Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1بيا ايُوب مالِک خُدائ له جواب ورکړو،
2”ما ته پته ده چې تۀ هر څۀ کولے شې، او تا د خپل کار نه هيڅ څوک نۀ شى ايسارولے.
3تا وفرمائيل چې، ”هغه څوک دے چې زما په حِکمت باندې د ناپوهۍ سره شک کوى؟“ هغه زۀ يم، ما د داسې څيزونو خبره کوله چې ما ته يې هيڅ پته نۀ وه، او هغه خبرې زما دپاره ډېرې عجيبه او لوئې وې.
4تا وفرمائيل چې، ”ما ته غوږ ونيسه او زۀ به وايم، زۀ به تپوس کوم او تۀ به ما له جواب راکوې.“
5ما مخکښې صرف ستا په حقله اورېدلى دى، خو اوس مې په خپلو سترګو وليدلې.
6نو ما چې څۀ وئيلى دى نو په هغې شرمنده يم، او په خاورو او ايرو کښې توبه وباسم.“
7کله چې مالِک خُدائ د ايُوب سره دا خبرې وکړې، نو مالِک خُدائ تيمانى اليفز ته وفرمائيل، ”زۀ تا او ستا دوو ملګرو ته سخت غصه يم، ځکه چې تاسو زما هغه خبره نۀ ده کړې چې کومه صحيح ده، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى ايُوب کړې ده.
8نو په دې وجه اوس اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان بوځه او زما خِدمت کوونکى ايُوب له ورشه او د خپل ځان دپاره دا د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړه، نو زما خِدمت کوونکے ايُوب به ستا دپاره دُعا وکړى، ځکه چې زۀ به د هغۀ دُعا قبلوم او ستاسو د کم عقلتوب په مطابق کار به درسره نۀ کوم، ځکه چې تاسو زما هغه خبره نۀ ده کړې چې کومه صحيح ده، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى ايُوب کړې ده.“
9نو تيمانى اليفز، شوحى بِلداد او نعماتى ضوفر لاړل او چې مالِک خُدائ څنګه فرمائيلى وُو هم هغه شان يې وکړل، او مالِک خُدائ د ايُوب دُعا قبوله کړه.
10نو کله چې ايُوب د خپلو ملګرو دپاره دُعا وکړه نو خُدائ پاک هغۀ له بيا برکت ورکړو، او چې ايُوب مخکښې څۀ لرل نو مالِک خُدائ هغۀ له د هغې يو په دوه نور هم زيات ورکړل.
11نو هلته هغۀ له د هغۀ ټول وروڼه خوېندې او ټول پخوانى خپل پردى راغلل او هغوئ د هغۀ په کور کښې روټۍ وخوړه. او هغوئ ورته مينه ښکاره کړه او د هغه تکليفونو په وجه يې هغۀ له تسلى ورکړه چې مالِک خُدائ په هغۀ راوستى وُو. او هغوئ هر يو هغۀ له لږې پېسې او يوه د سرو زرو ګوتمه ورکړه.
12نو مالِک خُدائ د ايُوب وروستنے عُمر د اول عُمر نه زيات برکتناک کړو، او د هغۀ څوارلس زره ګډې، شپږ زره اوښان، دوه زره غوَيى او يو زر خرۀ وُو.
13د هغۀ اووۀ زامن او درې لوڼه هم وې.
14هغۀ په وړومبۍ لور باندې يميمه، په دوېمه قصياه او په درېمه باندې قرنهپوک نوم کېښودو.
15او په هغه ټول مُلک کښې د ايُوب د لوڼو په شان ښائسته ښځې نۀ وې، خپل پلار هغوئ له د دوئ د وروڼو په شان ميراث ورکړو.
16ايُوب د دې نه پس يو سل او څلوېښت کاله ژوندے وو او د څلورم نسل پورې خپل بچى او نمسى يې وليدل.
17نو بيا ايُوب په پوخ عُمر کښې مړ شو.