Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1د اموریانو ټولو پادشاهانو چې د اردن د سیند په لوېدیځ کې وو او د کنعانیانو ټولو پادشاهانو چې د مدیترانې د بحیرې په غاړه وو واورېدل چې څښتن د اردن سیند تر هغه وخته پورې وچ کړی ؤ ترڅو د اسراییلو قوم له هغه څخه تېر شو. هغوی ووېرېدل او نور یې دا جرئت نه درلود چې د اسراییلو سره مخامخ شي.په جلجال کې سنتګیري
2په هغه وخت کې څښتن یوشع ته وویل:
3نو څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ یوشع هماغسې وکړل او اسراییلیان یې په هغه ځای کې سنت کړل چې د سنت ګیرۍ د غونډۍ په نوم یاد شو.
4نو په دې خاطر هغه داسې وکړل. هغه ټول نارینه یعنې ټول جنګي نفر چې د مصر څخه راوتلي وو د سفر په دوران کې په دښته کې مړه شول.
5هغه خلک چې د مصر څخه راوتلي وو هغوی ټول سنت شوي وو، مګر هغه ټول خلک چې د سفر په دوران کې په دښته کې زېږېدلي وو هغوی سنت شوي نه وو.
6اسراییلیانو څلوېښت کاله په دښته کې سفر وکړ، ترڅو ټول خلک یعنې د قوم ټول جنګي نفر چې د مصر څخه راووتل مړه شول ځکه چې د څښتن د امر څخه یې سرغړونه کړې وه. لکه څنګه چې څښتن قسم خوړلی ؤ هغوی ته اجازه ورنه کړای شوه چې هغه غني او حاصلخېزه ځمکه وویني چې د هغو د نیکونو سره یې وعده کړې وه.
7د دغو خلکو زامن هیڅکله سنت شوي نه وو او دا هغه نوی نسل ؤ کوم چې یوشع سنت کړ.
8کله چې د اسراییلو ټول نارینه سنت شول، هغوی تر هغې پورې په کمپ کې پاتې شول ترڅو چې زخمونه یې روغ شول.
9څښتن یوشع ته وویل: نو اسراییلیانو دغه ځای د جلجال په نوم یاد کړ او تر اوسه پورې په دې نوم یادیږي.
10کله چې اسراییلیانو په جلجال کې اریحا ته نژدې په ډاګ کې خېمې ودرولې، هغوی د میاشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام د فسحې اختر ولمانځه.
11راتلونکې ورځ اول ځل ؤ چې هغوی د کنعان د محصولاتو څخه خواړه وخوړل یعنې وریتې شوې غلې دانې او فطیره ډوډۍ.
12له هماغې ورځې څخه د خدای له خوا د من رالېږل بند شول او د اسراییلو دپاره نور من نه پیدا کېده. له هماغه وخت څخه هغوی هغه څه خوړل چې په کنعان کې پیدا کېدل.
13یو وخت یوشع اریحا ته نژدې ؤ، چې ناڅاپه یې یو سړی ولید چې د هغه مخې ته ولاړ ؤ او په لاس کې یې توره وه. یوشع هغه ته ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه:
14هغه په ځواب کې وویل: بیا یوشع په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او ویې ویل:
15د څښتن د لښکر قوماندان هغه ته وویل: او یوشع همداسې وکړل.