Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1بيا مالِک خُدائ ايُوب ته وفرمائيل،
2”تۀ اوس هم د قادر خُدائ سره بحث کول غواړې څۀ؟ څوک چې د خُدائ پاک سره بحث کوى نو هغه به جواب ورکوى.“د حضرت ايُوب جواب
3بيا ايُوب مالِک خُدائ له جواب ورکړو،
4”ګوره، زۀ هيڅ هم نۀ يم، زۀ به تا له څۀ جواب درکړم؟ زۀ په خپله خولۀ باندې لاس ږدم.
5ما ډېر څۀ وئيلى دى، نور زۀ څۀ نۀ وايم.“
6بيا مالِک خُدائ د طوفان نه ايُوب له جواب ورکړو،
7”نو اوس ورته ټينګ شه، زۀ به ستا نه تپوس وکړم او تۀ به ما له جواب راکړې.
8ولې تۀ د دې ثابِتولو کوشش کوې چې زۀ بېاِنصافه يم، او ما غلط وګڼې او خپل ځان ته صحيح ووائې؟
9تۀ د خُدائ پاک په شان تکړه يې څۀ، ستا آواز د هغۀ د تندر د آواز په شان کېدے شى؟
10کۀ داسې وى نو په رُعب داب او شان و شوکت سره خپل ځان سنګار کړه، د عزت او درناوى په جامو باندې خپل ځان پټ کړه.
11خپل ځان په قهر کړه، هر يو مغرور سړى ته ګوره او هغه سپک کړه،
12ټولو مغروره خلقو ته وګوره او هغوئ عاجزان کړه، او بدعمله خلق ټک سره ووژنه.
13هغوئ ټول په خاورو کښې ښخ کړه، او هغوئ قبر کښې قېد کړه.
14نو زۀ به دې هم صِفت وکړم، ځکه چې خپل طاقت تا بچ کولے شى.
15دريابى مېښې ته وګوره، چې هغه مې هم هغه شان جوړه کړې ده لکه څنګه مې چې تۀ جوړ کړے يې، دا د يو غوَيى په شان واښۀ خورى.
16د هغې طاقت د هغې په بدن کښې دے، او د هغې طاقت د هغې د خېټې په پټو کښې دے.
17د هغې لکۍ لکه د دِيار د ونې په شان سخته ده، د هغې د پتُون پټې خپلو کښې غوټه شوې دى.
18د دې هډوکى د زېړو نلکې دى، د هغې هډوکى د اوسپنې سيخونه دى.
19دا د خُدائ پاک د کارنامو يو لوئ کار دے، او صرف د دې خالِق په دې باندې قابو موندلے شى.
20ځکه چې غرونه د دې دپاره خوراک پېدا کوى چرته چې ټول ځنګلى ځناور لوبې کوى.
21دا په اوبو کښې د نيلوفر بوټو لاندې پراتۀ وى او د لوخې په ډنډونو کښې پټ وى.
22د نيلوفر بوټى ورباندې سورے کوى، او د نِهر د غاړې د وَلو ونې د دې نه ګېرچاپېره تاو وى.
23کۀ سيند په موج کښې وى، نو دا نۀ يريږى، د اُردن سيند کۀ تر خولې پورې هم ډک وى نو دا نۀ يريږى.
24څوک دا د کُنډو سره راوچتولے شى، يا يې څوک په پوزه کښې د قابو کولو دپاره پېزوان اچولے شى؟