Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
42 verses
1د اورشلیم پادشاه ادوني صدق واورېدل چې یوشع عای نیولی دی او هغه یې بېخي له منځه وړی او د هغه ځای پادشاه یې وژلی دی لکه څنګه چې هغه د اریحا او د هغه ځای د پادشاه سره کړي وو. هغه دا هم واورېدل چې د جبعون خلکو د اسراییلو سره د سولې تړون کړی دی او د هغوی په منځ کې اوسیږي.
2د اورشلیم خلک ډېر وېرېدل ځکه چې جبعون د شاهي ښارونو په شان یو ډېر لوی ښار ؤ. دا ښار د عای څخه لوی ؤ او ټول خلک یې ښه جنګیالي وو.
3نو ادوني صدق د حبرون پادشاه هوهام، د یرموت پادشاه فرآم، د لاکیش پادشاه یافیع او د عجلون پادشاه دبیر ته دا لاندینی پیغام ولېږه:
5د اموریانو دغو پنځو پادشاهانو یعنې د اورشلیم پادشاه، د حبرون پادشاه، د یرموت پادشاه، د لاکیش پادشاه او د عجلون پادشاه خپل ځواکونه سره یوځای کړل. هغوی جبعون محاصره کړ او په هغه باندې یې حمله وکړه.
6جبعونیانو یوشع ته هغه کمپ ته چې په جلجال کې ؤ دا پیغام ولېږه:
7نو یوشع د خپل ټول لښکر سره چې د هغه ترټولو ښه جنګیالي په کې شامل وو له جلجال څخه روان شو.
8څښتن یوشع ته وویل:
9یوشع او د هغه لښکر ټوله شپه د جلجال څخه د جبعون پورې مزل وکړ او په اموریانو باندې یې ناڅاپي حمله وکړه.
10څښتن اموریان د اسراییلیانو په لیدلو سره ووېرول. اسراییلیانو هغوی په جبعون کې ووژل او پاتې یې په بیت حورون کې د غره د غاښي په ښکتنۍ لاره تعقیب کړل. هغوی تر هغه وخته پورې په اموریانو باندې خپلې حملې ته دوام ورکړ ترڅو د عزیقه او مقیده ښارونو ته ورسېدل.
11کله چې اموریان د اسراییلو د لښکرو څخه ښکته د غاښي په لاره باندې تښتېدل، څښتن په هغوی باندې تر عزیقه پورې غټې غټې ږلۍ واورولې. د هغو خلکو شمېر چې په ږلیو مړه شول له هغو خلکو څخه زیات وو کوم چې د اسراییلیانو له خوا ووژل شول.
12په هغه ورځ چې څښتن اسراییلیانو ته په اموریانو باندې بری ورکړ، یوشع څښتن ته دعا وکړه. هغه د اسراییلیانو په مخکې وویل:
13نو لمر او سپوږمۍ تر هغه وخته پورې ودرېدل ترڅو چې قوم په خپلو دښمنانو باندې فتح ترلاسه کړه. دا پېښه د یاشر په کتاب کې لیکل شوې ده. لمر د اسمان په منځ کې ودرېد او ټوله ورځ ونه لوېد.
14داسې ورځ هیڅکله نه ده راغلې او نه به راشي چې خدای لمر او سپوږمۍ د یو انسان د دعا په خاطر ودروي. څښتن په رښتیا سره د اسراییلو په خاطر جنګېده!
15د جګړې څخه وروسته یوشع او د هغه لښکر بېرته خپل کمپ ته جلجال ته ستانه شول.
16د جګړې په وخت کې هغه پنځه اموریایي پادشاهان تښتېدلي وو او ځانونه یې په مقیده کې په سمڅه کې پټ کړي وو.
17یو چا هغوی پیدا کړل او یوشع خبر شو چې هغوی چېرته پټ دي.
18یوشع خپلو نفرو ته وویل:
19خو تاسو په خپله هلته مه پاتې کېږ��. د دښمن پسې شئ او د شا له خوا ورباندې حمله وکړئ. هغوی مه پرېږدئ چې خپلو ښارونو ته ورورسیږي! ځکه چې زمونږ څښتن خدای مونږ په هغوی باندې بریالي کړي یو.>
20نو یوشع او اسراییلیانو د دښمن عسکر تقریباً ټول له منځه یوړل. خو یوازې یو څو نفره چې پاتې شوي وو هغوی خپلو دېوال لرونکو ښارونو ته ورورسېدل.
21بیا ټول لښکر یوشع ته هغه کمپ ته چې په مقیده کې ؤ روغ راستون شو. له دې وروسته هیچا جرأت نه شو کولی چې د اسراییلیانو په هکله کومه بده خبره وکړي.
22بیا یوشع وویل:
23نو هغوی هغه پنځه پادشاهان یعنې د اورشلیم، حبرون، یرموت، لاکیش او د عجلون پادشاهان له سمڅې څخه راوویستل.
24کله چې هغوی دا پادشاهان یوشع ته راوستل، هغه د اسراییلو ټول خلک راوغوښتل او د لښکرو قوماندانانو ته یې چې د هغه سره راغلي وو حکم وکړ چې راشي او د دې پادشاهانو په اورمېږونو باندې خپلې پښې کېږدي. نو هغوی همداسې وکړل.
25بیا یوشع خپلو قوماندانانو ته وویل:
26بیا یوشع هغه پنځه پادشاهان ووژل او هغوی یې په پنځو ونو کې ځوړند کړل او د هغوی مړي تر ماښامه پورې هلته پاتې شول.
27د لمرپرېواته په وخت کې یوشع حکم وکړ او هغوی د هغو پادشاهانو مړي له ونو څخه راښکته کړل او په هغه سمڅه کې یې وغورزول چېرته چې هغوی مخکې پټ شوي وو. هغوی د سمڅې په خوله کې لویې لویې تیږې کېښودلې او هغه تر نن ورځې پورې هلته دي.
28په هماغه ورځ یوشع د مقیده په ښار باندې حمله وکړه او هغه یې ونیوه او د هغه پادشاه یې وواژه. هغه د دې ښار ټول خلک ووژل. هیڅوک یې ژوندی پرېنښود. هغه د مقیده د پادشاه سره هماغه شان چلند وکړ لکه څنګه چې هغه د اریحا د پادشاه سره کړی ؤ.
29وروسته له هغې یوشع او د هغه ټول لښکر له مقیده څخه لبنه ته لاړل او په هغه ځای باندې یې حمله وکړه.
30څښتن اسراییلیان په دې ښار او د هغه په پادشاه باندې هم بریالي کړل. هغوی هیڅوک ژوندی پرېنښود او د ښار ټول خلک یې ووژل. لکه څنګه چې هغوی د اریحا پادشاه وژلی ؤ هماغه شان هغوی د لبنه پادشاه هم وواژه.
31له هغې وروسته یوشع او د هغه لښکر له لبنه څخه لاکیش ته لاړل، هغه یې محاصره کړ او حمله یې ورباندې وکړه.
32د جګړې په دوهمه ورځ څښتن اسراییلیان په لاکیش باندې بریالي کړل. هغوی د ښار ټول خلک د لبنه د خلکو په څېر ووژل.
33هورام د جازر پادشاه د لاکیش سره د مرستې دپاره راغی، خو یوشع هغه او د هغه لښکر ته ماتې ورکړه او د هغوی یو نفر یې هم ژوندی پرینښود.
34بیا یوشع او د هغه لښکر له لاکیش څخه عجلون ته لاړل، هغه یې محاصره کړ او حمله یې ورباندې وکړه.
35هغوی په هماغه ورځ دا ښار ونیوه او د لاکیش په شان یې د هغه ځای ټول خلک ووژل.
36له هغې وروسته هغوی له عجلون څخه د غونډیو له لارې حبرون ته وروختل او په هغه باندې یې حمله وکړه.
37هغوی هغه ښار او د هغه شاوخوا کلي ونیول، بیا یې ټول خلک ووژل چې په هغو کې پادشاه هم شامل ؤ. لکه څنګه چې هغوی عجلون له منځه وړی ؤ هماغه شان یې حبرون هم بېخي له منځه یووړ.
38بیا یوشع د خپل لښکر سره راوګرځېد او په دبیر باندې یې حمله وکړه.
39هغوی ښار، د هغه پادشاه او شاوخوا ټول کلي ونیول. د هغه ځای ټول خلک یې بېخي له منځه یوړل. هغوی د دبیر او د هغه ځای د پادشاه سره هماغه شان کار وکړ لکه څنګه یې چې د حبرون د ښار او د لبنه د ښار او پادشاه سره کړی ؤ.
40یوشع ټوله خاوره فتح کړه. هغه د غرنۍ سیمې، د غرونو د ختیځو لمنو، د غرونو د لوېدیځو لمنو او د کنعان د جنوبي سیمې پادشاهانو ته ماتې ورکړه. هغه هیڅوک ژوندی پرېنښود، ټول ووژل شول. دا هغه څه وو چې د اسراییلو څښتن خدای د هغو امر کړی ؤ.
41یوشع دا خاوره له قادش برنیع څخه تر غزې او د جوشن له ټولې سیمې څخه تر جبعون پورې فتح کړه.
42یوشع په یوې لښکرکشۍ سره په دې ټولو پادشاهانو او د هغوی په سیمو باندې فتح ترلاسه کړه، ځکه چې د اسراییلو څښتن خدای د اسراییلو دپاره جګړه کوله.
43بیا یوشع د خپل لښکر سره په جلجال کې خپل کمپ ته راستون شو.