Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1کله چې ټول قوم د اردن له سیند څخه تېر شو، څښتن یوشع ته وویل:
3او هغوی ته حکم وکړه چې د اردن د سیند له منځ څخه یعنې له هماغه ځای څخه چېرته چې کاهنان ولاړ وو دولس تیږې راواخلي. هغوی ته ووایه چې دا تیږې له ځانه سره یوسي او په هغه ځای کې یې کېږدي چېرته چې تاسو نن شپه خېمې ودروئ.>
4نو یوشع هغه دولس نفره کوم چې هغه غوره کړي وو، راوغوښتل
5او هغوی ته یې وویل:
6دا تیږې به خلکو ته هغه کارونه ورپه یادوي کوم چې څښتن کړي دي. په راتلونکي کې کله چې ستاسو اولادونه درڅخه پوښتنه وکړي چې دا تیږې ستاسو دپاره څه معنیٰ لري؟
7تاسو به هغوی ته وایئ کله چې د څښتن د لوظ صندوق د اردن د سیند څخه تېرېده د سیند اوبه ودرېدلې. دا تیږې به همېشه د اسراییلو قوم ته دا خبره ورپه یادوي چې دلته څه پېښ شول.>
8هغو نفرو د یوشع حکمونه په ځای کړل. څنګه چې څښتن په یوشع باندې امر کړی ؤ، هغوی د اردن د سیند له منځ څخه دولس تیږې راواخیستې یعنې د اسراییلو د هرې قبیلې دپاره یوه تیږه وه. هغوی دا تیږې د خېمو د ودرولو ځای ته یوړې او هلته یې کېښودې.
9یوشع د اردن د سیند په منځ کې چېرته چې د لوظ د صندوق وړونکي کاهنان ولاړ وو هم دولس تیږې ودرولې. (هغه تیږې تر اوسه پورې هلته دي.)
10کاهنان تر هغه وخته پورې د اردن د سیند په منځ کې ولاړ پاتې شول ترڅو چې قوم هغه ټول کارونه سرته ورسول چې څښتن په یوشع باندې د هغو حکم کړی ؤ. دا هغه څه وو چې موسیٰ هم مخکې یوشع ته حکم کړی ؤ.نو قوم په بیړه د اردن له سیند څخه تېر شو.
11کله چې هغوی ټول بلې غاړې ته پورې وتل، کاهنان د څښتن د لوظ د صندوق سره د قوم په مخ کې پورې وتل.
12د روبین او جاد د قبیلو او د منسي د نیمې قبیلې نفر د جګړې دپاره تیار وو او لکه څنګه چې موسیٰ هغوی ته ویلي وو، هغوی د پاتې قوم په مخ کې پورې وتل.
13تقریباً څلوېښت زره نفر د جګړې دپاره تیار وو او هغوی د څښتن په حضور کې هغه ډاګ ته چې اریحا ته نژدې ؤ، ورتېر شول.
14په هغه ورځ څښتن یوشع د ټولو اسراییلو په نظر کې سرلوړی کړ. ترڅو پورې چې هغه ژوندی ؤ هغوی د هغه احترام کاوه لکه څنګه چې هغوی د موسیٰ احترام کاوه.
15بیا څښتن یوشع ته وویل
16چې په هغو کاهنانو باندې چې د لوظ صندوق انتقالوي امر وکړي چې د اردن له سیند څخه راووزي.
17یوشع هماغسې وکړل
18او کله چې کاهنان د سیند غاړې ته ورسېدل نو سمدلاسه د سیند اوبو بېرته په بهېدلو شروع وکړه او د سیلاب په شان بیا د سیند له غاړو څخه پورته شولې.
19د اولې میاشتې په لسمه ورځ قوم د اردن له سیند څخه تېر شو او په جلجال کې یې چې د اریحا ختیځې خواته پروت ؤ خېمې ودرولې.
20یوشع په جلجال کې هغه دولس تیږې ودرولې کومې چې هغوی د اردن له سیند څخه راویستلې وې.
21هغه د اسراییلو خلکو ته وویل:
22تاسو به هغوی ته د هغه وخت په باره کې ووایئ چې اسراییلیان د اردن په سیند کې په وچه ځمکه باندې پورې وتل.
23هغوی ته ووایئ چې زمونږ څښتن خد��ی زمونږ په خاطر د اردن د سیند اوبه وچې کړې ترڅو مونږ ورڅخه تېر شو، لکه څنګه چې هغه زمونږ دپاره د سرې بحیرې اوبه وچې کړې وې.
24هغه دا کارونه ځکه وکړل چې د ځمکې په مخ ټول قومونه پوه شي چې د څښتن قدرت څومره زیات دی او تاسو به د تل دپاره د خپل څښتن خدای څخه وېره کوئ.>