک په نظر کښې زۀ صادق يم،
3خو تۀ بيا هم د هغۀ نه تپوس کوې چې په دې کښې زما څۀ ګټه ده، او د ګناه د نۀ کولو په وجه ما ته څۀ فائده مِلاو شوې ده؟
4زۀ به تا او ستا ملګرو له جواب درکړم.
5آسمان ته نظر وکړه او وګوره، هغه وريځې وګوره، کومې چې ستا نه اوچتې دى.
6کۀ تا ګناه کړې وى، نو په خُدائ پاک باندې څۀ اثر پرېوځى؟ او کۀ تۀ بار بار غلطيانې کوې، نو تۀ به د هغۀ څۀ وکړې؟
7کۀ تۀ صادق يې، نو دې نه هغۀ ته څۀ فائده ده؟ خُدائ پاک ته ستا د يو څيز ضرورت هم نشته.
8ستا بدعملى صرف ستا په شان بنى آدم باندې اثر کوى، او ستا ښۀ عمل هم صرف په نورو بنيادمو اثر کوى.
9د ظلمونو د زياتېدو په وجه خلق فرياد کوى، او د زورَورو د ظلم په وجه د مدد دپاره چغې وهى.
10خو هيڅ څوک دا نۀ وائى چې خُدائ پاک زما پېدا کوونکے چرته دے؟ څوک چې د غم په وخت هم په خولۀ باندې سرودونه راولى،
11هغه مونږ ته د دُنيا د ځناورو نه زياته ښودنه کوى، او مونږ د هوا د مارغانو نه زيات هوښياروى؟
12چې کله بدعمله فرياد کوى، نو خُدائ پاک د هغوئ د غرور په وجه جواب نۀ ورکوى.
13په حقيقت کښې خُدائ پاک بېمقصده فرياد نۀ اورى، او نۀ قادر خُدائ دې ته څۀ توجو ورکوى.
14تاسو وايئ چې تاسو خُدائ پاک نۀ وينئ، خو کۀ تاسو لږ صبر وکړئ نو هغه به د اِنصاف نه کار واخلى.
15تاسو وايئ چې خُدائ پاک په غصه کښې سزا نۀ ورکوى، او د بدعملۍ پرواه نۀ ساتى.
16ايُوبه، تۀ فضول خبرې کوې، او لکه د يو بېوقوف په شان خبرې کوې.“