Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
41 verses
1نو مالِک خُدائ د طوفان نه ايُوب له جواب ورکړو،
2”هغه څوک دے چې بغېر د څۀ پوهې نه زما د عقل په حقله تپوسونه کوى؟
3نو اوس ټينګ شه، او زما د سوال جواب راکړه.
4کله چې ما د زمکې بنياد کېښودو نو تۀ چرته وې؟ کۀ تا ته دومره پته وى نو ما ته ووايه.
5چې دا به څومره غټ وى د دې پته چا لګولى ده؟ او په دې چا د ناپ کرښه راښکلې ده؟
6د دې بنيادونه په څۀ باندې ودرېدل، او د دې د ګوټ کاڼے چا کېښودو؟
7چې کله د سحر ستورو په يو ځائ سندرې وئيلې او ټولو فرښتو د خوشحالۍ نه چغې وهلې.
8کله چې سمندر زمکې ته راخلاص شو، نو دا چا قابو کړو؟
9کله چې ما وريځ د دې لِباس جوړ کړو، او دا ما په تکه توره تيارۀ کښې راونغښتلو،
10او د دې دپاره مې حدونه جوړ کړل، او را ايسار مې کړو چې د حد نه وانۀ وړى،
11او ورته مې ووئيل چې د دې نه وړاندې به نۀ راځې، او ستا زورَورې چپې دې دلته ايسارې شى.
12تا کله حُکم کړے دے چې سحر دې شى، او نمر ته دې وئيلى دى چې د نمرخاتۀ طرف نه راوخېژى؟
13تا سحر له حُکم ورکړے دے چې په زمکه خور شى، او چې د شپې بدعملى ختمه کړى؟
14او بيا زمکه د رڼا د وجې صفا ښکارى، او رنګ يې د رنګدارو جامو په شان شى.
15رڼا د بدعمله خلقو کارونه بندوى، او هغوئ نور ظلم زياتے نۀ شى کولے.
16تا هغه چينې ليدلې دى چې سمندر ترې نه جوړيږى، يا تا د دې ډوبوالے معلوم کړے دے؟
17د مرګ دروازه تا ته ښکاره شوې ده څۀ؟ يا تا د تکې تورې تيارې دروازې ليدلې دى څۀ؟
18تۀ د دُنيا په لوئ والى پوهه شوے يې څۀ؟ کۀ د دې نه خبر يې نو ما ته ووايه.
19رڼا د کوم ځائ نه راځى، او د تيارې ځائ چرته دے،
20تۀ دا هر يو خپل خپل کور ته بوتلے شې څۀ؟ تا ته پته شته چې هغې ته کومه لار تلې ده؟
21خو تۀ خو به د دې هر څۀ نه خبر يې کنه؟ ځکه چې د دې پېدا کېدو نه وړاندې تۀ موجود وې، او تۀ د ډېرې مودې يې.
22تۀ د واورې ګودامونو ته ننوتلے يې څۀ، يا تا د ږلۍ ګودامونه ليدلى دى څۀ؟
23هغه چې ما د مصيبت د وخت دپاره ساتلى دى، او د جنګ جګړې دپاره مې ساتلى دى؟
24هغه ځائ ته تلے يې څۀ چرته چې نمر راخېژى، او د کوم ځائ نه چې د نمرخاتۀ هوا لګى؟
25د دروند باران لارې چا جوړې کړې دى، او د تندر د برېښنا دپاره يې لار صفا کړې ده،
26په هغه مُلک باندې څوک باران راولى چرته چې هيڅ څوک نۀ اوسيږى، په هغه صحرا باندې، چې هغه د بنيادمو نه خالى وى،
27چې هغه تږې او اوچه زمکه اوبۀ کړى، او چې په هغه زمکه باندې واښۀ راشنۀ کړى؟
28ولې د باران پلار شته څۀ، يا پرخه چا پېدا کړې ده؟
29د واورې مور څوک ده؟ او د آسمان يخ له ژوند څوک ورکوى،
30کومه چې اوبۀ د کاڼى په شان سختې کړى، او د سمندر مخ کلک کړى؟
31تۀ عقدِ ثُريا ستورو ته لار ښودلے شې، يا جبار ستورے په مينځ بېلولے شې څۀ؟
32ولې تۀ منطقتُ البُروج ستورو ته خپل موسمونه ښودلے شې، يا تۀ بناتُ النعش ستورى ته سره د هغې د بچو لار ښودلے شې؟
33تۀ د آسمان په قانون پوهېږې څۀ؟ يا تۀ د هغوئ قانون په زمکه باندې قائمولے شې څۀ؟
34ولې تۀ خپل آواز وريځو ته رسولے شې څۀ، د دې دپاره چې باران ووروى؟
35تۀ برېښنا ځلولے شې څۀ؟ يا دا پخپله مرضۍ باندې راغورزولے شې څۀ؟
36خبره په زړۀ کښې چا اچولې ده، او دماغو له پوهه چا ورکړې ده؟
37داسې هوښيار شته چې وريځې وشمېرى؟ يا د آسمان نه باران ورولے شى داسې لکه چې د منګى نه اوبۀ توئ کړے شى،
38په هغه اوچه زمکه باندې چې د خاورې نه يې لوټې جوړې شوې وى؟
39ولې تۀ د ازمرى دپاره ښکار کولے شې، او د وړو زمرو لوږه پوره کولے شې،
40کله چې هغه په خپلو غارونو کښې پټ وى، يا په بوټو کښې د ښکار په اِنتظار ناست وى؟
41کارغانو دپاره د خوراک بندوبست څوک کوى، کله چې د هغوئ بچى خُدائ پاک ته ژړا کوى، او د خوراک د نشتوالى په وجه سرګردانه ګرځى؟