Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1څښتن اسراییلو ته حکم کړی ؤ چې د اریحا څخه هیڅ داسې شی چې باید له منځه وړل شوی وای وانه خیستل شي، خو د هغه څخه سرغړونه وشوه. یو سړی چې عخان نومېده د دې حکم څخه یې سرغړونه وکړه نو څښتن په اسراییلو باندې سخت په قهر شو. (عخان د کرمي زوی، د زبدي لمسی او د زارح د طایفې څخه ؤ، دا د یهودا د قبیلې یوه برخه وه.)
2یوشع له اریحا څخه د عای ښار ته یو څو نفره ولېږل چې لاړ شي او هغه خاوره وګوري. عای بیت آون ته نژدې او د بیت ئیل په ختیځ کې ؤ. کله چې هغوی دا کار وکړ،
3هغوی بېرته راغلل او یوشع ته یې خبر ورکړ:
4نو نژدې درې زره اسراییلیانو په هغوی باندې حمله وکړه، مګر په شا تګ ته مجبور شول.
5د عای جنګیالیو هغوی د ښار له دروازې څخه د تیږو تر کانونو پورې تعقیب کړل او د غونډۍ څخه د کوزېدلو په وخت کې یې له هغوی څخه نژدې شپږ دېرش تنه ووژل. بیا اسراییلیانو خپل جرأت له لاسه ورکړ او ووېرېدل.
6یوشع او د اسراییلو مشرانو له ډېره غمه خپل کالي وشلول، په خپلو سرونو باندې یې خاورې باد کړې او تر لمرپرېواته پورې د څښتن د لوظ د صندوق په مخکې په ځمکه باندې پړمخې پرېوتل.
7یوشع وویل:
8ای څښتنه، اوس چې اسراییلیان له دښمن څخه په شا شوي دي، زه نه پوهېږم چې څه ووایم.
9کنعانیان او د هېواد نور خلک به له دې څخه خبر شي. هغوی به مونږ محاصره کړي او زمونږ نوم به د ځمکې له مخ څخه ورک کړي! بیا به ته د خپل عزت د ساتلو دپاره څه وکړې؟>
10څښتن یوشع ته وویل:
11د اسراییلو خلکو ګناه کړې ده! هغوی زما هغه تړون مات کړی دی کوم چې ما په هغوی باندې حکم کړی ؤ چې عمل ورباندې وکړي. هغوی د هغو شیانو څخه چې باید له منځه وړل شوي وای ځینې شیان وړي دي. هغه یې غلا کړل، د خپلو شیانو سره یې کېښودل او د هغو په هکله یې درواغ وویل.
12له همدې کبله اسراییلیان د خپلو دښمنانو په مقابل کې نه شي ودرېدلی. هغوی ځکه د خپلو دښمنانو څخه په شا کیږي او تښتي چې هغوی خپله په تباهۍ باندې محکوم شوي دي! زه به تر هغې پورې نور د هغوی سره نه اوسم ترڅو هغه شیان له منځه یونسي چې د هغو د له منځه وړلو حکم ورباندې شوی دی.
13لاړ شه، خپل قوم پاک کړه او هغوی تیار کړه چې زما حضور ته راشي. هغوی ته ووایه چې سبا تیار شي، ځکه چې زه د اسراییلو څښتن خدای داسې وایم: ای د اسراییلو خلکو، تاسو سره یو څه شیان شته چې ما د هغو د له منځه وړلو حکم درباندې کړی دی! تاسو تر هغه وخته پورې د خپلو دښمنانو په مقابل کې نه شئ ودرېدلی ترڅو دا شیان له ځانه لېرې نه کړئ!
14سبا سهار ټول سره راغونډ شئ. تاسو به قبیله په قبیله رامخکې شئ او څښتن به وښایي چې کومه قبیله ګناهکاره ده. بیا به د هماغې قبیلې طایفې مخکې راشي او څښتن به وښایي چې کومه طایفه ګناهکاره ده. بیا دې د هماغې طایفې کورنۍ راشي او څښتن به ګناهکاره کورنۍ په ګوته کړي. په آخره کې دې د هماغې کورنۍ نفر راشي.
15د چا سره چې هغه شیان پیدا شي کوم چې باید له منځه وړل شوي وای، نو هغه نفر باید د خپلې کورنۍ سره ووژل شي، د هغوی مړي دې وسوزول شي او مال او جایداد دې یې په اور کې وغورزول شي. ځکه چې هغه زما تړون مات کړی دی او اسراییلیان یې سخت شرمولي دي.>
16یوشع سهار وختي پاڅېده او هره قبیله یې د څښتن حضور ته راوستله، چېرته چې څښتن وښودله چې د یهودا قبیله ګناهکاره وه.
17بیا یوشع د یهودا طایفې راوستلې او څښتن وښودله چې د زارح طایفه ګناهکاره وه. هغه د زارح د طایفې یوه یوه کورنۍ راوستله او څښتن وښودله چې د زبدي کورنۍ ګناهکاره وه.
18په آخره کې یوشع د زبدي د کورنۍ یو یو نفر رامخته کړ او څښتن وښودل چې عخان ګناهکار ؤ.
19یوشع عخان ته وویل:
20عخان په ځواب کې وویل:
21د هغو شیانو په منځ کې چې مونږ ونیول ما یوه ښایسته څپرکیلي چپنه، دوه کیلوګرامه سپین زر او د سرو زرو سیخ چې وزن یې نیم کیلوګرام ؤ ولیدل، هغه زما ډېر خوښ شول او ما واخیستل. تاسو به هغه زما د خېمې په منځ کې پیدا کړئ، هغه هلته ښخ دي او د ټولو لاندې سپین زر دي.>
22نو یوشع یو څو نفره ولېږل. هغوی خېمې ته منډه کړه او ویې لیدل چې هغه شیان په رښتیا هلته ښخ وو او د هغو لاندې سپین زر وو.
23هغوی دا شیان له خېمې څخه راوویستل، یوشع او ټولو اسراییلیانو ته یې وروړل او د څښتن په حضور کې یې کېښودل.
24بیا یوشع د اسراییلو د ټول قوم سره عخان، سپین زر، چپنه، د سرو زرو سیخ، د هغه زامن او لورګانې، پادې، خره او پسونه، د هغه خېمه او هرڅه یې چې درلودل د ته یوړل.
25یوشع عخان ته وویل: بیا ټول قوم عخان او د هغه کورنۍ تر مرګه سنګسار کړل. هغوی مړي د عخان د مال او جایداد سره یوځای وسوزول.
26په هغوی باندې یې د تیږو یوه لویه ډېرۍ جوړه کړه چې تر نن ورځې پورې هلته پاتې ده. بیا د څښتن سخت قهر سوړ شو. له دې کبله دا ځای له هغه وخته راهیسې د مصیبت د درې په نوم یادیږي.