Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1تا ته پته شته چې کله د غرۀ چېلۍ بچى راوړى؟ ولې تۀ پرې نظر ساتې چې کله هوسۍ بچى راوړى؟
2ولې تا ته پته شته چې دا بچى څو مياشتې د هغوئ په ګېډه وى؟ او تا ته د هغه وخت پته شته څۀ چې دا به کله پېدا شى
3کله چې هغوئ د اولاد د پېدا کېدو دپاره کښېنى، او د هغوئ بچى پېدا شى؟
4د هغوئ بچى تکړه شى او په ځنګل کښې لوئيږى، هغوئ ترې نه لاړ شى او واپس ورله نۀ راځى.
5ځنګلى خرونه چا پرېښې دى چې خوشى لاړ شى؟ دا چا آزاد پرېښى دى چې ګرځى راګرځى؟
6ما دا په صحرا کښې پرېښى دى، او د مالګې مُلک مې ورکړے دے چې په کښې اوسيږى.
7هغه د ښار د شور نه نفرت کوى، او خرکار ورسره نشته چې په دې باندې آواز وکړى.
8دا غرونو ته ځى چې دا يې د څرن زمکه شى، او هر يو شين بوټے د خوراک دپاره لټوى.
9ولې ځنګلى غوَيے به تا پرېږدى چې کار ترېنه واخلى؟ هغه به ستا په اخور کښې شپه تېره کړى څۀ؟
10ولې تۀ يو ځنګلى غوَيے د يوې دپاره تړلے شې؟ دا به ستا دپاره يو پټے يوه کړى څۀ؟
11ولې تۀ د هغې لوئ طاقت باندې اعتبار کولے شې چې هغه به ستا مدد وکړى؟ تۀ په دې باندې دا يقين کولے شې څۀ چې دا به ستا دپاره کار وکړى؟
12تۀ په دې يقين کوې چې دا به واپس راشى، او ستا درمند ته به ګېډى راوړى؟
13د شترمرغ وزر ښائسته کولاو خوريږى، خو دا د زاڼې د وزرو برابر کېدے خو نۀ شى.
14شترمرغ خپلې هګۍ د دې دپاره په زمکه پرېږدى، چې ګرمى شى،
15دا فکر نۀ کوى چې د څۀ پښې لاندې به راشى، او چې يو ځنګلى ځناور به يې ذرې ذرې کړى.
16دا په خپل بچى باندې داسې ظلم کوى، چې ګنې دا يې خپل نۀ وى، او کۀ مرى نو پرواه يې نۀ ساتى،
17ځکه چې خُدائ پاک د هغې نه عقل اخستے دے، او هيڅ پوهه يې نۀ ده ورکړې.
18خو کله چې پاڅى او منډه کړى، نو بيا څوک چې په آس ناست هم وى د دې نه مخکښې کېدے نۀ شى.
19ولې آس له طاقت تا ورکړے دے؟ د هغۀ په څټ باندې وېښتۀ تا پېدا کړى دى؟
20د قحطۍ مُولخانو په شان د دې ټوپ تا جوړ کړے دے؟ او يا د دې هغه د رُعب والا آوازونه تا جوړ کړى دى څۀ چې خلق يروى؟
21دا په پښه باندې زمکه ټکوى او په خپل طاقت په هغه وخت خوشحاليږى چې د جنګ دپاره ولېږلے شى.
22دا يرې پورې خندا کوى او نۀ بېحوصلې کيږى، او د تُورې نه نۀ شاته کيږى.
23په دې باندې سورلۍ سره د غشو تيلۍ ځلېدونکې نېزه او وړه نېزه هم آواز پېدا کوى.
24د جوش او د غصې د وجې دا په تېزۍ سره ځى، دا د بيګل د غږېدو پورې صبر نۀ شى کولے.
25کله چې بيګل وغږيږى نو آس يو هڼ آواز وکړى. د لرې ځائ نه هغۀ له د جنګ بوئ ورځى، د جنګى مشرانو د تندر په شان آواز او چغې اورى.
26ولې باښه ستا د عقل په وجه الوځى، چې خپل وزر خوارۀ کړى او د جنوب طرف ته والوځى؟
27باز ستا په حُکم بره خېژى او په اوچت ځائ خپله جاله جوړوى؟
28دا په اوچت ګټ باندې اوسيږى او خپل کور جوړوى او د ګټ په سر باندې په يو محفوظ ځائ کښې شپه تېروى.
29د هغه ځائ نه يې په ښکار باندې نظر وى، او د هغۀ سترګې ښکار د لرې ځائ نه وينى.
30د دې بچى وينه څښى، او چې په کوم ځائ کښې مرداره وى، نو هغه په هغه ځائ کښې حاضر وى.“