Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1د اریحا خلکو د اسراییلیانو له وېرې د ښار دروازې کلکې وتړلې او د هغه ساتنه کېده. هیچا نه شو کولی چې ښار ته ننوزي یا د ښار څخه ووزي.
2څښتن یوشع ته وویل:
3ته او ستا عسکر باید شپږ ورځې د ورځې یو ځل د ښار څخه ګردچاپېره وګرځئ.
4اووه کاهنان چې هر یو سره سرنی وي هغوی دې د لوظ د صندوق په مخ کې روان شي. په اوومه ورځ په داسې حال کې چې کاهنان به خپل سرني ووهي، تاسو ټول اووه ځله د ښار څخه ګردچاپېره وګرځئ.
5بیا دې هغوی په اوږد اواز سره سرني ووهي. څنګه چې تاسو هغه واورئ، ټول خلک دې په لوړ اواز چیغې ووهي، نو د ښار دېوالونه به راپرېوزي. بیا به ټول لښکر مخامخ ښار ته ننوزي.>
6یوشع کاهنان راوغوښتل او هغوی ته یې وویل:
7بیا هغه قوم ته حکم وکړ:
8څنګه چې یوشع قوم ته وینا وکړه، هغه اووه کاهنان چې سرني یې وړل هغوی مخکې روان شول، خپل سرني یې وهل او د څښتن د لوظ صندوق د هغوی پسې ؤ.
9وسله وال ساتونکي د هغو کاهنانو په مخ کې چې سرني یې وهل روان وو او شاتنۍ ساتونکې ډله د صندوق پسې روانه وه. په دغه ټول وخت کې سرني وهل کېدل.
10مګر یوشع په قوم باندې امر وکړ:
11نو یوشع وویل چې د څښتن د لوظ صندوق دې یو ځل د ښار څخه ګردچاپېره وګرځوي. بیا ټول خلک بېرته کمپ ته راغلل او هلته یې شپه تېره کړه.
12یوشع سهار وختي پاڅېده او کاهنانو او خپلو نفرو ته یې هماغه حکم وکړ. نو هغو کاهنانو چې د لوظ د صندوق د انتقالولو حکم ورته شوی ؤ هغه په خپلو اوږو باندې کېښود.
13بیا هغوی لکه د تېرې ورځې په شان په هماغه ترتیب سره د ښار ګردچاپېره وګرځېدل. اول هغه ساتونکي چې مخکې روان وو، بیا هغه کاهنان چې د ګرځېدلو په حال کې به یې هر وخت سرني وهل، ورپسې هغه کاهنان چې د څښتن د لوظ صندوق یې انتقالاوه او په آخره کې شاتنۍ ساتونکې ډله.
14نو په دوهمه ورځ هغوی بیا یو ځل د ښار څخه ګردچاپېره وګرځېدل او وروسته کمپ ته راستانه شول. هغوی شپږ ورځې دا کار وکړ.
15په اوومه ورځ هغوی د سباوون په وخت پاڅېدل او په همدې ډول اووه ځلې د ښار څخه ګردچاپېره وګرځېدل. دا یوازینۍ ورځ وه چې هغوی اووه ځلې داسې وکړل.
16په اووم ځل کله چې کاهنانو سرني ووهل، یوشع په قوم باندې امر وکړ:
17دا ښار او هرڅه چې په کې دي هغه باید څښتن ته د نذرانې په توګه بېخي له منځه یوړل شي. یوازې راحاب فاحشه او د هغې کورنۍ دې ژوندي پاتې شي ځکه چې هغې زمونږ جاسوسان پټ کړي وو.
18خو تاسو باید هیڅ شی کوم چې له منځه وړل کیږي وانخلئ، که تاسو یې واخلئ، نو د اسراییلو په کمپ باندې به مصیبت او تباهي راولئ.
19ټول سپین زر او سره زر او د برنجو او اوسپنې شیان خاص د څښتن دي او د هغه په خزانه کې باید کېښودل شي.>
20نو کاهنانو سرني ووهل. څنګه چې قوم د سرنیو غږ واورېده، هغوی په لوړ اواز چیغې ووهلې او ناڅاپه د اریحا د ښار دېوالونه راولوېدل. نو بیا ټول لښکر نېغ په نېغه غونډۍ ته وروخوت. هغوی ښار ته ننوتل او هغه یې ونیوه.
21هغوی په خپلو تورو باندې په ښار کې ټول خلک یعنې سړي، ښځې، ځوان او زوړ ټول ووژل. همدارنګه هغوی غوایان، پسونه او خره هم ووژل.
22نو بیا یوشع هغو دوو نفرو ته چې جاسوسي یې کړې وه وویل:
23نو هغوی لاړل او راحاب یې د هغې د پلار او مور، ورونو او د هغې د ټولې کورنۍ سره راوویستل. هغوی د راحاب ټوله کورنۍ یو خوندي ځای ته چې د اسراییلو کمپ ته نژدې ؤ یوړله.
24بیا د اسراییلو لښکرو ټول ښار د هرڅه سره وسوزاوه، مګر هغوی سپین زر او سره زر او د برنجو او اوسپنې شیان د څښتن د کور په خزانه کې کېښودل.
25مګر یوشع د راحاب فاحشې او د هغې د کورنۍ او ټولو خپلوانو ژوند وژغوره، ځکه چې هغې هغه جاسوسان پټ کړي وو چې یوشع اریحا ته لېږلي وو. (د هغې اولاده تر نن ورځې پورې په اسراییلو کې اوسیږي.)
26کله چې اریحا ورانه شوه، نو یوشع په کلکه خبرداری ورکړ:
27نو څښتن د یوشع سره مل ؤ او د هغه شهرت په ټول هېواد کې خپور شو.