Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1سمندرى بلاګانې تۀ د کُنډې سره راويستلے شې، يا د دې ژبه د پړى سره تړلے شې څۀ؟
2ولې تۀ دې ته پېزوان اچولے شې، يا يې په ژامنه کښې کُنډه اچولے شې؟
3ولې دا به د رحم دپاره تا ته ډېر مِنتُونه وکړى؟ يا به نرمې خبرې درته وکړى؟
4دا به تا سره يو لوظ وکړى څۀ چې ټول عُمر به ستا غلام وى؟
5ولې تۀ به دا د يو مارغۀ په شان وساتې څۀ، يا تۀ به دا وتړې څۀ دپاره د دې چې ستا وينځې ورسره لوبې وکړى؟
6ولې سوداګر به د دې سودا وکړى؟ چې په بازار کښې يې خرڅ کړى؟
7ولې د هغې په څرمن باندې غشى څۀ اثر کوى، او د دې سر د نېزو سره غوڅولے شې؟
8کۀ تۀ خپل لاس د دې سره ولګوې، نو د جنګ په مزه به پوهه شې، او بيا به هيڅکله داسې نۀ کوې.
9نه، د دې نيول څۀ فائده نۀ کوى، او کوم ښکارى چې د دې د نيولو کوشش کوى نو هغه به راوغورزولے شى.
10هيڅ څوک هم دا جرأت نۀ شى کولے چې کار ورسره وساتى. او د دې په وړاندې څوک ټېنګېدے شى؟
11چا ما له څۀ راکړى دى چې زۀ بدله ورکړم؟ د آسمان نه لاندې هر څۀ زما دى؟
12زۀ به د دې د بدن د اندامونو په حقله خاموشى نۀ اختياروم، يا د دې د لوئ طاقت او د دې د ښۀ بدن په حقله به وايم.
13د دې نه څرمن څوک ويستے شى؟ د دې ډکه څرمن څوک سورے کولے شى؟
14د دې د خولې ژامنې څوک کولاولے شى؟ ځکه چې د دې غاښونه خلق يروى.
15د دې ملا د ډالونو قطارونو نه جوړه ده، دا د يو بل سره کلک انښلى.
16د يو بل سره دومره نزدې دى، چې د دې په مينځ کښې هوا هم نۀ شى تېرېدلے.
17دا د يو بل سره تړلى شوى دى، دې يو بل نيولے دے او د يو بل نه نۀ جدا کيږى.
18د دې انټوشى لکه د رڼا پړق وى، او د دې سترګې د سحر د سوروالى په شان دى.
19د دې خولې نه د ډيوو شُغلې ځى، او د اور ذرې ترې نه راوځى.
20د دې د پوزې نه لوګے راوځى، لکه چې د پتيلې لاندې د بلو لوخو لوګے وى.
21د دې ساه سکارۀ بلوى، او د دې خولې نه يوه لمبه راوځى.
22د دې څټ مضبوط دے، او چې چرته هم ځى نو هلته يره راځى.
23د دې د غوښې موړې د يوې بلې سره انښتې دى، دا مضبوطې جوړې دى او نۀ خوځيږى.
24د دې زړۀ د کاڼى په شان سخت دے، لکه د ژرندې د کاڼى په شان سخت دے.
25کله چې دا په خپله پاڅى نو طاقتور خلق ويريږى، او يرې نه وتښتى.
26داسې تُوره نشته چې زخمى يې کړى، نۀ پرې نېزه، نۀ غشے او نۀ ورباندې نرۍ نېزه څۀ اثر کوى.
27دا اوسپنه د بوسو په شان ګڼى، او زېړ د ورَستو شوو لرګو په شان ګڼى.
28غشى دا نۀ شى شړلے، او د ليندې کاڼى خو ورته ګپ ښکارى.
29لَوړ د بوسو په شان ګڼى، او د نرو نېزو په راويستلو پورې دا خندا کوى.
30د دې خېټه د تېرو ماتو شوو شيشو په شان ده، دا په خټه باندې ��اسې نښه پرېږدى لکه چې په مېخونو سورے شوے وى.
31دا سمندر د يشېدلو اوبو په شان خوځوى، او دا سمندر داسې شاربى لکه شُملې.
32دا د خپل ځان شا ته يو پړقېدونکې کرښه پرېږدى، او سمندر تک سپين کړى
33په زمکه باندې د دې ثانى نشته، دا يو داسې مخلوق دے چې نۀ يريږى.
34دا په ټولو کښې ډېر مغرور دے، دا د ټولو ځناورو بادشاه دے.“