Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1د اسراییلو د بریالیتوبونو څخه هغه ټول پادشاهان خبر شول چې د اردن د سیند په لوېدیځ کې وو، یعنې کوم چې په غرنۍ سیمه، د غرونو په لوېدیځو لمنو او د مدیترانې د بحیرې د غاړې څخه شمال خواته تر لبنان پورې اوسېدل. دا د حیتیانو، اموریانو، کنعانیانو، فرزیانو، حویانو او یبوسیانو پادشاهان وو.
2هغوی ټول سره راغونډ شول او د یوشع او اسراییلیانو په مقابل کې د جنګ دپاره یې خپل قوتونه سره یو کړل.
3مګر د جبعون خلکو چې حویان وو، واورېدل چې یوشع په اریحا او عای باندې څه کړي وو
4او هغوی د یوشع د غولولو پرېکړه وکړه. هغوی لاړل او یو څه خواړه یې راواخیستل او په زړو بوجیو او ګنډل شویو د شرابو ژیو یې خپل خره بار کړل.
5هغو خلکو زړې او ګنډل شوې څپلۍ او زاړه کالي واغوستل. کومه ډوډۍ چې هغوی د ځان سره اخیستې وه هغه وچه او چڼاسکو وهلې وه.
6بیا هغوی یوشع ته هغه کمپ ته ورغلل چې په جلجال کې ؤ او هغه او اسراییلیانو ته یې وویل:
7خو اسراییلیانو وویل:
8هغوی یوشع ته وویل: یوشع پوښتنه وکړه:
9هغوی په ځواب کې وویل:
10او هرڅه چې هغه د اردن د سیند په ختیځ کې د اموریانو په دوو پادشاهانو باندې وکړل یعنې د حشبون په پادشاه سیحون او د باشان په پادشاه عوج چې په عشتاروت کې اوسېده.
11زمونږ مشرانو او هغو ټولو خلکو چې زمونږ په هېواد کې اوسیږي مونږ ته وویل چې د خپل سفر دپاره له ځان سره د خوړلو او څښلو دپاره یو څه یوسو، لاړ شو د اسراییلیانو سره ووینو او ورته ووایو چې مونږ ستاسو غلامان یو، زمونږ سره یو تړون وکړئ.
12زمونږ ډوډۍ ته وګورئ. کله چې مونږ له کور څخه راروان شو هغه توده وه. خو اوس وګورئ! هغه وچه شوې او چڼاسکو وهلې ده.
13کله چې مونږ د شرابو دا ژي ډک کړل، هغه نوي وو. خو وګورئ! هغه شلېدلي دي. د دې اوږد سفر له کبله زمونږ کالي او څپلۍ زړې شوې دي.>
14اسراییلیانو د هغوی یو څه ډوډۍ قبوله کړه، خو په دې باره کې یې د څښتن سره سلا مشوره ونه کړه.
15یوشع د جبعون د خلکو سره د دوستۍ تړون وکړ او هغوی یې ژوندي پرېښودل. د اسراییلو مشرانو په کلکه وعده وکړه چې په دې تړون باندې به عمل کوي.
16د جبعونیانو سره د تړون د کولو څخه درې ورځې وروسته اسراییلیانو واورېدل چې دا ګاونډیان دي او د هغوی سره نژدې اوسیږي.
17نو اسراییلیان روان شول او په درېمه ورځ هغو ښارونو ته ورسېدل چې دا خلک په کې اوسېدل یعنې جبعون، کفیره، بیروت او قریت یعاریم ته.
18خو اسراییلیانو نه شو کولی چې هغوی ووژني، ځکه چې د هغوی مشرانو د جبعونیانو سره د اسراییلو د څښتن خدای په نوم کلکه وعده کړې وه. ټول قوم د مشرانو څخه ګیله وکړه،
19خو هغوی په ځواب کې وویل:
20مونږ باید د خپلې وعدې په خاطر هغوی ژوندي پرېږدو. که داسې ونه کړو، نو خدای به مونږ ته سزا راکړي.
21هغوی ژوندي پرېږدئ، خو هغوی باید زمونږ دپاره لرګي مات کړي او اوبه راوړي.> دا د مشرانو وړاندیز ؤ.
22بیا یوشع د جبعون خلک راوغوښتل او هغوی ته یې وویل:
23په دې خاطر چې تاسو داسې کار وکړ، نو اوس په تاسو باندې لعنت ویل شوی دی: ستاسو خلک به تل تر تله غلامان وي او زما د خدای کور ته به لرګي ماتوي او اوبه به راوړي.>
24هغوی په ځواب کې وویل:
25اوس مونږ ستا په لاس کې یو. هرڅه چې تاته ښه او مناسب ښکاري زمونږ سره یې وکړه.>
26نو یوشع هغوی د اسراییلیانو څخه وژغورل او هغوی جبعونیان ونه وژل.
27خو په هماغه ورځ یوشع هغوی غلامان کړل چې د اسراییلو خلکو او د څښتن د قربانۍ ځای دپاره لرګي مات کړي او اوبه ورته راوړي. تر نن ورځې پورې هغوی په هغه ځای کې چې څښتن د خپل عبادت دپاره غوره کړی دی همدا کار کوي.