Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1پاليهُو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل،
2”ما ته لږ صبر وکړئ، نو زۀ به تاسو ته حقيقت وښايم، ځکه چې زۀ د خُدائ پاک په صفايئ کښې څۀ وئيل غواړم.
3زۀ به د خپل ډېر عِلم نه کار واخلم، چې دا ثابت کړم چې زما خالِق د اِنصاف مالِک دے.
4په حقيقت کښې زما خبرې غلطې نۀ دى، څوک چې ستا په وړاندې ولاړ دے هغه د اُستاذانو اُستاذ دے.
5خُدائ پاک بېشکه لوئ دے او د هيچا نه نفرت نۀ کوى، داسې يو عِلم هم نشته چې هغه يې نۀ لرى.
6هغه بدعمله خلق ژوندى نۀ پرېږدى، خو مظلومانو له خپل حق ورکوى.
7هغه د صادقانو حفاظت کوى، او د بادشاهانو سره يې په تخت کښېنوى او د تل دپاره عزت ورکوى.
8خو کۀ خلق په زنځيرونو کښې تړلے شوى وى او د ظلم په تارونو کښې ګېر شوى وى،
9نو هغه ورته د هغوئ خپل عمل ښائى، او هغه غلطيانې ورته ښائى، چې کومې هغوئ په فخر سره کولې.
10هغه اصُولو ته يې پام راګرځوى، او حُکم ورکوى چې د بدو نه توبه وباسى.
11کۀ هغوئ ورته توجو ورکړى او د هغۀ خِدمت وکړى، نو هغوئ به په مالدارۍ کښې خپلې ورځې پوره کړى، او په خوشحالۍ کښې به خپل کالونه پوره کړى.
12خو کۀ هغوئ دې ته توجو ورنۀ کړى، نو هغوئ به په جهالت کښې هلاک شى او د خاورو د لاندې به شى.
13کوم خلق چې د خُدائ پاک نه منکر وى او هر وخت په غصه کښې وى، چې کله هغوئ ته سزا هم ملاويږى نو هغوئ د مدد دپاره دُعا نۀ کوى.
14هغوئ په ځوانۍ کښې مړۀ شى، او د هغوئ ژوند په زناکارۍ کښې ختم شى.
15خو هغه مظلومان د ظلم نه بچ کوى، او د مصيبتونو په وخت کښې ورته خپل ځان څرګندوى.
16ايُوبه، خُدائ پاک دې تا د خطرې نه وباسى، او هغه ځائ ته دې بوځى چرته چې غم نۀ وى. هغه ستا په دسترخوان باندې ښۀ ښۀ خوراکونه کېښودل.
17خو د نورو بدعملو په شان به پوره سزا تا ته ملاويږى، تۀ په عدالت او اِنصاف کښې راګېر يې.
18خبردار چې رشوت دې دوکه نۀ کړى، او دولت دې بېلارې نۀ کړى.
19ستا دولت او ستا طاقت ټول به تا د تکليف نه بچ کړى څۀ؟
20د شپې د راتلو خواهش مۀ کوه، د هغه وخت چې کله قومونه تباه کيږى.
21خبردار، چې د بدعملۍ طرف ته وانۀ وړې، خُدائ پاک ځکه په تکليف کړے يې چې په بدعملۍ کښې آخته نۀ شې.
22ياد ساته چې د خُدائ پاک طاقت څومره لوئ دے، او هغه د ټولو نه عظيم اُستاذ دے.
23هيڅوک خُدائ پاک ته دا نۀ شى وئيلے چې هغه به څۀ کوى، او څوک ورته وئيلے شى چې تا غلط کار کړے دے؟
24څۀ چې هغه کوى په هغې تل د هغۀ تعريف کيږى. تۀ هم د هغۀ ثناء صِفت کوه.
25ټولو خلقو دې ته کتلى دى، هر يو کس د لرې نه دې ته ګورى.
26بېشکه خُدائ پاک لوئ دے او مونږ د هغۀ د لويئ اندازه هم نۀ شُو لګولے، د هغۀ د کالونو شمېر نشته.
27ځکه چې هغه نمى اوچتوى، او ��ه باران يې بدلوى،
28هغه وريځې جوړوى او په هر چا باران راوروى.
29څوک د وريځو په خورېدو باندې پوهيږى، او د آسمان په تندر باندې پوهيږى څۀ؟
30ګوره، هغه په آسمان کښې برېښنا راولى خو د سمندر بېخ کښې تيارۀ وى.
31ځکه چې د دې په ذريعه هغه په خلقو حکومت کوى، او هغه خلقو له بېحسابه خوراک ورکوى.
32هغه برېښنا په خپلو لاسونو کښې ساتى، او حُکم ورکوى چې نښه وولى.
33د هغۀ د تندر آواز داسې وائى، چې هغه غېرتى دے او د ګناه خِلاف غصه لرى.