Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1څښتن یوشع ته وویل:
2ته به د عای او د هغه د پادشاه سره داسې کار وکړې لکه څنګه چې دې د اریحا او د هغه ځای د پادشاه سره وکړ. خو دا ځل تاسو کولی شئ چې د هغوی مالونه او څاروي د خپلو ځانونو دپاره وساتئ. تیار اوسئ چې په حېرانوونکې توګه د شا له خوا په ښار باندې حمله وکړئ.>
3-
4نو یوشع د خپلو ټولو عسکرو سره تیار شو چې په عای باندې حمله وکړي. هغه د خپلو لښکرو څخه دېرش زره ډېر ښه نفر غوره کړل او په شپه کې یې له دې حکمونو سره ولېږل:
5زه او پاتې نفر به ښار ته نژدې ورشو. کله چې د عای خلک د مخکې ځل په شان راووزي او په مونږ باندې حمله وکړي، نو مونږ به وتښتو.
6هغوی به تر هغې پورې زمونږ پسې شي ترڅو مونږ هغوی وغولوو چې له ښار څخه لېرې شي. ځکه چې هغوی به فکر وکړي چې مونږ د مخکې په شان د هغوی څخه تښتو.
7بیا به تاسو د هغه پټ ځای څخه راووزئ او ښار به ونیسئ. زمونږ څښتن خدای به هغه ښار تاسو ته درکړي.
8لکه څنګه چې څښتن امر کړی دی د ښار د نیولو څخه وروسته هغه ته اور ورواچوئ. د دې امرونو څخه په کلکه اطاعت وکړئ.>
9نو یوشع هغوی رخصت کړل او هغوی خپل د پټېدلو ځای ته لاړل یعنې د عای لوېدیځ خواته چې د بیت ئیل او عای ترمنځ ؤ او هلته یې انتظار کاوه. خو یوشع شپه په کمپ کې تېره کړه.
10سبا ته سهار وختي یوشع پاڅېده او عسکر یې سره راغونډ کړل. بیا هغه او د اسراییلو مشرانو تر عای پورې د هغوی لارښوونه وکړه.
11هغه د ټولو عسکرو سره د ښار د اصلي دروازې خواته لاړ او په شمال کې یې خېمې ودرولې. د هغوی او عای ترمنځ یوه دره وه.
12هغه نژدې پنځه زره نفر بوتلل چې د ښار په لوېدیځ کې د عای او بیت ئیل ترمنځ مورچل ونیسي.
13عسکر د جګړې دپاره تیار کړای شول. اصلي کمپ د ښار په شمال کې ؤ او پاتې نفر په لوېدیځ کې وو. یوشع شپه په دره کې تېره کړه.
14کله چې د عای پادشاه د یوشع نفر ولیدل، نو هغه ژر په عمل لاس پورې کړ. هغه د خپلو ټولو نفرو سره د اردن د درې خواته روان شو چې هلته د اسراییلیانو سره وجنګیږي، خو هغه نه پوهېده چې د شا له خوا به ورباندې حمله وشي.
15یوشع د خپلو نفرو سره داسې وښودله چې ګوندې هغوی په شا شول او د دښتې خواته وتښتېدل.
16د ښار په ټولو خلکو باندې غږ وشو چې په اسراییلیانو پسې روان شي. څنګه چې د عای خلک په هغوی پسې لاړل نو اسراییلیانو هغوی وغولول او د ښار څخه یې لېرې کړل.
17په عای یا بیت ئیل کې چې هرڅوک ؤ هغه ټول په اسراییلیانو پسې روان شول. هلته هیڅوک پاتې نه شو چې د ښار څخه دفاع وکړي او د ښار دروازې خلاصې پاتې شوې.
18بیا څښتن یوشع ته وویل: نو څنګه چې یوشع ته ویل شوي وو هغه هماغسې وکړل
19او څنګه چې هغه خپله نېزه پورته کړه، کوم نفر چې پټ وو هغوی ژر د خپلو ځایونو څخه پاڅېدل، ښار ته په منډه ورننوتل او هغه یې ونیوه. هغوی سمدستي ښار ته اور واچاوه.
20-
21کله چې د عای نفرو شاته وکتل نو ویې ولیدل چې د هغوی د ښار څخه اسمان ته لوګی پورته کیږي. یوشع او د هغه نفرو هم لوګی ولید او هغوی پوه شول چې نورو اسراییلي عسکرو ښار نیولی دی او اور یې ورته اچولی دی. نو داسې ځای نه ؤ چې د عای نفر ورته د خوندي پاتې کېدلو دپاره وروتښتي. نو یوشع او د هغه نفر راوګرځېدل او د هغوی په وژلو یې شروع وکړه.
22نو هغه اسراییلیان چې په ښار کې وو په جګړه کې د برخې اخیستلو دپاره راښکته شول. نو د عای خلکو ولیدل چې اسراییلیانو هغوی بېخي محاصره کړي دي او هغوی ټول ووژل شول. هیڅوک ونه تښتېده او نه څوک ژوندی پاتې شو،
23بغیر د عای د پادشاه څخه. هغه ژوندی ونیول شو او یوشع ته راوړل شو.
24څه وخت چې اسراییلیانو هغه ټول خلک چې په دښته کې وو او هلته یې هغوی تعقیب کړي وو، ووژل، نو بیا ټول اسراییلیان د عای ښار ته ورغلل او د هغه ځای ټول خلک یې ووژل.
25-
26یوشع خپله نېزه د عای خواته ونیوله او تر هغه وخته پورې یې کښېنښودله ترڅو د هغه ځای ټول نفر ووژل شول. په هغه ورځ د عای ټول نفوس چې دولس زره نفر وو، ووژل شول.
27لکه څنګه چې څښتن یوشع ته ویلي وو، هغوی هغه څاروي او مالونه چې په ښار کې یې نیولي وو د خپلو ځانونو دپاره وساتل.
28نو یوشع عای وسوزاوه او په کنډواله یې بدل کړ. هغه ځای تر نن ورځې پورې هماغسې پاتې دی.
29هغه د عای پادشاه په یوې ونې کې ځوړند کړ او د هغه مړی یې تر ماښامه پورې هلته پرېښود. د لمرپرېواته په وخت کې یوشع حکم وکړ چې هغه مړی دې لېرې کړای شي او د ښار د دروازې په خوله کې دې وغورزول شي. هغوی هغه د تیږو په لوی انبار کې پټ کړ چې تر نن ورځې پورې هلته دی.
30بیا یوشع د عیبال په غره باندې د اسراییلو د څښتن خدای دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ.
31هغه یې د هغه حکم سره سم جوړ کړ چې د څښتن خدمتګار موسیٰ اسراییلیانو ته کړی ؤ، لکه څنګه چې د موسیٰ په تورات کې ویل شوي وو: په هغه باندې هغوی څښتن ته سوزېدونکې قربانۍ او همدارنګه خپلې د سلامتۍ نذرانې وړاندې کړې.
32یوشع هلته د اسراییلیانو په مخ کې په تیږو باندې د موسیٰ د شریعت یو نقل ولیکه.
33اسراییلیان د خپلو مشرانو، مامورانو، قاضیانو او هغو بېګانه خلکو سره چې د هغوی په منځ کې اوسېدل، د څښتن د لوظ د صندوق دواړو اړخونو ته ودرېدل او هغو لاوي کاهنانو ته مخامخ وو چې صندوق یې انتقالاوه. نیم قوم داسې ولاړ ؤ چې شا یې د جرزیم غره ته وه او نیمایي نورو خپله شا د عیبال غره ته اړولې وه. موسیٰ حکم کړی ؤ چې هغوی دې په همدې ترتیب سره ودریږي او برکت دې اعلان شي.
34بیا یوشع د موسیٰ د تورات د کتاب څخه برکتونه او لعنتونه په لوړ اواز سره ولوستل.
35یوشع د اسراییلو ټولې غونډې ته چې په هغوی کې ښځې او ماشومان او هغه بېګانه خلک چې د هغوی په منځ کې اوسېدل، شامل وو د موسیٰ ټول حکمونه ولوستل.