Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1په دې باندې هم زما زړۀ درزيږى، او ټوپونه وهى.
2واورئ، واورئ، د خُدائ پاک د تندر آواز واورئ او د غړمبا آواز واورئ چې د هغۀ د خولې نه راځى.
3د ټول آسمان لاندې هغه دا پړق وهى، او د هغۀ رڼا د دُنيا ګوټونو ته رسيږى.
4بيا د هغۀ آواز شور جوړ کړى، او د هغۀ د تندر آوازونه د شان او شوکت سره راشى، کله چې د هغۀ آواز واورېدے شى نو هغه رڼاګانې نۀ ايساروى.
5خُدائ پاک د خپل آواز سره زبردست تندر راولى، هغه داسې لوئ کارونه کوى چې مونږ پرې نۀ پوهيږو.
6ځکه چې هغه واورې ته وائى چې په زمکه وورېږه، او باران ته وائى چې وورېږه،
7نو هر يو کس خپل کار بس کړى چې د هغۀ طاقت وګورى.
8بيا ځنګلى ځناور خپلو پناه ګاهو ته لاړ شى او په خپلو غارونو کښې پاتې شى.
9د جنوب طرف نه طوفانى هوا راځى، او د شمال طرف نه د سختې هوا نه يخنى راځى.
10د خُدائ پاک ساه د اوبو نه واوره جوړوى، او ډېرې اوبۀ په واوره باندې بدلې شى.
11هغه وريځ د نمۍ نه ډکوى، او په وريځو کښې برېښنا پړقوى،
12کله چې دا د خُدائ پاک په مرضۍ چليږى نو دا په ټوله دُنيا کښې د خُدائ پاک هر يو حُکم پوره کوى،
13هغه دا کارونه ځکه کوى چې خلقو ته په کښې تکليف مِلاو شى يا کۀ نۀ ختمېدونکې مينه ورته ښائى.
14اے ايُوبه، دا واوره، ودرېږه او د خُدائ پاک په دې عجيبه عجيبه کارونو باندې سوچ وکړه.
15تا ته پته شته څۀ چې هغه طوفان څنګه قابو کوى، او د خپلې وريځې نه رڼا څنګه پړقوى؟
16تا ته پته شته چې وريځې په آسمان کښې څنګه روانې وى، دا د هغه چا عجيبه کارونه دى چې عِلم يې پوره دے،
17کله چې تاسو په خپلو جامو کښې سوزئ او د جنوب طرف ته هوا بنده شى او يو څيز هم نۀ خوځيږى؟
18هغه په آسمانونو کښې سترګې برېښوونکې رڼا ځلوى. ولې تاسو هغه شان کولے شئ؟
19مونږ ته ووايئ چې هغۀ ته څۀ ووايو، زمونږ دماغ کار نۀ کوى چې خپله خبره بيان کړُو.
20خُدائ پاک دې خبر شى څۀ چې زۀ خبرې کول غواړم، زۀ داسې ولې وکړم چې د دې په وجه مې تباه کړى؟
21په هغه وخت کښې رڼا ته هيڅ څوک نۀ شى کتلے کله چې دا په آسمان کښې تکه سپينه وى، په کوم وخت کښې چې هوا وريځ بوځى.
22د شمال په طرف د سرو زرو جلوه ښکارى، د خُدائ پاک نه ګېرچاپېره لوئى، شان او شوکت تاو دے.
23مونږ د قادر مطلق خُدائ د طاقت تصور نۀ شُو کولے، خو هغه بيا هم د اِنصاف والا او صادق دے، هغه مونږ نۀ تباه کوى.
24نو په دې وجه بنى آدم د هغۀ نه يريږى، او څوک چې ځان هوښيار ګڼى نو هغه يې پرواه نۀ کوى.“