Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1سبا سهار یوشع او د اسراییلو ټول قوم وختي پاڅېدل، د هغه کمپ څخه چې په شطیم کې ؤ روان شول او د اردن سیند ته لاړل. هلته یې خېمې ودرولې او د دې انتظار یې کاوه چې له هغه ځای څخه پورې وزي.
2درې ورځې وروسته د قوم مشران په کمپ کې وګرځېدل
3او خلکو ته یې وویل:
4بیا به تاسو پوه شئ چې په کومه لاره باندې لاړ شئ ځکه چې مخکې تاسو په دې لار باندې نه یئ تللي. مګر د لوظ صندوق ته به نژدې نه ورځئ، د هغه څخه د نهه سوه مترو په فاصله شاته اوسئ.>
5یوشع قوم ته وویل:
6بیا هغه کاهنانو ته وویل چې د لوظ صندوق واخلي او د هغه سره دې د قوم په مخ کې ځي. نو څه چې هغه وویل هغوی هماغسې وکړل.
7څښتن یوشع ته وویل:
8هغو کاهنانو ته چې د لوظ صندوق وړي ووایه کله چې دوی د اردن سیند ته ورسیږي، باید سیند ته ننوزي او د سیند د غاړې سره نژدې دې ودریږي.>
9بیا یوشع اسراییلیانو ته وویل:
10نن به تاسو پوه شئ چې ژوندی خدای ستاسو سره مل دی. هغه به بېشکه کنعانیان، حیتیان، حویان، فرزیان، جرجاشیان، اموریان او یبوسیان ستاسو له مخې څخه لېرې کړي.
11ګورئ، د ټولې دنیا د څښتن د لوظ صندوق به د اردن د سیند څخه په تېرېدلو کې ستاسو لارښوونه کوي.
12نو د اسراییلو د قبیلو څخه دولس نفره وټاکئ یعنې د هرې قبیلې څخه یو یو نفر.
13کله چې کاهنان چې د ټولې دنیا د څښتن د لوظ صندوق انتقالوي خپلې پښې په اوبو کې کېږدي، د اردن د سیند اوبه به ودریږي او کومې اوبه چې لاندې راځي هغه به په یو ځای کې سره راغونډې شي.>
14-
15دا د لو کولو وخت ؤ او اوبه د سیند له غاړو څخه پورته شوې وې. کله چې خلک د کمپ څخه روان شول چې د اردن له سیند څخه تېر شي، نو هغه کاهنان چې د لوظ صندوق یې انتقالاوه د هغوی په مخ کې روان شول. څنګه چې کاهنانو په سیند کې قدم کېښود،
16اوبه ودرېدې او په یوې لېرې فاصلې کې په یو ښار کې چې آدم بلل کېده او د زرتان د ښار په څنګ کې ؤ یوځای غونډې شوې او کومې اوبه چې لاندې د ارام دریاب ته رابهېدې، هغه په بشپړه توګه بېلې شوې. نو قوم اریحا ته مخامخ پورې وت.
17په داسې حال کې چې قوم په وچه ځمکه باندې تېرېده، هغه کاهنان چې د څښتن د لوظ صندوق یې انتقالاوه تر هغه وخته پورې د اردن د سیند په منځ کې په وچه ځمکه باندې ولاړ وو ترڅو ټول قوم بلې غاړې ته ورپورې وت.